• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ښځو د محرومیت پټې پایلې؛ نجونې څنګه د طالبانو په لومه کې لوېږي؟

امین کاوه امین کاوه
۱۴ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788595335]
AP

AP

د ۸صبح یوې ځایي همکارې له یو شمېر هغو نجونو سره خبرې کړې دي چې په کابل کې د طالبانو د ځینو قوماندانانو په لومه کې لوېدلې دي. دغه نجونې چې د سختې بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له سختو شرایطو سره مخ دي، وايي چې د ناچارۍ له امله یې د واده په موخه له طالبانو سره اړیکو ته غاړه ایښې ده. دوی وايي، د طالبانو ځینې کسان د واده په نوم نجونې ګواښي چې اړیکې ورسره ټینګې کړې او که هغوی مخالفت وکړي، دوی یا یې د کورنۍ غړي هم په مرګ ګواښي.

مریم (مستعار نوم) له هغو نجونو ده، چې په کابل کې د طالبانو له یوه قوماندان سره د واده پر ژمنې غولېدلې ده. نوموړې له دغه طالب غړي سره یې څو ځله ګوري؛ خو په وروستۍ کتنه کې د تورو ښېښو په یوه موټر کې سپرېږي چې د نوموړې په وینا، بخت یې «لا توروي.»

دغه نجلۍ وايي: «له دې طالب سره مې څو ځله نور هم کتلي دي. هر ځل به یې د واده لپاره ښې ښې ژمنې کولې او بد چلند یې نه کاوه، خو دا ځل یې ماته لاس راواچوه. وروسته یې ګواښ وکړ چې که یې خبره ونه منم، زه او د کورنۍ غړي به مې ووژني.»

مریم له دې پېښې وروسته خپه شوې او له سخت رواني فشار سره مخ ده. نوموړې څو ځله خپل لاسونه په چړې ژوبل کړي، خو د خورلڼو له خوا یې ډاډګیرنې هغه له ځان‌وژنې راګرځولې ده. کورنۍ یې له دې پېښې خبره نه ده او که پرې خبره شي، ښايي دا نجلۍ ووژني. د نوموړې د رواني او ظاهري حالت له لیدلو هم څرګندېږي چې په خراب وضعیت کې ده او لاسونه یې لاهم ژوبل دي.

دغه راز، شاوخوا یوه میاشت وړاندې یوه بله تنکۍ نجلۍ چې د اقتصادي ستونزو له امله په کابل کې د یوه طالب قوماندان سره د واده په موخه اړیکه نیسي، د دغه طالب غړي له خوا بې‌هوښه کېږي او دوه ورځې وروسته خپل کور ته ستنول کېږي.

د ۸صبح هغه ځایي همکاره چې له دې نجلۍ سره یې خبرې کړې دي، د نوموړې کیسه داسې بیانوي: «هغه د طالب موټر ته ختلې وه. هلته نشه‌يي مواد ورکړل شوي او بې‌هوښه شوې ده. دوه ورځې وروسته یې د کور دروازې ته راوسته او پرې یې ښوده. کورنۍ نه شي کولای دا کیسې له چا سره شریکې کړي؛ هېڅ داسې اداره نشته چې د خلکو پوښتنه وکړي. کله چې څوک خپل غږ پورته کړي، وژل کېږي او ګواښل کېږي. دغه راز، خلک د ټولنیزو فشارونو له امله هر جرم په یوازې ځان زغمي، څو نوم یې بد نه شي.»

پریما (مستعار نوم) چې د ۸صبح له نورو همکارانو ده، وايي: «څه موده مخکې د ملالۍ روغتون ته تللې وم. یوه ۱۲ کلنه نجلۍ یې راوستې وه او ویل یې چې سوالګري یې کوله. طالبانو هغه په زور یا د مرستې په پلمه په موټر کې سپره کړې او له ځان سره یې بیولې وه او پر هغې یې ډله‌ییز جنسي تېری کړی و. حالت یې ډېر خراب و، ډاکټرانو ځواب ورکړی و او مور یې ژړل.»

د ۸صبح هغې ځایي همکارې چې دغه قضیې یې تعقیب کړې دي، وايي چې له ۱۶ تر ۲۰ کلونو عمر لرونکې نجونې تر ډېره د طالبانو په لومه کې لوېږي. د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د دغو نجونو د اړیکو لاملونه پراخه بېوزلي، بېکاري، له زده‌کړو محرومیت او د طالبانو د جنګیالیو د وضعیته په تړاو د دوی د کافي پوهاوي نشتوالی دي. هغه وايي: «د ډېرې مجبورۍ له امله له طالب سره دوستي کوي. بېوزلي او بېکاري دومره زیاته ده چې هېڅ نجلۍ نه شي کولای د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم پوره کړي.»

د کابل په شهرنو کې یوه نجلۍ له ۸صبح سره په خبرو کې وايي: «د نجونو وضعیت ډېر خراب دی. اوسمهال د نجونو لپاره حجاب لرل یا نه لرل مسأله نه ده؛ مسأله ډوډۍ ده. هېڅ نجلۍ نه ډوډۍ لري او نه ارامي. ټولې د مجبورۍ له امله داسې کارونه کوي چې ان خپله یې هم تصور نه شوای کولای.»

دغه نجلۍ زیاتوي: «طالبان په عیاشۍ او مستۍ کې دومره ډوب دي چې ان کتل یې هم انسان ته وېروونکي دي. د دوی له کتلو داسې احساس کوئ لکه انسان چې خوري. ځینې کسان وايي چې د طالبانو په راتګ سره ټولنه اصلاح شوې ده؛ که عام خلک د طالبانو له وېرې چوپتیا غوره کوي، ایا دا په دې مانا ده چې فساد نشته؟ هېڅوک نشته چې د طالبانو له خوا د نجونو د ځورونې او ناوړه چلند پر وړاندې ودرېږي. طالب نجونو ته د ښکار په سترګه ګوري.»

د راپور موندنې ښيي چې په هېواد کې د  ښځو او نجونو پر زده‌کړو ، تحصیل او کار د لګېدلي بندیز له امله د ښځو او نجونو اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی او له پراخې بېوزلۍ سره مخ شوې دی؛ تر دې چې ځینې یې اړې شوې دي څو ان د طالبانو له جنګیالیو سره هم ناغوښتل شویو دونو ته غاړه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې په ګڼو راپورونو کې موندلې وه چې له زده‌کړو او کاره د ښځو محرومیت ځینې کورنۍ اړې کړې دي څو خپلې لوڼې جبري او له وخته مخکې ودونو ته مجبورې کړي.

له نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې د ۸صبح یو څېړنیز راپور ښيي، طالبان د ښځو د نیولو پر مهال په زندانونو او توقیفځایونو کې د پوښتنو ګروېږنو په پلمه پر هغوی جنسي تېری کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.