پنځه کاله کېږي چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې او له کاره د ښځو په محرومولو یې د یوه نسل راتلونکی یرغمل کړی دی. په دغو پنځو کالو کې د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو ژمنه څو څو وارې تکرار شوه، خو هر وار د زدهکړو بیا پیل ناڅرګندې سبا ته ځنډول شوی؛ هغې ته چې تر اوسه نه ده راغلې. پنځه کاله کېږي چې میلیونونه نجونې له ترخې پوښتنې سره ژوند کوي: هغو چې د دوی برخلیک یې په لاس کې دی، انسان، ازادۍ او د انتخاب حق ته په کومه سترګه ګوري؟ ایا د هغوی په نړۍ لید کې افغان نجونې او ښځې داسې انسانانې دي چې هیلې، وړتیاوې او راتلونکي د جوړولو حق لري، که د هغو پرېکړو قربانیانې دي چې پکې هېڅ برخه نه لري؟
د نجونو پر برخلیک د تیارې د واکمنېدو په لومړیو کالو کې ویل کېدل چې دا بندیز لنډمهالی دی او ژر به د نجونو په سترګو کې هیله او پر څېرو به یې موسکا خپره شي. خو د هرې ورځې په تېرېدو مې پر وطن تیاره، ناپوهي او جهل لا خپرېږي. ورځ تر بلې د هغو نجونو شمېر زیاتېږي چې په ارماني سترګو د ښوونځیو دروازو ته ګوري؛ ورځ تر بلې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه د میندو اندېښنې ډېرېږي؛ ورځ تر بلې د نجونو له حضوره د تشو ټولګیو او کوڅو شمېر زیاتېږي؛ ورځ تر بلې د کورناستو نجونو شمېر لوړېږي؛ ورځ تر بلې قلمونه د نجونو په تمه رنګ وچوي او کتابچې له پرونه لا ناکراره کېږي چې پاڼې یې واړول شي او پرې څه نوي ولیکل شي؛ ورځ تر بلې د ښوونځي چاپېریال تر بل هر مهاله ډېر د هغو نجونو په تمه وي چې ټول عمر یې خندل او خوشحاله وې.
دا مې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنوي؛ د داسې چا په اړه چې په ناڅرګنده لار روانه او هغه ډله چې ناپوهۍ او جهل ته تسلیمه شوې، غواړي د راتلونکي ژوند او هیلو په اړه پرېکړه وکړي. داسې راتلونکې ته اندېښمنه یم چې وېرېږم یوه ورځ به مې ساه تنګه شي او د رڼا او روښانتیا پر لور به منډې ونه شم وهلی. هغه چې هیله یې لرله، اوس وېرېږي چې هسې نه د جهل او تیارې لښکر یې پر زړه غالب شي او قلم او زړه یې رڼا ته شا کړي.
ملګري ملتونه وايي چې په تېرو پنځو کالو کې په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بې برخې شوې دي. د دغه بنسټ له انده، ښايي د دغو شمېرو لوستل اسانه وي؛ خو هغه څه چې په رښتیا روان دي، د هغو نجونو برخلیک او راتلونکی د تیارې پر لور کشول دي چې یو ورځ یې د ډاکټرې، ښوونکې، انجنیرې، پیلوټې، قاضۍ او هنرمندۍ خوبونه لیدل. اوس د دغو ډېرو هیلو د ورکېدو بهیر روان دی او زړونه، له زرګونو ارمانونو او سلګونو خوبونو سره، ورو ورو مړاوې کېږي.
خو نړۍ لا هم په ټولې بېرحمۍ ننداره کوي او یوازې یې پر غندلو بسنه کړې. حیرانه یم تېر پنځه کاله چې په تیاره چاپېریال کې تېر شول او هره شېبه پر تیارو نورې تیارې ورزیاتېږي، تر اوسه د نړۍ دغو غندلو د چا کوم درد دوا کړی او کومه تیاره یې پر رڼا بدله کړې ده. حیرانه یم چې تر اوسه د نړۍ لفظي غبرګونونو او پر کاغذ لیکل شوو غندنو د کومې نجلۍ زړه خوشحاله کړی؟ یا یې د اته کلنې نجلۍ د ناوې کېدو مخه نیولې، د هغې نجلۍ د اوښکو بهېدو مخه یې نیولې چې د ښوونځي د دروازې شاته ولاړه وي او یا یې د هغې ښځې پر مخ د څپېړې مخه نیولې چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هڅه کوي؟ رښتیا، د نړۍ دغو غندنو کوم درد دوا کړی؟ د کومې ښځې او نجلۍ د زړه اسمان یې روښانه کړی، د کومې یې برخلیک ښه کړی او د کومې سرپرستې مېرمنې دسترخوان یې له ډوډۍ ډک کړی او د اولادونو پر شونډو یې ورته موسکا راوستې؟
پنځه کاله چې تېر شول، ښايي د دې کیسې تر ټولو دردونکې برخه یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلې پاتې کېدل نه وي؛ د محرومیت عادي کېدل دي؛ دا چې نجونې ورو ورو له کتاب، ټولګي، پوهنتون او د انتخاب له حق پرته ژوند کولو ته عادت شي او ټولنه یې هم د سبا د پوښتنې پر ځای چوپتیا د ژوند د یوې برخې په توګه ومني. د یوې ماشومې لپاره پنځه کاله یوازې د جنترۍ پنځه کاله نه دي؛ پنځه کاله د ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ، پیغلتوب، د شخصیت جوړولو او د راتلونکي د رامنځته کېدو کلونه دي.
