پر ښځو د طالبانو پراخو محدودیتونو د نجونو لپاره ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي. ترهغې وروسته چې دغې ډلې نجونې او ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې کړې او په کور یې کېنولې، اوس په هېواد کې د نجونو «د پلورلو او جبري او کم عمره ودونو» لړۍ چټکه شوې ده. ۸صبح ورځپاڼې له یو شمېر هغو نجونو سره په مرکو کې چې له تحصیل او کار نه د محرومیت له امله جبري او کم عمره ودونو ته مجبورې شوي، موندلې ده چې له ټولو برخو نه د ښځو محرومیت او اېستلو، کورنی تاوتریخوالی، د نجونو پلورل او اجباري او کم عمره ودونو ته هغوی غاړه اېښودل زیات کړي دي. د دې تر څنګ په هېواد کې سپين ږېرو او يو شمېر طالب چارواکو د کورنيو د اقتصادي ستونزو له امله په هېواد کې پیغلو نجونو ته سترګې نیولې او د بېوزلو کورنيو له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کوي او لوڼې یې په نکاح کوي.
تر هغې وروسته، چې طالبانو د ۱۴۰۰ لمریزکال د زمري پر ۲۴ مه، افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوست، د منځنۍ او لیسې دورې ښوونځي یې د نجونو پر مخ وتړل او ښځې یې د کار، سفر او په ټولنه کې د حضور له حقه محرومې کړې. د تېر یو نیم کال په لړ کې دغې ډلې د ښځو پر ضد یو لړ حکمونه صادر کړي، چې د
بشري حقونو د یو شمېر فعالانو په وینا د طالبانو دغه کار د «جنسيتي تبعیض» ښکاره بېلګه ده.
په همدې حال کې یو شمېر ښځو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې، چې په هېواد کې د ټولیز ژوند له برخونو نه د ښځو د بشپړ حذف په برخه کې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو پلي کېدو د کورني تاوتریخوالي، له ښځو سره د ناوړه چلند، د یوه څيز کچې ته د هغوی د راټېټېدو او جبري ودونو زمینه برابره کړې ده.
له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې نجونې او ښځې وايي، له دندو او تحصیل نه محرومیت د دې لامل شوی، چې د خپلو کورنیو ملاتړ هم له لاسه ورکړي. د دوی په وینا، ډيری دغه ستونزې په کور د کېناستو او ناڅرګند راتلونکي له امله دي؛ ځکه چې له کوره نه شي وتلای چې عاید ترلاسه کړي او دا چاره له ښځو نه د خورا ډېرو ناوړه ګټه اخیستو لامل کیږي.
همتا(مستعار نوم) یوه له هغو لسګونو ښځو ده چې د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو له لګولو وروسته یې کورنۍ د ۵۰۰ زره افغانیو په بدل کې په زور واده کړې ده. د هغې په وینا، دا په تاوتریخوالی کې زیږیدلې او له تاوتریخوالي سره لویه شوې او په تاوتریخوالي سره د داسې یو چا کورته وروستل شوې، چې په پام کې ده، یوعمر ژوند ورسره وکړي. دغه نجلۍ وایي: « زه په یوې نرواکې کورنۍ کې زېږېدلې یم، په داسې کورنۍ کې چې د نجلۍ له زېږېدو وېرېده او نجلۍ ته یې په سپکه سترګه کتل.» همتا، چې په دې وروستیو کې د ځان وژنې له هڅې ژغورل شوې، د سترګو له پرانیستلو وروسته یې ځان د اجباري واده په بستر کې لیدلی دی. هغه د خپل ژوند ترخه او دردونکې کیسه لري.
