د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو پرمختګ، د پروان محصلانو اته ځیرکې پروژې طرحه کړې دي

په دې وروستيو کې د پروان پوهنتون د محصلانو يوې ډلې اته ځیرکې ازمويښتي پروژې طرحه کړې دي. په دغو پروژو کې پارکينګ، رباټيک موټر، سولر، کور، د اوبولګولو سسټم، د اوبو شيردان، د کثافاتو سطل او ښوونځی شامل دي. د پروان پوهنتون محصلان وايي، دغه پروژې يې په خپل شخصي لګښت په څلورو مياشتو کې طراحی کړې دي.
د‌ پروان د پوهنتون مسوولان د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلانو د پرمختګ په ستاينې سره وايي، چې د دغه پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو داسې پروژې طراحي کړې دي، چې د يوه پرمختللې ژوند اړتيا ده، د پروان پوهنتون محصلان وايي، که يې ملاتړ وشي، خپلې طرحې به په هېواد کې عملي کړي.

دغه طرحې د پروان د دولتي پوهنتون د کمپيوټر ساينس د ۱۶ښځينه او نارينه محصلانو له لوري نندارې ته وړاندې شوې دي. صميم قاسمي يو له همدغو محصلانو دی، هغه له خپل يوه ټولګيوال سره د ځيرک پارکينګ د پروژې پر طرحه کولو بريالی شوی دی. قاسمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« ځيرک پارکينګ داسې طراحی شوی چې له RFID  ټکنالوژۍ نه په کاراخيستو د کس هويت پېژندل کيږي او د موټرو د ننوتو يا نه ننوتو اجازه د انسان له لاسوهنې پرته، په اتوماتيک ډول ورکوي. په دې پروژه کې موږ هڅه کړې ده، چې د انټرنټ اشيا له ټکنالوژۍ نه په ګټې اخيستنې سره،اوسني دوديز پارکینګونه ځيرک کړو.»

صميم قاسمي څرګندوي:« په دې پروژه کې دArduino  له يوې دړې د پارکينګ د برخو دهمغږۍ او مديريت لپاره ، د LCD 16X  له يوه سکرینه د اړوندو اطلاعاتو د ښودلو لپار او له RFID Reader او تګRFID  نه د هويت پېژندنې د پروسې لپاره ګټه پورته کيږي، چې د په ګوته شوي هویت له تاييد وروسته،له servo motor نه په کار اخيستو د پارکينګ دروازه پرانيستل کيږي.دغه راز د پارکينګ د رڼاکولو په برخه کې له يوه  LDR ګټه پورته کيږي چې پارکينګ ته د شپې او د ورځې د معلومولو وړتيا ورکوي او د پارکينګ څراغونه په اتومات ډول ګل او روښانه کيږي.»

د کمپيوټر ساينس پوهنځي دغه محصل زياتوي: په ځيرک پارکينګ کې ځينې کارول شوي توکي مو په هېواد کې دننه تر لاسه کړي او ځيني نور مو له نورو هېوادونو لکه متحده اماراتو برابر کړي دي.»

ځيرک رباټيک موټر، ځيرک سولر، د کورونو ځيرک سسټم، د اوبو لګولو ځيرک سسټم، ځيرک شيردان، د کثافاتو ځيرک سطل او د ښوونځي ځيرک سسټم هغه نور نوښتونه دي، چې د پروان پوهنتون محصلان طراحي کړي دي.
د دغو محصلانو په وينا، رباټيک ځيرک موټر په غږ کنټرولېږي، داسې چې لارښوونه په مستقيمه توګه له ژبې يا خبرواخلي او ورسره سم عمل کوي. د هغوی په وينا، ځيرک سولر بيا داسې طراحي شوی چې په اتومات ډول لمرڅاري او د انسان په مټ يې اړولو ته اړتيا نشته.

په ځيرک سسټم د کورونو سمبالول هم داسې طراحي شوي دي، چې ګروپ، کړکۍ او پکه یې د ګرځنده ټيلفون یا موبایل په مټ کنټرولېږي.
د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نوښتګرو ځوانانو ټیم زیاتوي:« ځیرک شیردان داسې طراحي شوی چې خلاصولو او بندولو ته یې له اړتیا پرته، یوازې د لاس په ورنږدې کېدو سره په اتومات ډول خلاص او بندیزي.»

