پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د هنرونو برخه له خورا ناوړه وضعیت سره مخ شوه، له سندرغاړو، موسیقي غږوونکو، د سینما او تیاتر له لوبغاړو نیولې بیا تر انځورګرانو او رسامانو پورې ټولو هنرمندانو ته هېواد سره تبۍ وګرځېد او په یوې مړۍ ډوډۍ پورې حیران شول.
ګڼ هنرمندان د خپل هنر د پاللو په نیت نورو هېوادونو ته کډوال شول او یو شمېر نورو بیا په کور دننه د هنري چارو د ځوړ له امله نورو کارونو ته مخه کړه.
په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له منفي اغېزو د نورو هنري برخو تر څنګ انځورګرۍ هم زیان لیدلی او ګڼ انځورګران د خپل هنر د ودې او په دې برخه کې د پرمختګ په موخه له هېواده وتلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې دوه کاله تېریږي او دې موده کې د انځورګرانو، میناتورانو او نقاشانو فعالیتونه ډېر کم شوي دي.
عافیه ریشه یوه له هغو انځورګرانو څخه ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته جلاوطنه شوه او ګاونډي هېواد پاکستان ته یې پناه یوړه.
نوموړې وايي، اوسنی حاکمیت، د هنرمندانو ملاتړي بنسټونه په افغانستان کې د انځورګرۍ هنر غوړېدو ته پاملرنه نه کوي او په وینا یې دا حالت د دې سبب شوی چې د انځورګرۍ هنر ورځ تر بلې د ودې پر ځای لا پیکه شي.
هغه وايي: «په اسلاماباد کې موږ د انځورګرۍ کورس ته ځو مګر هلته وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږو، دوی راته وايي نن پولیس راځي، افغانانو پسې ګرځي او نیسي یې، دا حالت د انسان وضعیت نور هم خرابوي.»
عافیه وړاندې وايي: «د روحي سکون د ودې او له انځورګرۍ سره د لېوالتیا په وجه مې دغه هنر ته مخه کړې، کله چې قلم راواخلم او کرښې باسم، روحاً ارامه کېږم.»
دغه هنرمنده زیاتوي چې کورنۍ د دې د هنر ملاتړ کوي خو د دې په وینا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو اېن اېچ سي ار ورسره د نندارتون د جوړولو ژمنه کړې، بل هیچا یې لاسنیوی نه دی کړی.
عبدالرحمان ومان نیازی بل هغه هنرمند دی چې هېواد یې پرېښی دی، نوموړی د پلالې انځورګري کوي، خو د انځورګرۍ هنر د ودې لپاره اوسنۍ هڅې کافي نه بولي.
هغه وايي، پخوا هڅه دا وه چې هنرمندان کټ مټ د کامرې په څېر عکسونه انځور کړي خو زیاتوي، اوس مهال هڅه دا ده چې هنرمندان هغه مسایل راواخلي چې کامره یې له اخیستلو عاجزه ده، د عکاسۍ په اډانه کې نه شي بیانېدلای او تر ډېره رواني مسایل او دروني کیفیتونه وي.
نیازی وړاندې وايي، پخوا که څه هم د هنر ودې لپاره کار کېده او د غوړېدا لپاره یې زمینه برابره وه خو زیاتوي سره له دې هم د انځورګرانو مالي وضعیت ښه نه و.
ومان نیازی د انځورګرۍ په برخه کې د کار د نشتوالي خبره هم کوي او وايي، په ښوونځیو کې د رسامۍ یوازې یو استاد وي او هغه د خپل تقاعد تر پایه همالته وي.
دغه نوموتی هنرمند زیاتوي: «له هنر پوهنځي چې کوم کسان فارغیږي، ډېر لږ یې په خپله برخه کې کار کوي، په خپله برخه کې ورته د کار زمینه نه وي، د خپل مسلک خلاف دندو کې بوخت وي، یو نیم یې په ښوونځیو کې د رسم استاد وي او هغه هم بیا د تقاعد تر پایه خپلې دندې ته دوام ورکوي.»
هغه وايي، دمګړۍ افغانستان کې د انځورګرۍ هنر وده نه شي کولای او د ده په خبره، هنرمند نه شي کولای د چا انځور جوړ کړي، د انځورونو یا تابلوګانو د پلور زمینه نه ده برابره او بله دا چې دغه هنر ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.
ومان نیازي په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ملي ګالرۍ کې د ډېرو هنري اثارو د تخریب په اړه اندېښنه وښوده او دا یې هم وویل چې ددې اثارو ډېری یې غلا شول.
ومان نیازي د ځینو هغو استادانو یادونه هم وکړه چې انځورګرۍ ته یې ډېر کار کړی دی. هغه د عبدالغفور برشنا نوم واخیست چې په مسلکي او فني شکل یې هنر ته پاملرنه وکړه ځینې باارزښته کارونه یې وکړل او اساسات یې کېښودل.