دغه مېرمن چې له ماشومتوبه له تاوتريخوالي سره مخ وه ، هيڅکله يې له مبارزې او هيلو لاس نه دی اخيستی او په وینا یې، هېڅ ستونزې له زده کړو او کار نه د بې برخې کېدو په څېر ماته کړې او د مرګ په تړاو فکر کولو ته نه ده اړه کړې. هغې، چې غوښتل یې «ډاکټره يا پروګرامره» شي، اوس يې له واده څو ورځې تېرې شوې دي. هغه وايي: «زه نور د ژوند لپاره هېڅ هیله نه لرم، ټولې هیلې مې ترخاورې لاندې شوې. ما غوښتل چې ډاکټره یا پروګرامره شم، خو داسې ونه شول. اوس زه د هغه چا ښځه یم چې په پنځه لکه افغانۍ یې پېرلي یم او غواړي چې ژر تر ژره یو ماشوم وزیږوم او د کور مېرمنه شم. نن زه د زړه وینې خورم، ځکه چې د هغه چا ښځه یم چې په پیسو یې پېرلې یم. ځکه چې زه د کار اجازه نه لرم، له درس ویلو مې د تل لپاره لاس اخیستی دی. باید مور شم او ماشوم لوی کړم. نور هېڅ هیله نه لرم. ان ژړلای نه شم. ځکه د خپل زړه د تشولو ځای نه لرم. زه د شل میلیونه هغو نجونو بېلګه یم چې د وزګارېدو او بې وزلۍ له امله مې له هغه چاسره په زور واده کړی، چې نه مې غوښت.»
دا مېرمن چې تر اوسه د اجباري واده له درده نه ده راوتلې، له یوه بل کړاو سره هم مخ شوې ده. هغه وايي: « زما تر خپل درده لوی درد زما د کوچنۍ خور واده دی. هغه لا تر اوسه ۱۸ کلنه شوې نه ده. پلار مې غواړي چې هغه هم په زو واده کړي. پلار مې وايي چې درس او کار نه وي لور نه شم ساتلای.» همتا وايي، که طالبانو نجونې د زده کړو او کار له حقه نه وای بې برخې کړې، نو پلار به يې هېڅکله د پيسو په بدل کې بوډا سړي ته نه وای واده کړې، ځکه چې خپله یې د مور او پلار اړتیاوې پوره کولی شوای.
همتا د خپل ژوند ترخې او دردوونکې خاطرې لري. هغې پر دې سربېره چې د نجلۍ توب له امله ورته په سپکه کتل شوې د خپلې مور د سرطان درد هم زغملی دی او د ښوونځي له دویم ټولګي نه یې غالۍ اوبدل پېل کړي دي. کله چې لږ لویه شوه، د ورځې به یې په ښوونځیو او کورسونو کې تدریس کاوه، څو د خپلې مور درملنه وکړي. دغه ښځه چې د جبري واده قرباني شوې، زیاتوي: « له غرمې مخکې پوهنتون کې وم، له غرمې وروسته مې دوه ساعته په کورسونو کې درس ورکاوه او د شپې مې په یوه روغتون کې د اطلاعاتو په څانګه کې کار کاوه او د میاشتې مې لس زره معاش اخیست او د کور کرایه او د کور لګښتونه پوره کېدل. غوښتل مې چې پروګرامره شم، خو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې ښځې باید کار ونه کړي او پوهنتون ته ولاړې نه شي، هغه هلک چې پلار مې ترې پیسې اخیستې وې، د شپې راغی او ویې ویل چې واده کوو. هغه شپه ما د اعصابو ګولۍ چې ډاکټر زما مور ته ورکړې وې، وخوړې. ځکه چې بله لاره نه وه. ما دوه پاکټه ګولۍ وخوړې او غوښتل مې چې مړه شم، خو ونه توانیدم او په روغتون کې مې یې ژوند وژغوره.» هغه د ساړه اسویلې په کولوسره زیاتوي: «که طالبان نه وای راغلي، پلار به مې هېڅکله بې کاره شوی نه وای. که طالبان نه وای راغلي، اوس مې کولای شوی چې زده کړې وکړم، پوهنتون ته لاړه شم او ښه دنده ترلاسه کړم، پنځه لکه روپۍ وګټم او له هغه چا سره واده ونه کړم چې نه یې پېژنم او نه یې غواړم، له هغه ځوان سره به مې واده کړی و چې مینه مې ورسره لرله. خو ټولې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې.»
