په هېواد کې یو شمېر د زړه ناروغان او د هغوی کورنۍ د درملنې له لوړ لګښته شکایت کوي. دوی وايي، د درملو لوړه بیه، د معایناتو او عملیاتو لوړ لګښت او د متخصصو ډاکټرانو کمښت د زړه ناروغانو درملنه له ستونزو سره مخ کړې ده. د دوی په وینا، د پاکستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته د زړه د ځینو درملو بیې لوړې شوې او یو شمېر اړین درمل په بازار کې نه موندل کېږي. دوی زیاتوي چې د مالي بې وسۍ له امله ځینو ناروغانو د خپلو درملو کارول کم کړي یا یې درملنه ځنډولې ده. دوی همداراز وايي چې د درملنې د لګښتونو د لوړېدو او شته ستونزو له امله یې د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره پور اخیستی یا یې خپلې شتمنۍ پلورلې دي.
دغه ناروغان او د هغوی کورنیو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په یو شمېر ولایتونو کې د زړه د متخصصو ډاکټرانو کمښت او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د مجهزو روغتیايي مرکزونو نشتوالی د خپلو نورو ستونزو په توګه یادوي. دوی زیاتوي چې د تخصصي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې په کابل یا نورو ولایتونو کې محدودو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي چې له امله یې د دوی ډېر وخت نیسي او لګښت یې زیاتېږي.
د کابل اوسېدونکی حسن چې خپله هم د زړه پر ناروغۍ اخته دی، د زړه د ناروغیو د درملنې پر لوړ لګښت او د ځینو اړینو درملو پر کمموندل کېدو اندېښنه څرګندوي. هغه وايي چې د درملنې د لګښتونو لوړېدو او د درملو په موندلو کې سختۍ له ستونزو سره مخ کړی دی.
حسن وايي: «د هغه ناروغ لپاره چې د زړه له ستونزې سره ژوند کوي، درملنې ته لاسرسی ډېر مهم دی. ډېر ناروغان هغه مهال روغتون ته مراجعه کوي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی وي، خو کله چې د معاینې، درملو او عملیاتو له لوړ لګښت سره مخ کېږي، د ورکړې توان یې نه لري. ځینې کورنۍ د ناروغ د ژوند ژغورلو لپاره پور اخلي یا خپلې شتمنۍ پلوري او ځینې ناروغان هم د پیسو د نشتوالي له امله خپله درملنه ځنډوي.»
د غور ولایت اوسېدونکی شکیب وايي، ورور یې د زړه پر ناروغۍ اخته دی او کورنۍ یې د مجهز روغتیايي مرکز د نشتوالي او مالي بې وسۍ له امله د هغه درملنه درولې ده. هغه زیاتوي چې په غور کې د زړه د ناروغیو، په ځانګړې توګه د زړه د سوري د تشخیص او درملنې لپاره اړینې اسانتیاوې محدودې دي.
شکیب وايي: «که یو ماشوم د زړه په سوري ناروغۍ اخته وي، کورنۍ یې د درملنې د لګښت ورکولو توان نه لري او په غور کې هم پر مختللې اسانتیاوې نشته. که د دغو ناروغانو د درملنې لپاره همکاري وشي، د هغو کورنیو لپاره چې مالي توان نه لري، ډېره لویه مرسته به وي.»
د غور بل اوسېدونکی ګل محمد وايي، په دغه ولایت کې د زړه ناروغان د تخصصي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي چې کابل یا هرات ته مراجعه وکړي. هغه زیاتوي چې په غور کې د طبي اسانتیاوو نشتوالی د درملنې پر لګښتونو سربېره د ناروغانو او د هغوی د کورنیو د سفر او استوګنې لګښتونه هم زیاتوي.
