۸صبح، نیمروز: د هېواد په لوېدیځ کې د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د ورېښمو پل چې د افغانستان او ایران تر منځ د تګ راتګ لاره ده، د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ورېښمو پل نن یکشنبه غرمې مهال د ایراني پوله ساتو له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
د ورېښمو پول د تېرې ورځې راهیسې د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ له څو ساعته جګړې وروسته تړل شوی و.
د ایران پوله ساتو ځواکونو د ورېښمو په پله کې د یوې لارۍ موټر په ودرولو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د تګ راتګ لار تړلی وه.
د ورېښمو پل د افغانستان او ایران تر منځ مهمه سوداګریزه پوله ده چې د هلمند سیند پر سر جوړ شوی.
دا پوله د افغانستان له لارې په ایران کې د میلک په نوم له سرحدي سیمې سره نښلول شوې ده.
د ورېښمو پل هره ورځ د تجارتي مالونو تر څنګ په دواړو خواوو کې د زرګونو کسانو د تګ راتګ لاره ده.