د طالبانو له خوا د یو شمېر ولسوالیو سقوط او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کېدل د دې لامل شوي چې زرګونه ولسي پاڅونوال په بېلابېلو ولايتونو کې د امنیتی ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او له خپلو سیمو ساتنه وکړي.
په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت يو ځل بيا له خلکو وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي د چنګاښ په پینځمه نېټه اعلان وکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اصلي خاوندان د افغانستان خلک دي. ښاغلي محمدي زياته کړه: «له ټولو هېوادوالو يو ځل بيا غواړم چې له دفاعي او امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.» هغه همداراز وويل چې امنيتي ځواکونه د افغانستان د پياوړتیا او ځواک ستنې دي او دغه ستنې به د خلکو په ملاتړ سره دوامداره پاتې شي.
دفاع وزارت په داسې حال کې له خلکو د امنيتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه کړې چې اوسمهال په بېلابېلو ولسواليو کې زرګونه ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
طالبانو په وروستيو اونيو کې خپل بریدونه په بې مخينې توګه زیات کړي دي. اوسمهال له شلو زیاتو ولايتونو کې جګړه روانه ده. په ولسواليو کې د جګړې پراخوالی د دې لامل شوی چې دولت او خلک له ولسي پاڅونوالو په پراخه کچه هرکلی وکړي، خو دا اندېښنه شته چې د جګړې له سړېدو وروسته ولسي پاڅونوال په سمه توګه مديريت نه شي. خو دفاع وزارت وايي چې د ولسي پاڅون کوونکو د مديريت لپاره منظم پروګرام لري.
د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان وايي چې ولسي پاڅونوال په هېڅ ډول جرمي مخینه نه لري او له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي. ښاغلي امان زياته کړه: «د دوی هدف نېک دی، له ځان او هېواده د ساتنې په پار يې وسلې پورته کړې، په دوی کې ډېری ځوانان او لوستي وګړي دي؛ هغه کسان دي چې په دولت او خصوصي بنسټونو کې يې کار کاوه.» د دفاع وزارت د مرستيال وياند په وينا، په تخار کې يو شمېر ديني عالمان هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ درېدلي او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.
فواد امان څرګنده کړه چې ولسي پاڅونوال د امنيتي بنسټونو په مديريت سره فعاليت کوي او په راتلونکې کې د هغوی د فعاليت په تړوا هېڅ اندېښنه نشته.
د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پيل شو او حکومت يې هرکلی وکړ. د جګړې په پراختیا سره اوسمهال په هرات، تخار، بلخ، ارزګان، بغلان، فارياب او جوزجان ولايتونو کې ولسي وګړو وسلې پورته کړې او د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پرخلاف جګړه کوي.
د دغو ځواکونو مشري او نظم تر ډېره د پځوانیو جهادي قوماندانو پر غاړه دی. په شمال کې د دې چارې مسؤليت د ولسمشر د مخکيني مرستيال مارشال عبدالرشيد دوستم، د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، د ولسمشر د سلاکار او د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق او د وحدت نوين ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د بلخ د استازي عباس ابراهيم زاده پر غاړه دی.
دغو شخصيتونو اوس ژمنه کړې چې په خپل ټول ځواک سره د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترڅنګ درېږي.
دفاع وزارت هم اعلان کړی چې ټول د اړتيا وړ وسایل او امکانات به د ولسي پاڅونوالو په واک کې ورکوي.
له بله پلوه، دا اندېښنه هم شته چې که په راتلونکي کې د ولسي پاڅونوالو د اړتيا وړ امکانات برابر نه شي، ښايي ځيني يې هر کار ته لاس واچوي او د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړي. په تېرو وختونو کې داسې راپورونه ؤ چې سيمه ييزو پوليسو په خپلو سيمو کې له خلکو په ناقانونه توګه پيسې اخيستې.
په افغانستان کې د ناټو د ځانګړو عملياتو قوماندانۍ تېر کال په يوه راپور کې د سيمه ييزو پوليسو د ملاتړ پروګرام د پايته رسېدو خبره تائيد کړه. د دغو ځواکونو برخليک تر يوې مودې ناڅرګند ؤ، خو وروسته بيا حکومت هغوی د سيمه ييزې اردو په چوکاټ شامل کړل. خو د وخت په تېرېدو سره به وليدل شي چې د ولسي پاڅونوالو برخليک به څه ډول شي.
د ملي دفاع وزارت مخکينی مرستیال شاه محمود مياخېل وايي چې که د امنيتي ځواکونو ترڅنګ موازي قوت رامنځته شي، نو د دولت په ګټه نه دی. ښاغلی مياخېل زياتوي چې ولسي پاڅون کوونکي بايد د امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې تنظيم شي. هغه همداراز وويل: «طالبانو تر دې دمه د جګړې له لارې څه نه دي ترلاسه کړي، که د سولې مذاکرات دوام ومومي او طالبان د مذاکراتو له لارې مخ ته لاړ نه شي، نو د نظام د نيولو او ساتلو توان هم نه لري.»
د طالبانو پر وړاندې اصلي خنډ ولسي پاڅونوال دي
د اسلامي جمعيت مرستيال احمد ضيا مسعود وايي چې له طالبانو سره جګړه اوږده او پراخه ده. نو په همدې اساس، اړتيا ده چې د جګړې او دفاع په کړنلاره کې هم په مناسب ډول بدلون راشي. د ښاغلي مسعود په وينا، اوس مهال طالبان په دې لټه کې دي چې مهمې ولسوالۍ، لويې لارې، بندرونه او وروسته بيا ولايتونه ونيسي. هغه زياته کړه چې ولسي پاڅون وال د طالبانو ددغه پروګرام پر وړاندې اصلي خنډ دي چې پرخلاف یې پاڅون کړی او له خپلې خاورې ساتنه کوي؛ خو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په چوکاټ کې په دې بڼه د دغو ځواکونو ساتل د تنظيم وړ نه دي. نو له همدې امله بايد زر تر زره «د ځان ساتنې» په نوم نوې اداره رامنځته شي.
ښاغلي مسعود همداراز زياته کړې چې په کليو او ولسواليو کې باید د طالبانو د نفوذ د مخنيوي په موخه په هماغه سيمو کې د جګړې پلان برابر شي او همداراز له کليو تر ولسواليو او له ولسواليو تر ولايتونو د لارو امنيت بايد د پاڅونوالو لخوا ټينګ شي.
د دې ترڅنګ ښاغلی مسعود وړانديز کوي چې ولسي وسله والې ډلې بايد د طالبانو په وړاندې جګړه کې له پوره خپلواکۍ برخمنې وي او د دې ترڅنګ ملي دفاع وزارت بايد د هغوی د اړتياوو او وسایلو مسؤليت په غاړه ولري.


