۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال سازمان له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۰.۱ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د خوړو نړیوال سازمان پنجشنبه د کب پر ۱۰مه یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پیسو به وتوانېږي په ۲۶ ولایتونو کې د زیانمنونکو او بېځایه شویو په ګډون له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو افغانانو د خوړو خوندیتوب او د ټولنې هوساینه ښه کړي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې مالي مرستې کولای شي په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب ډېر کړي.
ورته مهال، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا ایودیس ویلي چې دغې ټولنې د خوړو نړیوال پروګرام سره په ګډه یو پروګرام پېل کړی چې په خبره یې، موخه یې د هېواد په کچه د اقلیم بدلون اغېزو ته د چمتووالي ډاډمنتیا رامنځته کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنې په تېرو پنځو کالو کې څه باندې ۲۶۰ میلیونه ډالره په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په واک کې ورکړي چې په دې کې بېړنۍ خوراکي مرستې، د خوارځواکۍ چوپړونه او نورې بشردوستانه برخې راځي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم نن ویلي چې بریټانیا له افغانستان سره یو میلیون پونډه مرسته کړې ده.
دا مرستې داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدګۍ لپاره یوازې درې سلنه اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړې ده.