ګلمحمد وايي: «موږ په غور کې داسې معتبر روغتون نه لرو چې د زړه د ناروغۍ درملنه پکې وشي. که د زړه ناروغ ولرو، اړ یو چې د درملنې لپاره کابل یا هرات ته ولاړ شو؛ خو سختې لارې او د سفر لګښت پر کورنیو ډېر مالي فشار راولي. په ولسوالیو کې هم تخصصي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر محدود دی.»
د کندوز اوسېدونکی عتیق وايي، د هغو کورنیو لپاره چې کافي عاید نه لري، د زړه د عملیاتو لګښت خورا ډېر دی. هغه زیاتوي چې د ده یو نږدې خپلوان د زړه عملیاتو او د فنر لګولو ته اړتیا لرله، خو کورنۍ یې د درملنې د لګښت ورکولو توان نه درلود.
عتیق وايي: «څه موده وړاندې موږ په کندوز کې په یوه خصوصي روغتون کې یو ناروغ درلود چې د زړه عملیاتو ته اړتیا یې لرله، خو د لګښت ورکولو لپاره یې پیسې نه لرلې. د هغه د عملیاتو لګښت نږدې ۲۰۰ زره افغانۍ کېده او په زړه کې یې د سټنټ یل فنر لګولو ته اړتیا وه. یو بل ناروغ هم پېژنم چې د زړه عملیات یې کړي وو، خو د هغو لګښتونو د ورکولو توان یې نه درلود.»
د کابل بله اوسېدونکې زینب چې پلار یې د زړه پر ناروغۍ اخته دی، وايي د پاکستان د سوداګریزې لارې تړل کېدو او له دغه هېواده د درملو د وارداتو درېدو د زړه د ځینو درملو بیې لوړې کړې او د خپل پلار د اړینو درملو برابرول یې ورته ستونزمن کړي دي. هغه زیاتوي چې پلار یې مخکې د خپل یو ډول درملو لپاره ۷۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس د نیمایي هماغو درملو لپاره شاوخوا ۲۵۰ افغانۍ ورکوي.
زینب وايي: «په ټوله کې د درملو بیې ډېرې لوړې شوې دي. پلار مې مخکې د خپل یو ډول درملو لپاره ۷۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس د نیمايي هماغو درملو لپاره ۲۵۰ افغانۍ ورکوي. پاکستاني درمل لږ واردېږي او ځینې هغه درمل چې له غیررسمي لارو واردېږي هم راټولېږي. په ډېرو مواردو کې د زړه درمل نه موندل کېږي او پلار مې اړ کېږي چې د موندلو لپاره یې نورو ځایونو ته ولاړ شي. هر کله چې درمل پیدا کړي، له خپلې اړتیا یې ډېر اخلي، ځکه وېره لري چې بیا به یې پیدا نه کړي.»
د کابل بل اوسېدونکی صابر وايي، ځینې د زړه ناروغان څو پړاوه درملنې ته اړتیا لري، خو د هر پړاو لګښت د کورنیو لپاره ډېر تمامېږي. هغه زیاتوي چې مور یې د زړه د رګ د ۶۰ سلنې بندښت له امله څو پړاوه درملنې ته اړتیا لرله، خو د لوړ لګښت له امله یې کورنۍ ونه شوای کړای چې د درملنې ټول پړاوونه بشپړ کړي.
صابر وايي: «د مور مې د زړه رګ ۶۰ سلنه بند و او انژیوګرافي مو ورته وکړه. ډاکټر وویل چې باید دوه پړاوه درملنه ترسره کړي، خودا چې مالي توان مو نه درلود، اوسمهال درمل کاروي او هره میاشت شاوخوا څلور زره او ۵۰۰ افغانۍ د درملو لپاره لګوو. زموږ یو ګاونډی هم څو ځله د زړه له حملې سره مخ شوی و. د مور د درملنې لپاره مو پور واخیست او د درملنې یو پړاو مو ترسره کړ، خو د زړه د عملیاتو لګښت ډېر لوړ دی او په ځینو مواردو کې تر دوه یا دوه نیمو لکو افغانیو پورې رسېږي.»
