۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی، چې په هېواد کې د جمعې لمانځه د خطبو لپاره موضوع ټاکي او ملا امامانو ته یې وړاندې کوي.
د طالبانو د رسنیو مرکز سرپرست انعامالله سمنګاني یکشنبه ماسپښین د لړم پر ۲۹ نېټه په یوه ټویټ کې د ډې ډلې د حج او اوقافو وزارت له قوله لیکلي چې ټاکل شوې خطبې د طالبانو رژیم د مشرانو له خوا هم تصویب شوې دي.
سمنګاني ویلي، چې د جوماتونو ټول امامان او خطیبان باید په پام کې نیول شوې خطبې د جمعې په لمونځونو کې ووایی او خپل یووالی وښيي.
تر اوسه روښانه نه ده کومې خطبې چې طالبانو د جوماتونو ملا امامانو ته په پام کې نیولې دي، کوم موضوعات پکې شامل دي.
طالبانو له جمعې پنځه ورخې مخکې د جوماتونو د امامانو لپاره خطبې ټاکلې دي؛ وبه لیدل شي چې هغوی په دې خطبو کوم موضوعات په پام کې نیولي دي.