د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بدخشان ولایت کې د شورابک او په کابل کې د شا وعروس بندونو د جوړولو کار بشپړ شوی او ډېر زر به ګټې اخیستو ته وسپارل شي.
د اوبو چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک وویل چې د شا وعروس او شورابک بندونه به د «سل ورځې، سل زېري» پروګرام په چوکاټ کې پرانیستل شي.
خپلواک همداراز ۸صبح ته وویل چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۴ نورو بندونو د جوړولو تړونونه هم لاسلیک کېږي.
شورابک بند په فیض اباد ښار کې پر کوکچې سیند جوړ شوی دی. ددغه بند لپاره درې توربینونه په پام کې نیول شوي او د هر توربین د تولید ظرفیت هم ۷،۵ میګاواټه برېښنا بلل شوې ده.
تمه کېږدي چې ددغه بند په پرانیستلو سره د بدخشان ولایت په مرکز بدخشان ښار کې به د څه د پاسه ۱۵ زره کورنیو لپاره برېښنا برابره شي.
شا و عروس بند د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د نهه میلیون مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو او د ۱،۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د مالوماتو له مخې، دا بند به دوه زره او اوه سوه هکتاره کرنیزه ځمکه خړونه کړي او له ټولو څلور میلیون متر مکعبه زېرمه شویو اوبو څخه یې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره هم استفاده کېږي.
همداراز له دغو اوبو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید لپاره کار اخیستل کېږي.
د شاه و عروس بند د جوړولو ټول لګښت کابو ۵۲ میلیون ډالره بلل شوی چې د دولت له بودیجې ورکول شوې دي.