دوبۍ د الکولي څښاکو پر پېرپلور دېرش سلنه مالیه لیرې کړې او د الکولي څښاکو د پلور جواز یې وړیا کړی دی.
دا پرېکړه چې یکشنبې د جنورۍ په لومړۍ نېټه اجرا شوه، هغه انحصار پای ته رسوي چې ډېرو کلونو لپاره د دوبۍ د واکمنې کورنۍ د عوایدو سرچینه وه.
دا ناڅاپي اعلان د نوي زېږدیز کال په لومړۍ ورځ د دوبي دولت اړوند د الکولي څښاکو د دوو شرکتونو له خوا شوی دی.
د الکولي څښاکو د وېش دغه دوه شرکتونه په اماراتو کې د الکولي څښاکو د خپروله ګروپ یوه برخه ده او ظاهراً دا اقدام اماراتو ته د سیلانیانو د ورتلو د زیاتوالي په موخه شوی دی.
د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، حکومتي چارواکو تراوسه دا تصمیم نه دی تایید کړی او په دې هکله یې ددې خبري آژانس د خبریال پوښتنو ته هم ځواب نه دی ورکړی.
دوبۍ له دې مخکې د ورځې په اوږدو کې د زوژې په میاشت کې د الکولي څښاکو د پلور محدودیت لیرې کړی او د کورونا د خپرېدو پرمهال یې د مشتریانو کورونو ته د دغو څښاکو د لېږدولو اجازه ورکړې وه.
دا په داسې حال کې دي چې د قطر د فوټبال نړیوال جام پرمهال چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې ترسره شو، د دوبۍ ډېری شراب پلورونکو د فوټبال مینه وال ځان ته جلب کړل.