شمسیه (مستعار نوم) یوه ۱۷ کلنه نجلۍ ده. هغه چې په دې وروستیو کې له غزني ولایته کابل ته راغلی ده. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: « یوه اوونۍ مې د کانکورازموینې د چمتووالي کورس ولوست، چې کورسونه وتړل شول. سږ کال چې د دولسم ټولګي له نجونو ازموینه واخیستل شوه، خوشاله وم چې ښايي د کانکور ازموینه ورکړم، له همدې امله کابل ته راغلم. پیسې مې نه درلودې، خو د کال په اوږدو کې مې خامک وګنډل او پیسې یې ټولې کړې، پنځه زره افغانۍ شوې او کابل ته راغلم.»
شمسي له زده کړو او تحصیل سره مينه لرله چې په دومره لږو پيسو يې لویه سودا کړې. د دې لپاره چې په کابل کې د خپلې لنډې استوګنې لګښت پوره کړای شي، د خپل یوه خپلوان کور ته تللې چې د کوټې کرایه او د کورس لګښتونه سپما کړي. ۱۷ کلنه شمسیه وايي: « له پنځو زرو نه درې نیم زره یې د کورس فيس شو، پاتې نور یې له ماسره پاتې شوې. اوس کورس هم تړل شوی، زه کور ته نه یم تللی. پلار مې ټیلفون وکړ چې اوس کورس تړل شوی، نور درس نه شي لوستلای، کور ته راشه چې یو څوک دې د غوښتلو لپاره راغلی دی. زه هغه نه پیژنم، خو ما اوریدلي چې هغه شاوخوا څلویښت کلن دی.»
هغه وايي چې پاتې کېدو او تللو ته زړه نازړه ده. ځکه چې هغه نور په کابل کې د اوسېدو لپاره پلمه نه لري او د ښه راتلونکي ټولې هیلې یې پرمخ تړل شوې دي. هغه، چې له قانوني پلوه ماشومه ګڼل کیږي او اوس د طالبانو د بندیزونو له امله د ژوند له سختو حالاتو سره مخ ده، وايي، هغه سړی چې کورنۍ یې ورته په پام کې لري، عمر ته په کتو یې ښایي بله ښځه ولري.
شمسي زیاتوي: «پلار مې وايي چې ته زده کړه نه شې کولای، باید واده وکړې. تر اوسه یې څو ځلي زنګ راوهلی چې راشه. زه انتظار یم چې کورس ولولم. زه نه غواړم واده وکړم، زه غواړم چې زده کړې وکړم؛ خو ګورم چې هېڅ لاره نشته. زه نه غواړم له هغه سړي سره واده وکړم. زه غواړم چې درس ووایم، څه باید وکړم؟ ټولې لارې بندې دي. مور مې هم زما د پلار خبره کوي چې نجونې له کوره د وتلو او درس ویلو اجازه نه لري، ولې باید په کور کې پاتې شي؟ زما ژوند تباه کیږي. که دا واده راباندې په زور وکړي، څوک هم نشته چې غږ مې واوري. موږ بدمرغه یو، هیله لرم چې په ژوند کې له دغې ترخې او وحشتناکې پیښې سره مخ نه شم او وکړای شم درس ووایم.»
سمیرا( مستعار نوم) یوه له هغو نجونو ده چې د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د طالبانو د یوه قوماندان له خوا ورته د واده وړاندیز شوی دی. هغه چې ان نه غواړي چې کورنۍ یې خبره شي، وايي: « کله چې زما مور او پلار وضعیت ولید، طالبانو ته یې وویل چې زموږ لور کوژدنه ده. د طالبانو قوماندان وویل موږ خبر یو چې کوژدنه نه ده، هغه باید له یوه مجاهد سره واده وکړي، په دنیا او آخرت کې به نېکمرغه وي. زما مور او پلار سمدلاسه زموږ له یوه خپلوان سره زما کوژده وکړه. او له هلک نه یې لیک واخیست چې د درس او تحصیل زمینه به راته برابروي. خو اوس چې ګورم هیڅ امکان نشته. له طالبو نه خلاصون زه د داسې سړي په منګولو کې اچولی یم چې هېڅکله مې یې تمه نه لرله.