هغه نجلۍ چې نن د ښوونځي د دروازې تر شا ولاړه ده، پنځه کاله وروسته به نور پرونۍ ماشومه نه وي؛ هغې به هغه کلونه شاته پرېښي وي چې کولی یې شوای په کې زدهکړه وکړي، پوهه ترلاسه کړي، خورلڼې پیدا کړي، وخاندي، خپله وړتیا ومومي او د ژوند لپاره پرېکړه وکړي. خو په هرې ورځې چې زدهکړې سبا ته ځنډول کېږي، د دغو نجونو د راتلونکي یوه برخه هم ورسره ځنډېږي. راتلونکی داسې څه نه دی چې تل سبا ته وسپارل شي، ځکه راتلونکی له ننه جوړېږي؛ د همدغه کتاب له پاڼو چې نه اړول کېږي، له همدغه قلمه چې په یوه څنډه کې وچېږي او له همدغې نجلۍ چې د پوهنتون پر ځای د کور چت ته ګوري او له ځانه پوښتي: ولې یوازې د نجلۍ په توګه دې د هغو پرېکړو بیه پرې کوم چې هېڅ ونډه پکې نه لرم؟
ښايي کومه ورځ هغوی چې نن د دغه نسل د برخلیک په اړه پرېکړې کوي، له ځانه وپوښتي: له دغو نجونو سره مو څه وکړل؟ خو پر هغې ورځ به هېڅ ځواب او هېڅ بښنه ونه شي کړلی چې له لاسه وتلي کلونه، نالوستل شوي کتابونه، تش ټولګي او خاموش ارمانونه بېرته را وګرځوي.
زه لا هم نه غواړم ومنم چې د افغان نجونو کیسه دې په چوپتیا، په کور کې په بندیوانۍ او هېرېدو پای ته ورسېږي؛ ځکه لا هم باوري یم چې د هرې هغې نجلۍ په زړه کې چې نن له ښوونځي لرې پاتې، یوه رڼا شته؛ داسې چې که د ساه اخیستو فرصت ومومي، کولی شي ډېرې تیارې شاته کړي او د یوې کورنۍ او ټولنې نړۍ روښانه کړي. ښايي د یوې کوچنۍ نجلۍ قلم ظاهراً له یوه عادي قلمه ډېر څه نه وي، خو همدا کولی شي یو ورځ د یوې کورنۍ، یوې ټولنې او ان د یوه نسل برخلیک بدل کړي.
باوري یم چې موږ هغو نجونو ته اړتیا لرو چې ډاکترانې شي، څو د خلکو درد ټکور کړي؛ ښوونکې شي، څو د پوهې څراغ بل وساتي؛ انجنیرانې شي، څو ویجاړي ورغوي؛ قاضیانې شي، څو عدالت وپېژني؛ او هنرمندانې شي، څو د یوې ستړې ټولنې روح بېرته له ژوند سره وتړي؛ نه داسې نسل ته چې خپله ټوله وړتیا یې د محدودیتونو په منځ کې د ژوندي پاتېدو په هڅه ولګېږي.
باوري یم چې ښايي تېر پنځه کاله له جنترۍ غلا شوي کلونه وي، خو اجازه نه ورکوو چې باور او هیلې راڅخه د غلا شوو کلونو په نوم بدل شي. د افغانستان په نوم د یوې جغرافیې نجونې حق لري داسې راتلونکی انځور کړي چې خپل برخلیک په خپله ولیکي، نه دا چې هر سهار خپلې سترګې هغې سبا ته وغړوي چې بیا یې هم ژمنه بلې ورځې ته ځنډول شوې وي. ښايي لا هم ناوخته نه وي؛ ښايي لا هم وکړای شو یوه دروازه پرانیزو، یو کتاب بیا د یوې نجلۍ په لاس کې کېږدو او موسکا یې بېرته پر شونډو راولو چې کلونه کېږي د ښوونځي د تړلو دروازو تر شا پاتې ده. د وطن د نجونو راتلونکی مې دې د نن قرباني نه شي؛ ځکه باوري یم چې کله د یو نسل راتلونکی ترې اخیستل کېږي، په حقیقت کې د یوه هېواد د راتلونکي یوه برخه هم ورسره خښېږي.