د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس د پوهنځي محصله دیبا سادات له یوې بلې نجلۍ سره د ځيرک کثافت دانۍ پر طرحه کولو بریالۍ شوې ده. دیبا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« د کثافاتو ځیرک سطل د Arduino له دړې په کار اخیستو طراحي شوی چې په لومړی ځل په نیویارک کې جوړ شو او له همدغې مفکورې په ګټې اخیستنې مې وکړای شول چې د کثافاتو د ځيرکو سطلونو یوه بیلګه په پروان کې هم جوړه کړم چې په ډيرو کمو امکاناتومو د دغې ټکنالوژۍ ډیزاین او جوړول پېل کړل. د کثافتو دغه ساطل داسې طرحه شوی چې په اتومات ډول او د لاس له وروړلو پرته یې خوله خلاصیږي» دیبا زیاتوي:« د کار نه اخیستو پر مهال یې خوله تړل کیږي او د حیواناتو او باد په واسطه د کثافاتو د پاشل کېدو مخه نیول کیږي او په کثافاتو د لاس د ککړېدو او پر بیلابیلو ناروغیو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ګټور دی. له لېرې واټنه د کثافتو پېژندنه، د انرژۍ لږ مصرف، په لاس د سطل د خولې بندولو او خلاصولو ته نه اړتیا، انساني ځواک ته نه اړتیا او د کثافاتو د ټولولو د ستونزې د حل کولو لپاره له ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د دغه ځيرک سطل ځانګړتیاوې دي.»

په ځيرکه بڼه د ځمکې اوبول، د پروان پوهنتون د محصلانو یوه بله طرحه ده. دا پروژه داسې طراحې شوې ده، چې د نم معلوموونکي الې په مټ د خاورې نم معلوموي او د اوبولو لپاره بشري سرچینو ته اړتیا نه لري. د دغو محصلانو په وینا، کله چې ځمکه خړوبولو ته اړتیا ولري، اوبه په اتومات ډول جریان پیدا کوي.

د ځيرک ښوونځي طرحه هم، داسې ده، چې د ښوونځي مدیریت د یوه کمپیوټر په مټ کیږي. لکه د زده کوونکو او ښوونکو د حاضرۍ اخېستل او ورته نورې چارې.

بل خوا د پرون پوهنتون محصلان زیاتوي، چې که د دې ډلې ملاتړ وشي، خپلې طرحې به په هېواد کې عملي کړي.

دغه طرحې تازه نوښتونه نه دي، بلکې دغه څېزونه تر دې وړاندې په نورو هېوادونو کې جوړ شوي او ځینې یې د ګټې اخیستنې وړهم دي.

په همدې حال کې د پروان پوهنتون مسوولان وایي، چې دغو محصلانو اوه ځیرکي کاري پروژې چې په یوه پرمختللې ژوند کې ورته اړتیا ده، په ازمویښتي ډول طراحي کړې دي. د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رییس عصمت الله ثابت له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو او سوداګرو له لوري د دغه پوهنتون د نوښتګرو محصلانو پرملاتړ ټینګار وکړ. نقیب‌الله حمیدي، صمیم قاسمي، اسدالله احمدي، حبیب ‌الله احمدي، احسان‌الله فېروزي، نورزمان سادات، وسیم ضیا، محمد صمدي، محمد‌علي عزیزی، ابوالفضل انصاري، مزمل نوري، مدثر نوري، راشد هاشمی، خضراحمد احزري، دیبا سادات او حسنا حکیمي هغه محصلان دي، چې د دغو ځيرکو ازمویښتي پروژو په طرحه کولو بریالي شوي دي.

تر دې وړاندې هم په لومړي ځل په هېواد کې د کاپیسا د البیروني پوهنتون د بریښنا انجنیرۍ د پوهنځي یو شمېر ځوان محصلان له سیم پرته، د بریښنا دلېږد د دستګا په جوړولو بریالي شوي وو. دغه دستګا د ۹ تر ۳۰ ولټه بریښنا ظرفیت لري. د البیروني پوهنتون د محصلانو په وینا، دغه دستګا کولای شي له ۱۰ تر ۷۰ ثانتي مترو پورې له یوه ځایه بل ځای ته له سیم او کېبل پرته برېښنا ولېږدوي. د دغې ډلې د غړو په وینا، که امکانات ورته برابرشي، کولای شي دغه پروژه پراخه کړي او په لومړي ګام کې به البیروني پوهنتون له بې سیمې او وړیا بریښنا سره وصل کړي.

Back to top button