۸صبح، کابل: د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې محدودیتونه پراخ شوي او بنسټیزی ازادۍ لا هم له جدي بندیزونو سره مخ دي.
دغه بنسټ جمعه د وږي پر ۲۷مه د یوه راپور په خپرولو ویلي چې طالبانو د یو لړ فرمانونو، لارښودونو او قوانینو له لارې خپل حکومتي جوړښت پراخ کړی دی.
د راپور پر بنسټ، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، اعتراض کوونکي او د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو په ګډون چارواکي لا هم له خپلسرو نیونو، اوږدمهاله بند، شکنجې او نورو ناوړو چلندونو سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې د درو وهلو او اعدامونو په ګډون د بدني مجازاتو لړۍ لا هم روانه ده او په ځینو مواردو کې له هغو قضايي بهیرونو وروسته عملي کېږي چې د عادلانه محاکمې له معیارونو سره واټن لري.
دغه بنسټ زیاته کړې چې قومي او مذهبي ډلې لا هم له تبعیض او هدفي تاوتریخوالي سره مخ دي.





