کور ته پلې روانه وم. ذهن مې د ننني افغانستان له وضعیت سره بوخت و او دومره په فکرونو کې ډوبه وم تر څو د کور تر دروازې ورسېدم؛ خوندي ځای چې د بیاځواکمتیا په روزنیزو کورسونو کې مو زده کړي و.
دروازه مې وټکوله. مور مې په موسکا دروازه خلاصه کړه. سلام مې واچاوه او په مهربانۍ یې ځواب کړ. بکس مې یو اړخ ته کېښود او پخلنځي ته لاړم. مور مې د پیرکیو پر پخولو بوخته وه. غوښتل مې مرسته ورسره وکړم؛ ځکه ډېری وخت د کور ډېر کارونه په یوازې سر کوي. تازه مې لستوڼي بډ وهل چې ویې ویل: «ریحانې، لاړه شه یو څو دقیقې ارام وکړه. له کورسه راغلې یې، ستړې یې.» ومې ویل: «نه مورې، ستړې نه یم.» خو بیا یې هم ټينګار وکړ: «یوازې لس دقیقې کېنه، بیا راشه.»
لاړم او پر کوچ کېناستم. مبایل مې راواخیست او په فیسبوک کې مې خبرونه لوستل. ناڅاپه یوه ویډيو مخته راغله؛ داسې ویډیو چې پکې له ۱۳۰۰ څخه تر ۱۴۰۵ کال پورې یې د افغان ښځو او نجونو د جامو بدلون انځور کړی و. په غور مې وکتله، تر دې چې له ۱۳۴۰ څخه تر ۱۳۵۷ کال پورې ورسېدم؛ هغه دوره چې نجونې به په لمنو، لنډلستوڼي جامو او ان بې له حجابه د کابل پوهنتون ته تللې.
ویډیو همداسې روانه وه، تر دې چې له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې ورسېده؛ هغه کلونه چې ښځې اړې وې له چادري سره له کوره ووځي او له محرم پرته یې د تګ راتګ اجازه نه لرله. هماغه شېبه مې مور را یاده شوه. هغې هم د خپلې ځوانۍ کلونه په همدې دوره کې تېر کړي و. زړه مې وغوښتل پوه شم چې هغې هغه ورځې څنګه تجربه کړې وې.
پخلنځي ته لاړم، لاسونه مې ومینځل او له هغې سره د مرستې پر مهال مې وپوښتل: «مورې، رښتیا هم هغه مهال مجبوره وې چادري واغوندې او له محرم پرته له کوره ونه وځې؟»
موسکا یې له شونډو وتښتېده. ویې ویل: «هو لورې، همداسې و. ان د طالبانو له تګ وروسته هم څو کاله چادرۍ رواج لاره. که کومه ښځه له چادرۍ پرته له کوره وتلې وای، خلکو به یې تر شا خبرې کولې. ډېرو ان دومره له چادرۍ سره عادت کړی و چې له هغې پرته یې د امنیت احساس نه کاوه.»
ومې پوښتل: «تا هم چادري اغوستله؟»
ویې ویل: «هو، لا مې هم په یاد دي چې کله ماشومه وم او د ډوډۍ پخولو لپاره مې اوړه د ښځو نانوايي ته وړل، چادري مې اغوستله. ډېرې سختې ورځې وې.»
په شک مې ترې وپوښتل: «درسونه څنګه؟ ښوونځي ته مو د تګ اجازه لرله؟»
څېره یې غمجنه شوه. اسویلې وویست او ویې ویل: «ډېره سخته دوره وه. زه او ترورګانې دې چې کله په پټه ښوونځي ته تللو، کتابچې او قلمونه مو په قرآن کې کېښودل څو څوک پوه نه شي چې درس وایو.»
څو شېبې چوپه شوه او بیا یې وویل: «کله چې طالبان لاړل او حکومت بدل شو، ګومان مې کاوه چې نور هر څه ښه شوي دي. هېڅ وخت مې ګومان نه کاوه چې یوه ورځ به مې خپلې لوڼې بیا پر هماغه برخلیک اخته کېږي.»
