د سپیدار ماڼۍ نوی سیاسي نمایش
لیکنه: سپین ګل

تېره اونۍ سپیدار ماڼۍ د طالبانو د یوه نوي سیاسي نمایش شاهده وه. په دغه نمایش کې طالبانو خپل یو شمېر متحدین او لابيګران را ټول کړي وو، رسنۍ یې غوښتې وې او هڅه یې کوله، چې په خپل رژیم کې د ډیالوګ او نظر اوریدو نمایش وړاندې او د بهرنیو فشارونو او معاملو په اساس د ځينو تازه عملي کیدونکو پلانونو لپاره وار دمخه توجیهات برابر او بیا ووایي، چې دا چارې یې په اصطلاح د خلکو په غوښتنه ترسره کړې!
د طالبانو په یاد شوي سیاسي نمایش کې د دوی د ریاست الوزرا سرپرست او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او څو وزیرانو او په اصطلاح نرمو څېرو یې هغه کسان ټول راکړي وو، چې اوږده کلونه د طالبانو په لابيکولو او مدافعې مشهور دي.
په دغه غونډه کې، چې یوه ښځینه ګډونواله یې هم نه لرله، د طالبانو لابيګرانو دوی سره د خپلو پخوانیو ښکاره او پټو همکاریو په یادولو، ټینګار درلود چې طالبان دې نور کسان هم په خپل رژیم کې شامل او د دوی شخصي او ډله ییزې غوښتنې پوره کړي.
طالب لابيګرانو په خپلو ویناوو کې طالب رژیم ته د نړۍ په سطحه د کمساري امنیت(!) د راوستو نومرې هم اعلان کړې، د دوی د رژیم د پياوړي کیدو مشورې یې ورکړې او په نمایش کې یې خپل ممکن نقشونه تمثیل کړل.
د طالبانو په نمایش کې، د دوی خپلمنځي ګیلې – مانې هم ولیدل شوې. د طب یوه استاد، چې اوږده کلونه یې په ټلویزوني بحثونو کې د طالبانو دفاع کوله، د خپلې وینا پر مهال، د طالبانو د روغتیا له وزیر څخه شکایت وکړ، چې پر خپلو کسانو یې وهلی، تړلی، بندي کړی او ګواښلی دی.
یاد شوی نمایش په ژوندۍ بڼه له ځینو ټلویزونونو خپور او طالب لابيګرانو د خلکو استازو(!) سره د طالب رژیم د ډیالوګ او مفاهمې د لړۍ پيل وباله.
د مولوي کبیر د مطبوعاتو رئیس (قاضي محمدحسن حقیار)، چې د دغه نمایش له تنظیمونکو څخه و، پر ملي ټلویزون د ازاد سیاسي کارپوه په توګه څرګند او ددغه نمایش ښیګڼې بیان کړې. هغه زیاته کړه، چې له دې وروسته طالبان بهرمېشتي افغانان هم غواړي ورته غونډو او بحثونو ته را وبولي.
له دې څرګندیږي، چې طالبان ددغو نمایشونو د پيل لپاره منظم پلان لري او غواړي له دغو نمایشاتو څخه د خپل رژیم د مشروعیت پیدا کولو لپاره د استفادې کوښښ وکړي.
طالبان په دې ډول غواړي وښيي، چې افغانستان یې زندان کړی نه دی، خلک د خبرو اجازه لري، پر دوی زړه نازړه او له اوږدو مدحو وروسته یوه نیمه نیوکه کولای شي، رسنۍ دا نمایشي غونډې خپروی شي او دوی د دې حوصله لري، چې د دغو نمایشاتو لپاره خپل ثابت شوي لابيګران د خلکو د استازو په نوم خپل حضور ته ومني.
له دغو نمایشاتو د طالبانو اصلي هدفونه واضح دي، دوی له یوې خوا غواړي د نړیوالو په فشار او معامله د نجونو د زده کړو او ښځو د کار لپاره خپل بندیزونه نرم کړي، خو په دې یې توجیه کړي، چې دا کار د ورته نمایشي غونډو په پایله کې کوي.
طالبان به په همدې ډول، ښایي ځینې لابيګران او مخلصین یې په خپل رژیم کې شامل او ځينې ماموریتونه وروسپاري او وښيي، چې دغه کسان یې د خلکو د استازو(!) په توګه په خپل رژیم کې شامل کړي او په اصطلاح رژیم یې ټول ګډونه شوی او متنوع شوی دی.
د طالبانو په دغو نمایشاتو نړۍ او افغانان ټول پوهیږي، خو دا د دوی تېروتنه ده، چې فکر کوي ټوله نړۍ د دوی پر دغه تکتیک نه پوهیږي. طالبانو نه هېر دي، چې د درواغو مزل لنډ وي او کوږ بار تر منزله نه رسیږي. طالب مشران او حتا همدغه لابيګران یې باید هم خپل ګرېوان ته سر ښکته کړي، هم دغو نمایشاتو ته د تلو پر وخت پر لارو کوڅو د روانو خلکو څېرې، د سوالګرو لیکې، وهمځپلې فضا او نور وجدان لړزونکي شیان وویني، خجالت وباسي او وشرمیږي، چې ولې او ترکله د یوه محکوم او یرغمل ملت پر برخلیک د خپلو شخصي ګټو او اغراضو لپاره لوبې کوي، دروغ وایي، نمایشات جوړوي او په تورتم، وحشت، استبداد، ذلت، لوږه او دوزخ کې د یوه ملت د ژوند د دوام او بربادۍ زمینه برابروي!