هغه خونړۍ پیښې چې په تېرو څو څلوېښتو کلونو کې روانې وې، یوه هم ډله ییز قبرونه وو. د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند د وخت د ولسمشر محمد داوودخان کورنۍ غړي ووژل او بیا یې ټول په یوه قبر کې خښ کړل. له هغه وروسته د کلونو له پاره زندانونه او پولیګونونه ډک او خالي کېدل، زرګونو نارینه او ښځې د مخالف یا هم سیاسي مخالفت په تور وژل کېدل او بیا په ډله ییزو قبرونو کې خښېدل. ددې قربانیانو یوازې نوم او د دوسیې شمېره پاتې کېده او ډیری کورنۍ هېڅکله په دې خبرې نه شوې چې خپلوان یې چېرې او د هېواد په کوم کونج کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د جګړې بل لوري، جهادي ډلو هم زرګونه غیر جهادي او جهادي انسانان له خلق او پرچم یا خپل منځي جګړو کې ووژل او بیا په نومورکو ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته وسپارل. دا ډول وژنې یوازې په هېواد پورې محدودې نه وې، د پاکستان ځینې سیمې په ځانګړي ډول پېښور هم د ډیرې مودې له پاره د کډوالو د وژلو په سیمه بدل شوی و. په جهاد کې ښکېلو ګوندونو او سیاسي سازمانونو په کورنیو تصفیو او ګوندیزو سیالیو کې یو زیات شمیر سیاسي فعالان، جنګیالي او روڼ اندي په نامعلومو ډله ییزو قبرونو کې ورک کړل. د مجاهدینو څوکلنه واکمني، توغندیو ویشتل او پاټک سالارۍ هم بې سارې خونړۍ پېښې او ګډوډۍ رامنځته کړې. له دې سره جوخت طالبان چې د سولې د پرېښتو په نوم یادېدل، د ډله ییزو قبرونو په سیالۍ کې ټولو ته ماتې ورکړه.
طالبان هغه مهال چې نږدې دوې لسیزې وړاندې، د لومړي ځل له پاره د سیاست ډګر ته راووتل، تر دې مهاله، پرته له لنډ ځنډ وروسته چې لومړۍ اداره یې نسکوره شوه، په پرله پسې ډول په وژنو بوخت و.
له بکوا او میوند دښتو نیولې بیا د پنجشیر تر غرونو، د مزار او میمنې له کوڅو بیا د شمالي تر لمنو، له یکاولنګ نه بیا تر خوست او ننګرهار پورې،زرګونه ډله ییزاو انفرادي قبرونه د طالبانو د واکمنۍ او جګړې میراث دی. طالبان د پوهنتون د محصلینو، د ښوونځي د زده کوونکو، په روغتون کې د میندو او ماشومانو، لوبغاړو، د سړک د سر کاریګرو، مدني فعالانو او لاریونوالو په ډله ییز ډول وژنو کې په پرله پسې او سیتماتیک ډول بوخت و چې نور ډله ییز قبر یو عادي شی تر سترګو کېږي او ډیر کله داسې لیدل شوي چې خلکو د طالبانو له برید وروسته د مړیو له پاره په بلدوزر او عمومي حشر ډله ییز قبرونه کیندلي او خپل خپلوان پکې خاورو ته سپارلي دي. اوسمهال د ډله ییز قبر په یادولو سره د ډیرو کمو خلکو نظر ته د خلق دموکراتیک ګوند او یا جهادي ګوندونه ورځي. ړندې وژنې او ډله ییز قبرونه د طالب اصلي میراث ګرځیدلی دی.
په دې نږدې وختونو کې طالبانو خبر ورکړی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې یو ډله ییز قبر موندلی چې پکې ۱۲کسان په یوځای خښ شوي دي. دوی ویلي چې یو بل ډله ییز قبر یې د یاد ولایت د دامان په ولسوالۍ کې موندلی دی.