نیازی زیاتوي، په هېواد کې د هنر د ودې لپاره مهمه دا ده چې د اوسني حاکمیت لخوا دغه هنر ته پاملرنه وشي او ارزښت ورکړل شي. دی وايي د هنر د ودې لپاره د دنیا له اوسنیو هنري فعالیتونو خبرېدل او ورسره یو ځای کېدل په کار دي. د ده په وینا، هنرمندان باید د هنر له اوسنیو باریکیو ځانونه خبر کړي او په دې برخه کې د کار لپاره ورته زمینه برابره شي.
تمنا وزیري یوه بله هغه انځورګره ده چې هېواد کې د انځورګرۍ هنر پیکه کېدو ته اندېښمنه ده. نوموړې د دې کار سبب اوسنی حاکمیت بولي.
نوموړې وايي: «اوس هنرمندان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي، دلته خلک او اوسنی حاکمیت د هنر ارزښت په ښه توګه نه درک کوي. تشویق نشته، ملاتړ نشته او د هنر په ارزښت څوک دومره نه پوهیږي. په هرات کې انځورګرانو ته ویل شوي چې د هرات د زلزلې انځورګري مه کوئ، دلته دومره قیودات دي. اوسنی وضعیت مایوسه کوونکی دی او هنر ته پاملرنه بېخي لږه شوې ده.»
تمنا وزیري انځورګري د خپلې روحي درملنې تر ټول غوره لار بولي او وايي، همدې هنر له ژور خفګان وژغورله. نوموړې وايي:«هنر زما په درملنه کې مرسته وکړه، کله به مې چې انځورګري کوله، روحاً به ارامه وم. هنر زما درملنه وه او زه یې له ژور خفګان وژغورلم.»
وزیري زیاتوي، تر تحولاتو وروسته ګڼ هنرمندان له افغانستانه ووتل او په ګاونډیو یا هم نورو هېوادونو کې جلاوطنه شول. نوموړې وايي، جلاوطنه هنرمندان چې په خپله ښه وضعیت نه لري، هغوی به څنګه د هنر ودې ته پام وکړي.
وزیري وايي، د هنرمندانو د ملاتړ بنسټونه دې د جلاوطنه هنرمندانو لاسنیوی وکړي او هنر ته د خدمت په موخه دې له هغوی سره همکاري وکړي.
وزیري د هنر د ودې لپاره ځینې وړاندیزونه هم مطرح کړل او ویې ویل، د انځورګرۍ هنر ملاتړي بنسټونه دې د هنر د ودې لپاره انلاین ټولګي رامنځته کړي، د هنرمندانو تابلوګانې او انځورونه باید وپېرل شي او په نړۍواله کچه ورته نندارتونونه جوړ شي.
گلاب افغان یو بل هنرمند دی، هغه هم د جلاوطنه افغان هنرمندانو وضعیت او د انځورګرۍ هنر ته د نه پاملرنې له کبله اندېښمن دی.
نوموړی وايي، افغانستان کې روانې سیاسي ننګونې پر هنر اغېز لري او په وینا یې د ۲۰۲۱ کال تحولاتو له امله د هنري ازادۍ او د کلتوري بیان په اړه اندېښنې راټوکېدلي دي.
دده په وینا، هنر د بیان وسیله ده، د تېر حکومت پر مهال هنرمندانو له دې لارې ټولنیز او سیاسي مسایل څرګندول.
افغان زیاتوي، د هنري او کلتوري فعالیتونو په تړاو د طالبانو پخوانی دریځ دا اندېښنې راپارولي چې هنرمندان به په ازاده توګه خپل کار ته دوام ورنه کړای شي.
افغان وايي: «طالبانو د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال کلتوري اثار او سمبولونه له منځه یوړل، اوس چې دوی بیا حاکم شوي، هنري فعالیتونو باندې محدودویتونه لګېدلي، موسیقي ته اجازه نشته، پر انځورګرۍ محدودیتونه لګول شوي، هنرمندانو ته د انځوریا مجسمې جوړولو اجازه نشته.»
د نوموړي په وینا، د کلتوري میراثونو مستند کول او خوندي کول، د سیمهییزو هنرمندانو ملاتړ، دوی ته د نندارتونونو جوړول او د هنر زدهکړې ته وده او ورته زمینهسازي د هنر د ودې ښې لارې دي. نوموړی همداراز وايي، هنرمندان دې هنري او تخلیقي ټولنې رامنځته کړي او هلته دې خپل افکار تبادله کړي.
