۸صبح، سمنګان: په سمنګان ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د یوه نارنجک په چاودنه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې (وری۳) د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې، د طالبانو د استخباراتو په مرکز کې شوې ده.
دا نه ده معلومه چې دا نارنجک څنګه وچاودید، خو ځایي سرچینې ادعا کوي، چې تر چاودنې مخکې، د طالبانو غړو له یو بل سره لفظي شخړه کړې وه.
روغتيايي سرچينې وايي، چې د پرونۍ پېښې دوه ټپيان د سمنګانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ددي پېښي په اړه د وسله والو طالبانو سيمه یيزو چارواکو څه نه دي ويلي.
له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د غړو ترمنځ د خپلمنځي جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.