۸صبح، کابل: د بغلان په اندراب کې د ملی مقاومت جبهې تر لسو د زیاتو غړو له نیول کېدو دوه ورځې وروسته، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا اعلان وکړ، چې د هغوی له ډلې یو تن د طالبانو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د چهارشنبې په ورځ د ليندۍ پر ۲۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د مقاومت د جبهې جنګیالي کندز ولایت ته لېږدولي او یو تن يې پر لاره په ډزو سره وژلی دی.
دغې شورا طالبان له اسیرانو سره په غیر انساني چلند تورن کړي دي.
د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې طالبان دې مکلف کړي چې د جګړې د اسیرانو ژوند وژغوري.
دغې شورا دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو د لا زیاتو فشارونو او بندیزونو په لګولو سره، له دغې ډلې سره د جنايتکارې ډلې په توګه چلند وکړي.
د يادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې طالبانو د بغلان په اندراب کې په يوه نښته کې د ملي مقاومت د جبهې يو غړى وواژه او د درېيو قوماندانانو په ګډون يې ١٣ نور ژوندي ونيول.