په همدې حال کې، یو شمېر د زړه متخصص ډاکټران د دې ناروغۍ د درملنې لوړ لګښت د ناروغانو له ستونزو بولي او له هغوی غواړي چې د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه د درملو کارول بند یا ونه ځنډوی. دوی زیاتوي چې د درملو بندول یا نامنظم استعمال د ناروغ وضعیت لا خرابولای شي او د ناروغۍ د عوارضو د زیاتېدو خطر لوړولای شي.
د زړه متخصص ایمل موحد وايي، د زړه د ناروغیو درملنه په دوو برخو، درملیزې او جراحي درملنې وېشل کېږي او د درملیزې درملنې لګښت معمولاً له جراحي درملنې کم وي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د متخصصانو او پرمختللو وسایلو د کمښت له امله د زړه ځینې پېچلي عملیات نه ترسره کېږي او ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته استول کېږي.
موحد وايي: «د زړه د ناروغیو درملنه په دوو برخو، درملیزې او جراحي درملنې وېشل کېږي. درملیزه درملنه معمولاً لږ لګښت لري، خو باید د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي؛ په داسې حال کې چې د زړه د جراحۍ لګښت ډېر لوړ دی او ډېر خلک یې د ورکولو توان نه لري. په افغانستان کې د متخصصانو او پرمختللو وسایلو د نشتوالي له امله د زړه ځینې پېچلي عملیات نه ترسره کېږي او موږ اړ کېږو چې دغه ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوو.»
موحد همداراز د درملو نامنظم کارول او په خپله خوښه د هغو بندول د زړه ناروغانو د درملنې په بهیر کې جدي ستونزې بولي. هغه وايي چې د درملو بندول کولای شي ناروغي سخته کړي او په ځینو مواردو کې د ناروغ لپاره جدي پایلې ولري.
د زړه بل متخصص ډاکټر حامد وردګ وايي، د زړه د ناروغیو په اړه د پوهاوي نشتوالی، اقتصادي بېوزلي او د مجهزو روغتیایي مرکزونو نشتوالی هغه عوامل دي چې ناروغان ډاکټر ته ناوخته مراجعه کوي. هغه زیاتوي چې د سینې درد، د زړه د درزا نامنظمېدل، د فعالیت پر مهال ژر ستړې کېدل او د پښو پړسېدل هغه نښې دي چې ناروغان یې باید د لیدلو پر مهال یې هرڅومره ژر چې کېږي روغتیايي مرکز ته ولاړ شي.
وردګ وايي: «ناروغان باید د سینې درد، د زړه د درزا نامنظمېدل او ژر ستړې کېدل بابېزه ونه ګڼي. د دغو نښو د لیدلو پر مهال باید هرڅومره ژر چې کېږي روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي. ډېر ناروغان د اقتصادي بېوزلۍ یا کافي پوهاوي د نشتوالي له امله ډاکټر ته ورتګ ځنډوي؛ په داسې حال کې چې په تشخیص او درملنه کې ځنډ کولای شي ناروغي لاسخته کړي. له بلې خوا، د درملو بندول یا نامنظم استعمال هم کولای شي د درملنې بهیر ګډوډ کړي او د جدي عوارضو خطر زیات کړي.»
د درملنې د لوړ لګښت او په هېواد کې د متخصصو ډاکټرانو د کمښت په اړه د زړه ناروغیو شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو هم د متخصصو ډاکټرانو د کمښت او د افغانستان د روغتیايي نظام د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
له دې سره هممهاله، د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زړه او رګونو ناروغۍ په نړۍ کې د مړینې له اصلي لاملونو دي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۹ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان د زړه او رګونو ناروغیو له امله مړه شوي دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د فزیکي فعالیت زیاتول، د تنباکو پرېښودل، د الکولو د استعمال کمول او د خطر د عواملو کنټرول کولای شي د زړه او رګونو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کم کړي.
خو په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د کره شمېر په اړه معلومات نشته.