بلخوا د بشري حقونو فعالان په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لګول کېدو د غندلو ترڅنګ طالبان د هېوادوالو د بشري حقونو پر نقض تورنوي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست نعیم نظري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: « له بده مرغه د طالبانو نامشروع واکمنۍ او د طالبانو د تنګ نظرو سیاستونو او پالیسیو پلي کېدو د ښوونځیو، کورسونو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي. د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره یې کاري فرصتونه محدود کړي دي او د روښانه راتلونکي هیلې یې مړاوې کړي دي.»
په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« انسانان په هره ټولنه کې ارزښت لري او د دې ارزښتونو معیارونه تر ډېره ښوونیز، مالي، سیاسي او فرهنګي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو ظاهري ښکلا ده. په ډیرو ټولنو کې هغه ښځې چې تعلیمي او مالي سرچینو ته لاس رسی نه لري د ځوانۍ او ظاهري ښکلا له مخې ارزښت لري او په ټولنیزو تعاملاتو کې له ګران بیو څېزونو ګڼل کیږي او په اسانۍ سره د یوه جنس په څیر تبادله کیږي. له بلې خوا، ښځې د خپل تعلیمي او اقتصادي حیثیت په لاسه ورکولو سره، د دویمې درجې پر انسانانو، شیانو او شتمنۍ بدلیږي او د خپل برخلیک ټاکلو حق له لاسه ورکوي. پوهه او مالي سرچینې د قدرت اساسي عوامل دي او هر څوک چې له دغو دوو بې برخې شي، څنډې ته کیږي.»
په اتریش کې د افغانستان سفیره ټینګار کوي:« د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغان ښځو خپل ټول حقوق له لاسه ورکړي، په کور کې پاتې شوي او خپل عاید او ټولنیز حیثیت یې له لاسه ورکړی دی. هغه قوانین، بنسټونه او جوړښتونه چې د ښځو د مطالعې او کار ملاتړ یې کاوه په بشپړه توګه له منځه تللي او نه یوازې طالبان، بلکې یو شمېر نور کسان هم چې په یو ډول د طالبانو د فکر پلوي دي، د ښځو له مقاومت او اعتراضه ملاتړ نه کوي او غوره ګڼي چې ښځې د کوروالۍ په دودیز رول کې بندې وي او د ټولنې، سیاست او کلتور نه په بشپړه توګه حذف شي.»
مېرمن باختري څرګنده کړه:«افغانستان یو دودیز هېواد دی او په ټولنیزو اړیکو او تعاملاتو کې واده د ژوند بنسټیزه اصل ګڼل کېږي. یو پخوانی متل چې د ټولنې روح منعکسوي دا دی چې « نجلۍ د خلکو مال دی». په بله وینا ، د ټولنې ټولیز شعور په ټولنه کې د ښځې کار نه مني او هغې ته د مور په توګه ډیر ارزښت ورکوي. د افغانستان په دودیزو او قومي مناسباتو کې په بدو کې د نجونو ورکړه، پېر او پلور او له وخته مخکې او نابرابر ودونه اوږده مخینه لري او طالبان د دغه خونړي او جنایتکار تاریخ پر اوږدو د شرم بار دی. په ځانګړې توګه اوس او په داسې فضا کې چې د هیلو دروازې تړل شوي، په ډیری کورنیو کې ښځې د پېر او پلور په شیانو بدلې شوې دي. کله چې ډیری کورنۍ ویني چې لوڼې یې نور ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي او په راتلونکي کې به عاید هم ونه لري چې ارزښت یې لوړ شي، دا اسانه ده چې د واده وړاندیز ومني. بې وزله کورنۍ د خپلو لوڼو ودول او پلورل اقتصادي سرچینه ګڼي. کوچنۍ نجونې د څېزونو په څېر پلورل کیږي، اجباري ودونه، د ماشومانو ودونه او له نجونو ناوړه جنسي ګټه اخییسته مخ په زیاتیدو ده.»