ومې پوښتل: «تا تر څوم ټولګي درس ویلی؟»
ویې ویل: «ترورګانو دې تر څلورم یا پنځم ټولګي درس ووایه، خو ما تر لسم ټولګي دوام ورکړ؛ ځکه له ۱۳۸۰ کال وروسته طالبان وپرځېدل او جمهوریت راغی. زه د کور کوچنی اولاد وم او وتوانېدم چې څو کاله د پلار په کور پاتې شم او درس ووایم.»
ومې ویل: «ښه ده چې لږ تر لږه ترورګانې خو مې لوستې دي.»
موسکا یې وکړه او زیاته یې کړه: «هو، د خدای شکر دی. خو یوه لویه ستونزه مو تر ښوونځي اوږده لار وه.»
ومې پوښتل: «څومره لار وه؟»
ویې ویل: «زموږ کور په پل سوخته کې و او ښوونځی په کارتې چهار کې.»
په فکر کې ډوبه شوم. زه پر هماغې ورځې له کورسه تر کوره په شلو دقیقو کې راغلم او مور مې دومره زما له ستړیا اندېښمنه وه؛ په داسې حال کې چې خپله یې کلونه هره ورځ نږدې یو ساعت تر ښوونځي پلی مزل کاوه.
په موسکا مې وویل: «ماما مې یو وار راته وویل چې ته د ټولګي اول نومره وې. رښتیا دي؟»
پر شونډو یې موسکا خوره شوه او ویې ویل: «هو، د ټولګي اول نومره وم؛ خو قسمت نه و چې له لسم ټولګي وروسته دوام ورکړم. بل کال مې دې له پلار سره واده وکړ. هغه ورځې مو هم په پټه درس وایه، هم مو غالۍ اوبدلې او هم مو ټيکري ګنډل څو د کور لګښتونه پوره کړو.»
ومې ویل: «بیا نو ډېره زحمتکشه وې.»
ویې خندل او ویې ویل: «چاره نه وه. هم مو درس وایه، هم مو کار کاوه او هم مو د کور په کارونو کې مرسته کوله.»
هماغه شېبه پوه شوم چې مور مې په خپل زړه کې څومره هیلې خښې کړې؛ هغه هیلې چې د دې خاورې د زرګونو ښځو او نجونو له ارمانونو سره ورته دي.
هغې ګومان کاوه چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو سره به هغه ترخې ورځې د تل لپاره ختمې شوې وي؛ خو نه پوهېده چې یوه ورځ به یې لوڼې هم هماغه ارمان تجربه کړي. توپیر یوازې دومره دی چې هغوی به د خپلو کتابونو د پټولو لپاره قرآن سپر کاوه، خو نن زموږ پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې هم تړل شوې دي.
مور مې په وېره زدهکړې کولې، خو بیا یې هم پر مخ د هیلې کړکۍ پرانیستې وه. خو نن موږ نه یوازې له زدهکړو بې برخې شوي یو، بلکې هره ورځ په اندېښنې راتلونکې ته ګورو. مور مې خپلې هیلې په زړه کې خښې کړې، په دې هیله چې ښايي لوڼې یې ښه ژوند ولري، په ازاد ډول زدهکړې وکړي او خپلو ارمانونو ته ورسېږي؛ خو تاریخ بیا تکرار شوی دی.
پر هغې ورځ مې چې له مور سره پیرکي پخول، لاسونه ته مې یې وکتل؛ هغو لاسونه چې کلونه یې غالۍ اوبدلې وې، ټيکري یې ګنډلي و، د کور کارونه یې کړي و او هم یې کتاب په لاس کې و.
له ځان سره مې فکر کاوه چې د دې خاورې ښځو د خپل لومړني حق یعنې زدهکړو لپاره څومره لویه بیه پرې کړې ده.
مور مې خپلو هیلو ته ونه رسېده؛ خو لا هیله لري چې لوڼې یې خپلو هیلو ته ورسېږي.
هماغه شېبه مې له ځان سره ژمنه وکړه چې که ژوند څومره سخت هم شي، له زدهکړې به لاس وانخلم؛ مطالعه به کوم، زدهکړې به کوم او خپله هیله به له لاسه نه ورکوم. ځکه باوري یم چې یوه ورځ به راشي چې هېڅ نجلۍ به د زدهکړو لپاره مجبوره نه وي چې خپل کتاب پټ کړي او هېڅ مور به د زدهکړو ارمان له یوه نسله بل نسل ته په میراث ورنه کړي.