طالبانو په دې ډله ییز قبر کې دفن شوي کسان طالبان بللي دي او مړینه یې په جنرال رازق پورې تړلې ده. احتمال لري واقعیت هم ولري. طالبان او جنرال رازق دواړه په کندهارکې په خونړیو تصفیو تورن و.
سره له دې، کوم خبر چې طالبانو خپور کړی دی، د امارت د موقف د تاریخ د یادونې له پاره ددې ډلې د هلو ځلو یوه برخه ده. رسمي تاریخ تل د واکمنانو د لیدلوري بیانول دي، خو دا درې لسیزې، ددې ډلې له خونړیو کارنامو سره داسې غوټه شوې دي چې د کلونو له پاره به د طالبي تاریخ لیکنې او نقل قولونو له لارې پاکې نه شي. د طالبانو د جګړې او واکمنۍ دوره، د رسنیو او نړیوالې څارنې په شتون کې وه.
ټول دا په یاد لري چې څه ډول دا نیابتي ځواک د ترهګرۍ، ځانمرګي، قاچاق، بې وزلۍ او تفرقې سرچینه وه او ده.
له شک پرته زموږ د هېواد خاوره د زرګونو هغه تیرایستل شویو ځوانانو په وینو رنګ ده چې د طالبانو په لیکو کې ووژل شول. په کندوز، مزار، دښت لیلې، میوند، ارغنداب، سپین بولدک او نورو ځایونو کې ډلې ډلې مسلکي جنګیالي او کورني او بهرني ترهګر او د طالبانو له لوري زموږ یو زیات شمیر هېوادوال چې د بې وزلۍ، بې سوادۍ او فریب له امله دې جګړو ته راوستل شوي و، په وینو کې ولمبیدل؛ خو په تیرو ۲۰ کالو کې، خلک ددې شاهد و چې طالبانو به د تسلیم شویو سرتیرو نه سرونه غوڅول، مساپر به یې وژل او له جومات، ښوونځي او سړک نه یې وژنتون جوړ کړی و. له دې سره جوخت خلک دا هم په یاد لري چې د جمهوري دولت د بودجې زیاته برخه او انرژي د طالبانو په نیولو، په زندانونو کې ساتلو او د جنګیالیو پرېښودلو لګیدله او مشهور قاتلان او نوموتي ترهګر هم نه اعدامېدل.
په هغه چل او دوکه کې چې د سولې پروسې په نوم روانه وه، ټولو ولیدل چې طالب زندانیان په ځانګړو ترتیباتو خوشې کېدل او هغه به تر خوشې کیدو وروسته د طالبانو له لیکو سره یوځای کېدل؛ پرته له دې چې هغوی ته څوک په لاره کې کمین ونیسي او یا یې په لیکو کې ځانمرګی وګړي. له هر لوري چې ورته وګورو، ددې اته ویشتو کالو د ډله ییزو قبرونو اصلي مقصر طالبان دي او هیڅ راز تبلیغ به یې له سترګو پناه نه کړي. په ډیرې خواشینۍ چې د ډله ییزو قبرونو د جوړېدو په اړه د طالبانو کمپاین لا هم روان دی. څه موده وړاندې طالبانو ډلې د مقاومت جبهې سرتیري له تسلیمۍ وروسته، لاس تړلي په لیکه کینول، بیا یې په مرمیو وویشتل. قاتلانو ددې صحنې فلم هم اخیستی دی. اوسمهال چې طالبان د واکمن په ځای کې ناست دي، د ډله ییزو قبرونو د موندلو خبر ترڅنګ دې خلکو ته دا هم ووايي چې په دې ورځو کې د جګړې بندیان ولې وژني؟ پخواني امنیتي ځواکونه ولې له کورونو راباسي، پرته له محکمې یې وژني؟ سر پرې کړي کسان څوک د جلال اباد او کونړ په نهرونو کې غورځوي؟