له هېواده بهر د جلاوطنه انځورګرانو د ستونزو په تړاو د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د انځورګرۍ څانګې استاد رفیعالله رسولي وايي، چې دغه هنرمندان دې یوازې پر خپل هنر تمرکز وکړي او خپل هنر ته په ارزښت قایل شي.
دی زیاتوي، هنرمندان دې خپل هنر وپالي، په ظرفیت او کیفیت کار وکړي او دا کار په خپله د هنر ودې ته زمینه برابروي.
رسولي څرګندوي، هغه خلک چې د هنر په ژبه پوهیږي، هنري اثر تحلیلولی شي، هغوی حتما هنرمند پیدا کوي: «زه له همدې لارې خپل احساسات څرګندوم او د تابلو پر مخ یې رسموم. زه بهر کې مخاطبین لرم.»
دی وړاندې وايي: «هنرمندان دې لاس په کار شي، هیڅکله باید ناهیلي نه شي، دوی باید وپوهیږي چې دا جریانونه اوسني نه دي، دا تکراریږي، خپلې هیلې په دولتونو او سیاستونو پسې باید ونه تړل شي، هره ورځ خپل ځان ته او خپل هنر ته کار وکړي.»
د هرات پوهنتون دغه استاد وايي، افغانستان کې له هنر سیاسي استفادې شوې چې دا کار د هنرمند هنر ته زیان رسوي. نوموړی د داخلي او بهرنیو بنسټونو او یو شمېر اشخاصو سر ټکوي چې د هنرمند له اثارو د خپلې ګټې وټې لپاره کار اخلي.
رسولي وايي: « بهرنیو او داخلي بنسټونو کې د هنرمند له اثارو سره ښه وضعیت نه کیږي غلا کیږي، د زرګونو ډالر اثار ورک کیږي. خو دلته هنرمند بد حالت تېروي. که موږ هیلې په دولتونو پورې وتړو موږ به پرمختګ ونه کړو، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له هنرونو سیاسي استفادې شوې دي.»
طالبانو د ۱۹۹۰ لسیزې په دویمه نیمایي کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د انځورګرۍ په برخه کې د انساني انځورونو مخالفت کاوه او دا یې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل باله چې د انځورګرانو په وینا اوس هم ورته عمل تکراروي.
یو بل جلاوطنه انځورګر محمد اقبال ترنک په هېواد کې د انځورګرۍ پر اوسني وضعیت اندېښنه ښيي او وايي، انځورګرانو اجازه نه لرله چې خپل هنر ته کار وکړي او انځورونه جوړ کړي.
دی وایي، دا حالت ددې سبب شو چې ډېری انځورګران خپل هېواد پرېږدي او بهر ته کډوال شي.
ترنک پر هنر د وروستیو تحولاتو د منفي پایلو په اړه وايي، چې خلک یوه ټولنه د هغې له هنر او فرهنګه پېژني چې په خبره یې، دا ستونزه به لا پراخه شي.
ترنک وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د انځورګرۍ ډېر کارځایونه بند شول، ملاتړي بنسټونه وتړل شول، په دې برخه کې کارونه کم شول. دی زیاتوي کابل پوهنتون کې د ښکلو هنرونو پوهنځي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر ډېره سمبوليکه بڼه خپله کړې ده.
ترنک وايي، چې نوموړی په جرمني کې د افغانستان د معاصرو هنرونو مرکز غړیتوب لري او په یاد هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي. د افغانستان د معاصرو هنرونو مرکز مشر راهرو عمرزاد دی. عمرزاد د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ استاد دی.
دی زیاتوي، چې یاد مرکز په جبري کډوالۍ کار کوي او څه موده وروسته به له ایټالوي انځورګرانو سره په ګډه یو نندارتون جوړ کړي. د ترنک په خبره د افغانستان د معاصرو هنرونو مرکز په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شوی، له هغه مهاله یې ګڼ سمینارونه جوړ کړي او دا لړۍ له هېواده بهر هم دوام لري.
ترنک وايي:«هنرمندان بې غرضه خلک دي، د نقد لپاره سالمه لار لري او د خپلو احساساتو د بیان لپاره له دې لارې کار اخلي.» دی زیاتوي، هنرمندان دې ازاد پرېښودل شي څو ډاډه کار وکړي.
ترنک نورو انځورګرانو ته وړاندیز کوي چې خپل احساسات بیان کړي او په خپلو تابلوګانو کې په خپل زړه رسم وکړي.
انځورګران په داسې حال کې د انځورګرۍ راتلونکی تت ګڼي چې اوسنی حاکمیت د انځورګرۍ او نقاشۍ مخالف دی، له دې برخې سره لېوالتیا نه لري او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل یې بولي. روان حالت انځورګران اړوي چې یا له هېواده ووځي او یاهم هنري کارونو ته شا کړي.