د طالبانو خپلمنځي اختلافات؛ له ۲۱۵ ميوند قول اردو شاوخوا ۳۰۰ طالب جنګيالي وتلي دي

۸صبح، هلمند: هلمند کې ځایی سرچینې وایي، چې شاوخوا ۳۰۰ طالب جنګیالی له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه وتلي دي.

ځایي سرچینو پنجشنبه د ليندۍ پر څلورویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې په هلمند کې د طالبانو قومندانانو له کندهاري طالبانو سره له سپکاوي ډک چلند کړی، چې له امله یې هغوی ۲۱۵ میوند قول اردو پرېښي ده.

یوه ویدیو هم چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلې ښيي، چې طالب جنګيالي د پوځي موټرو له يوه اوږده کاروان سره په هلمند کې د طالبانو له قول اردو وځي.

په دې ویډیو کې یو طالب جنګیالی وايي، دا زرقاوي و، چې مجاهدین یې خوښ او راضي ساتل. ظاهراً زرقاوي په هلمند کې د دې ډلې په قول اردو کې د طالبانو یو ناراضه قوماندان دی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو تر منځ اختلافات بې مخينې نه دي. تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان له دغې ډلې جلا شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button