په اتریش کې د افغانستان سفیره وایي:« که دا وضعیت دوام وکړي، په میلیونونو نورې نجونې به د نارینه وو په خدمت کې د دویمې، دریمې، څلورمې میرمنې او مینځو په توګه د نارینه وو د جنسي ګټې اخیستنې او استثمار قرباني شي. په اصل کې د دې یو مهم لامل چې طالبانو د ښځو د پرمختګ امکانات او فرصتونه له منځه وړي، د خپلو جنګیالیو لپاره د غیر مساوي ودونو د زمینه برابرول دي. دوی په دې ښه پوهیږي چې یوه لوستې او پوهه نجلۍ به یو بې تعلیمه او له تمدن لېرې ملا او طالب د خپل مېړه په توګه ونه مني، نو د دوی ټولې تګلارې د ښځو د استعدادونو د کمزوري کولو او د کورنیو له بې وزلۍ نه د ناوړه ګټې اخیستو په موخه دي.
بې له شکه، د ښځو د موقف او حقونو په تړاو د خلکو دودیز او کلیشه يي نظر هم د طالبانو د غیر انساني تګلارو په ګټه تمامیږي. دا باید له پامه ونه غورځول شي چې په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې طالبان او نور زورواکي ځوانې او تنکۍ نجونې په ډیرې زړورتیا او د ټوپک په زور په نښه کوي او کورنۍ یې له ناچارۍ ورسره مني.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د فارياب ولايت يوه ديني عالم مولوي نبي غفوري په يوې ولسي غونډه کې له طالبانو سره د نجونو د ودونو په تړاو ویلي دي، چې يا د ملا ښځه اوسئ يا د ملا غوا.» په یوه ویډیډیو کې چې سیمه ییزو سرچینو د سې شنبې په ورځ د مرغومې په ۶مه ۸صبح ته رالېږلې، دغه ملا په هېواد کې د ښځو پر وضعیت خبرې په حال کې دی او نجونې هڅوي چې له طالبانو سره واده وکړي.
د هغه تر څنګ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د نجونو د تحصیل د بندیدو او د پوهنتونونو د دروازو د تړلو له اعلان وروسته ویلي دي، چې په اسلام کې د ښځې نفقه په نارینه باندې فرض ده او «سلیم عقل» دا حکم کوي چې سړی باید کار وکړي نه ښځه. د ده په اند که نارینه کار کوي، ښځو ته د کار کولو اړتیا نشته. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شمس الدین همایون په یوه اونۍ کې دوه ځلې واده کړی دی.
ندیم دغه راز ویلي دي، چې دا د ښځو لپاره «بې عزتي» ده چې ښوونځیو، کلپونو او تفریحي ځایونو ته ولاړې شي. هغه د جمعې په ورځ، د مرغومې په مه۱۶په یوه ویډيو کې ویلي چې جمهوریت د «ښځو سپکاوی» ته لاره هواره کړې وه او طالبان به دې «بې عزتۍ » ته دوام ورنه کړي. ندا محمد ندیم زیاته کړې:«که زه یوې ښځې ته اجازه ورکړم چې په ادارو کې کار وکړي، بې حجابه وي، پارک ته ولاړه شي، سپورت وکړي، نو خدای، مسلمان ملت او علماوو ته به څه ځواب ورکوم؟»
د طالبانو له خوا پر ښځود سختو بندیزونو په لړ کې د منځني او لیسې دورې ښوونځیو، پوهنتونونو، حمامونو، ورزشي کلپونو او تفریح ځایونو دروازې د ښځو پر مخ تړل شوې او ښځې د زده کړې، تحصیل، کار او سفر له حقه محرومې شوې دي. د ښځو او بشري حقونو ګڼو شمېر فعالینو له ښځو سره د طالبانو چلند د «جنسي تبعیض» یوه ښکاره بېلګه بللې ده.