د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر واک لاندې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په هېواد کې د بلې هرې برخې تر څنګ ښوونیز نظام هم سخت اغېزمن شوی او ورځ تر بلې اندېښنې په زیاتېدو دي، چې په بېلابېلو برخو کې به تېرې شل کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.
د کار روزګار نشتوالي، اقتصادي ځوړ او په هېواد کې د اقتصادي ثبات لپاره د منظم سېسټم نه شتون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په ننګرهار کې هم د ښوونیز نظام پر خصوصي برخې سیوری غوړولی او دا برخه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې ده.
ننګرهار کې د خصوصي ښوونځیو اتحادیه وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې د اقتصادي ستونزو له امله “۵۵” خصوصي ښوونځي تړل شوي او یو شمېرو بیا د سختې ناچارۍ له امله د خپلو ښوونځیو وسایل هم لیلام کړي دي.
په دې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې مشر رییس الحق ناصري وایي، په دې ښوونځیو کې سلګونه استادان او نور کار کوونکي پر دندو بوخت ول، چې په تړل کېدو یې ټول په کور ناست دي.
نوموړی وایي: (( د پخواني حکومت په وخت کې ننګرهار کې په زیات تعداد خصوصي ښوونځيو فعالیت کاوه، چې د طالبانو په راتګ سره ترې پینځه پنځوس تړل شوي او خپل وسایل یې هم د خرڅولو لپاره لیلام کړي دي، په دې مکتبونو کې په سلهاوو استادان او نور کارمندان بوخت ول، چې اوس یې ټول په کورونو بېکاره ناست دي.))
یادې اتحادیې نه دي ویلي، چې ننګرهار کې له تړل شویو ښوونځیو پرته څومره ښوونځي فعالیت لري.
په ورته مهال بیا د یو شمېر خصوصي ښوونځیو مسوولین نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت پرې د پخوا په پرتله د برېښنا بېلونه، مالیه او د جواز تعرفې لوړې کړې دي، چې خصوصي ښوونځي یې د ګړنګ په غاړه درولي.
د یوه خصوصي ښوونځي مسوول شاه محمد وایي، له یوه لوري د طالبانو له لوري لوړو مالیو او له بل لوري د غربت له امله د زده کوونکو د شمېر کموالي د ګڼو خصوصي ښوونځیو دروازې تړلې دي او که په دې برخه کې د طالبانو حکومت پاملرنه ونه کړي؛ شونې ده، چې نور خصوصي ښوونځي هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
نوموړی زیاتوي: (( یو طرف ته خلک بېکاره شوي، اقتصادي وضعیت کمزوری شوی، خپل ماشومان له خصوصي ښوونځيو وباسي او بل طرف شته نظام د برق بېل، مالیه او جواز زیات کړی، چې ښوونځي یې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي او که توجه ورته ونه شي شاید ډېر ښوونځي نور هم بند شي.))
یو شمېر زده کوونکي چې په کږلېچنو اقتصادي لارو لا هم په خصوصي ښوونځیو کې خپلې زده کړې کوي وایي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې له سخت ګواښوونکي حالت سره مخ دی او که په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره اقدامات ونه شي؛ د زرګونه زده کوونکو راتلوونکی به له تیارو سره مخ شي.
د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی حمزه له طالبانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د افغانستان د ښوونیز نظام د بسیاینې لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.
دی وایي، ډېری مهال د ښوونځي د میاشتنیو فیسونو لپاره له نورو پیسې پور کوي او اندېښنه لري که دا حالت دوام وکړي نېږدې ده، چې دی هم لکه د نورو له زده کړو بې برخې شي.
نوموړي وویل: (( زمونږ د کور اقتصاد سخت کمزوری دی، پلار مې د ورځې مزدوري کوي، کله یې کار وي او کله نه، اکثره وخت مې پلار د فیس لپاره له نورو خلکو قرض اخلي، طالبان او خارجي موسسې چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، باید عاجلې مرستې وکړي.))
٨صبح ورځپاڼې هڅه وکړه، چې د خصوصي ښوونځیو د تړل کېدو او د هغوی د ادعاوو په تړاو د ننګرهار د پوهنې ریاست لپاره د طالب مسوولینو نظر هم ولري؛ خو له دوامدارو هڅو سره سره بیا هم هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.
عام خلک وایي، طالبانو یوازې په هغو دولتي ادارو خپل تمرکز ډېر کړی، چې عایداتي دي او هغه یې له پامه غورځولې، چې مصرفوونکې دي او دغه ډله ترې په زیاته کچه عواید په لاس نه شي راوړلی؛ نو ځکه خو ورځ تر بلې د نورو برخو تر څنګ په ښوونیز ډګر کې هم ستونزې په ډېرېدو دي.