• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کابل د ګرد او دوړو په منځ کې؛ خلک د هوا د ککړتیا له زیاتېدو شکایت کوي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۹ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789925313]
AFP

AFP

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ښار په بېلابېلو برخو کې د ګرد او دوړو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې کابل د دوړو او هوا د ککړتیا په منځ کې ساه اخلي او د دې وضعیت دوام د خلکو ژوند او تګ‌راتګ له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی. په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دوړو دوام او زیاتوالی د انسانانو پر روغتیا، چاپېریال او اقتصاد پراخې اغېزې لرلای شي او پر ټولنې سخت ټولنیز او اقتصادي لګښتونه تحمیلولای شي.

د کابل اوسېدونکی امید (مستعار نوم) په دې ښار کې د دوړو له زیاتېدو شکایت کوي. هغه وايي چې د کابل خلک له نورو ستونزو سره سره، اوس د دوړو له زیاتېدو سره هم مخ دي. د هغه په وینا، د طالبانو له خوا د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک‌جوړونې د نیمګړو پروژو له امله د دوړو کچه لوړه شوې او د کابل هوا ککړه شوې ده.

دغه کابل مېشتی وايي: «د کابل په څېر ګڼ مېشتي او ککړ ښار کې د نیمګړو پروژو له بشپړېدو مخکې د سیمو ویجاړول د ګڼې ګوڼې د زیاتېدو، د خلکو د تګ‌راتګ د ګډوډېدو او تر ټولو مهم په کابل کې د ګرد او دوړو د د زیاتېدو لامل شوي دي.»

امید زیاتوي: «د ژمي په رانږدې کېدو او د ودانیزو چارو په زیاتېدو سره، دا وضعیت د هوا د ککړتیا پر یوه بحران بدلېدلای شي. زما په اند، د طالبانو دا اقدام د دې پرځای چې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره وي، د تظاهر لپاره دی.»

د کابل د برکي څلورلارې اوسېدونکې زینب (مستعار نوم) هم په ښار کې د دوړو له زیاتېدو شکایت کوي. د هغې په وینا، کابل د دوړو او هوا د ککړتیا په منځ کې را اېسار شوی او دې وضعیت د ښاریانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «له دې امله چې هر ځای یې کیندلی، هوا او چاپېریال یې ډېر ککړ کړي دي او دا وضعیت موږ ته ډېر سخت دی. داسې باید نه وي چې یو ځای جوړ کړي او بیا بل ځای ته ولاړ شي، خو ټول ښار یې له دوړو ډک کړی چې د خلکو د ډېرو ناروغیو لامل شوی دی. د ښار هرې خوا ته چې ګورو، هر ځای له خاورو او دوړو ډک دی.»

د کابل د شهید څلور لارې د سیمې اوسېدونکی جمیل (مستعار نوم) وايي چې د ښار د دوړو د زیاتېدو له امله حساسیت پیدا کړی دی. د هغه په وینا، د طالبانو له خوا بې‌پلانه رغنیزو او ودانیزو چارو د دوړو کچه لوړه کړې او ترافیکي ګڼه ګوڼه یې هم زیاته کړې ده.

دغه کابل مېشتی وايي: «موږ له دوړو تنګ شوي یو؛ سترګې مې حساسیت کوي او ستونی مې درد کوي. له بلې خوا، له کوره پاک راووځو، خو چې راستنېږو، زموږ ټول کالي په دوړو ککړ وي. لارې ډېرې بندې دي. په یوه مسیر کې په هممهاله توګه په دوو یا درېیو ځایونو کې کار روان دی. هغه لاره چې نیم ساعت ده، اوس یو ساعت وخت اخلي.»

جمیل زیاتوي: «طالبان باید یو ځای جوړ کړي او کله چې کار یې بشپړ شي، بیا بل ځای پیل کړي، څو نه ترافیکي ستونزې رامنځته شي او نه خلک ځورېږي. ان د سړکونو تر څنګ ونې هم د دوړو لاندې نه ښکاري.»

د کوټه‌سنګي او چهاراهي شهید ترمنځ مسیر کې ټکسي چلوونکی سردار (مستعار نوم) هم په دې لاره کې د ودانیزو چارو د ورو کېدو له امله د ترافیکي ګڼه ګوڼې له زیاتېدو شکایت کوي. هغه غوښتنه کوي چې د کابل د سړکونو او هوايي پلونو پروژې دې ژر تر ژره بشپړې شي.

دغه ټکسي چلوونکی وايي: «په هره څلورلارې کې لږ تر لږه ۱۵ دقیقې په ګڼه ګوڼه کې پاتې کېږو او د سړک جوړونې د کارونو له امله راټول شوي کاڼي او خټې هم په څلورلارو کې پراته دي. تر ټولو ډېره ګڼه ګوڼه په برکي، کارته پروان څلورلارې، د ولایت دروازې او چهاراهي شهید کې ده. په ځینو مسیرونو کې موټرونه تر یوه ساعت پورې درېږي. له طالبانو د ښاروالۍ غوښتنه کوم چې د سړک جوړونې او هوايي پلونو پروژې ژر تر ژره بشپړې کړي.»

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدمحمد سلیمان‌خېل وايي چې د دوړو زیاتوالی د انسانانو پر روغتیا، ټولنې، اقتصاد او د خلکو د ژوند پر نورو برخو جدي اغېزې لري او کولای شي ټول سکتورونه زیانمن کړي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «که د دوړو د زیاتېدو مخه و نه نیول شي، دا وضعیت کولای شي ستر اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز زیانونه رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د بیارغونې د بهیر له اوږدېدو شکایت کړی و. هغوی ویلي وو چې د دغو پروژو دوام د خلکو په ورځني تګ‌راتګ کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

دوی ټینګار کړی و چې بدیلې لارې هم د خرابو سړکونو، په وچ موسم کې د دوړو او د بارانونو پر مهال د خټو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو له خوا د ښځو له نیولو او ګواښلو اندېښنه ښودلې
خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو له خوا د ښځو له نیولو او ګواښلو اندېښنه ښودلې

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791649714]
د ښځينه سینګارځایونو تړل کېدل؛ له بېکارۍ او د ژوند د دوام لپاره د ښځينه سینګارونکو روایت
د ښځې غږ

د ښځينه سینګارځایونو تړل کېدل؛ له بېکارۍ او د ژوند د دوام لپاره د ښځينه سینګارونکو روایت

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791649141]
ملګري ملتونه: ناامنیو او محدودیتونو پر افغان ماشومانو ویجاړونکی اغېز لرلی
خبرونه

ملګري ملتونه: ناامنیو او محدودیتونو پر افغان ماشومانو ویجاړونکی اغېز لرلی

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791645298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.