د هرات د محصلینو غوښتنه: خپلو بامونه ته پورته شئ او «زده کړه زموږ حق دی» شعارونه ورکړئ

۸صبح، هرات: د طالبانو له خوا په هرات کې د ښځو او نجونو د اعتراضونو له ځپلو وروسته، محصلینو ددغه ولایت اوسېدونکي لاریون ته رابللي دي.

د هرات محصلین شنبې د مرغومي په درېیمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې یو شمېر دغو محصلینو په هرات کې تصمیم نیولی چې نن شپه اته بجې د خپلو کورونو بامونو ته پورته شي او د «زده کړه زموږ حق دی» شعار په ورکولو د طالبانو خلاف اعتراض وښيي.

دغو محصلینو د هرات ښځو او نارینه وو ته هم بلنه ورکړې چې لږ ترلږه یو ځل، د خپلو لوڼو ترڅنګ ودرېږي او چوپتیا ماته کړي.

دا په داسې حال کې دي چې نن سهار مهال په هرات کې د زده کړو د مخنیوي په وړاندې اعتراض کوونکې نجونې او ښځې د طالبانو له خوا وځپل شوې.

 

ورته لیکنې

Back to top button