په افغانستان کې د مخکيني حکومت پر مهال د سیمې هېوادونو فکر کاوه، چې د امنیت په ټينګښت کې د حکومت ناتواني به دغو هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو لامل شي او کله چې بهرني ځواکونه ووځي او طالبان پر وضعيت واکمن شي، نو دا اندېښنې به پای ته ورسېږي. دا محاسبه له ډيرو تېروتنو سره مله وه. هغوی په افغانستان کې امریکا ته له زیان رسولو او د خپلو پوځیانو اېستلو ته د هغې د اړ کولو، چې د یو شمېر هېوادونو لپاره مهمه چاره وه او په افغانستان کې د امنیت د حساس او بې ثباته عنصر تر منځ تړاو لېده. هغه لاره چې دغو هیوادونو ورته مخه کړې وه، د هغې ډلې مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ و، چې مشران یې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې کې د ترهګرو په توګه ثبت شوي وو او د دې ډلې کړنې هم نړۍ ته معلومې وې. هغوی فکر کاوه، چې د دې ډلې په ملاتړ به له امریکا سره خپله نیابتي جګړه په بریالیتوب سره مخته يوسي او خپلې پولې به نورې هم خوندي کړي.
هغه کسان چې د افغانستان حالات يې په ژوره توګه درک کول او د دغو شرایطو په رامنځته کولو کې د طالبانو او د هغوی د متحدینو له روله خبر وو، لا دمخه پر دې پوهیدلي وو، چې د سیمه ییزو حکومتونو چلند له یوې لويې محاسبتي تېروتنې سره مخ دی. د دې تېروتنې ريښه دا وه، چې پر يوې ترهګرې ډلې په تکيه کولو سره يې غوښتل امنيت ته ورسېږي. د امريکا پر وړاندې د دغو حکومتونو عقده تر دې بريده وه، چې طالبان يې د بهرنيانو پر وړاندې د مقاومت د سيمه ييزو ځواکونو او د ازادۍ او خپلواکۍ د داعيه لرونکو په توګه تعريفول. اوس چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ځواکونه حضور نه لري او هغه ډله چې د دغو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېده، د واک واګې په لاس کې لري ، د دې محاسبې د تېروتنې کافي نښې نښانې راڅرګندېږي.
اوس چې د طالبانو تر سیوري لاندې افغانستان کې په لسګونو نورې ترهګرې ډلې فعالې شوې او په اسانۍ سره په افغانستان کې ځالې کوي، روزنيز مرکزونه جوړوي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لپاره د تازه دمو ځواکونو د روزلو په موخه سلګونه مدرسې جوړیږي، له دولتي بنسټونو سره د دغو سازمانونو همغږي ورځ په ورځ زیاتیږي. هغه کسان چې نن د افغانستان پر استخباراتي ادارو ولکه لري او د پوځي ادارو واک يې په لاس کې اخيستی او لويې مالي او عايداتي سرچينې يې په لاس کې دي، ټول له القاعدې، انصارالله، د ازبکستان له اسلامي تحريک، د پاکستاني طالبانو له تحريک او ورته نورو ډلو سره خواخوږي او هم باوره دي. افغانستان نن له کاذب امنیت سره سره، چې له طوفان مخکې کرارۍ ته ورته دی، د ټولې سیمې لپاره د ناامنۍ د پراخې او درنې څپې پېلامه ګڼل کيږي. په کابل کې د بهرنیو وکړو پر مېلمستون برید او د چین د حکومت له لوري پر خپلو وګړو له افغانستانه د وتلو غږ له هغو لسګونه موردونو يو دی، چې د طالبانو د کاذب امنیت ښودنه کوي.
خو ټوله کیسه دا نه ده او هغه څه چې په ټولنه کې دننه تېریږي خورا پراخ او خورا پیچلي اړخونه لري. ډېر وخت به نه وي وتلی، چې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو وده د سیمې د هېوادونو لپاره پر يوه لوی سرخوږي بدله شي، په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو لپاره چې د امنیت لاره د طالبانو ملاتړ باله. هغوی د بلخ د مولانا هغه حکيمانه خبره هېره کړې وه چې «خون به خون شستن محال آمد محال». د ترهګرې ډلې په ملاتړ او د یوه ملت په برخلیک باندې د هغې د واکمنولو له لارې د ثبات ټینګیدل ناشوني دي.