د اوکراین له شمال ختیځ ایزیوم ښار څخه د روسیې پوځ له شاتګ وروسته اوس د دغه هېواد چارواکي د یوه ډله ییز قبر له موندلو، چې ۴۴۰ مړي پکې دي خبر ورکوي.
رویټرز جمعه د سپتمبر په ۱۶ راپور ورکړی، چې دا د هغه کسانو مړي دي، چې په ډزو او هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
د اوکراین د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي: «ایزیوم کې ډله ییز قبرونه له بېرته نیولو وروسته د موندلو په حال کې دي او د خښولو ترټولو لوی ځای ۴۴۰ بې نومه قبرونه لري.»
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ازاد شوي ښار ته په سفر کې د دغو ډله ییزو قبرونو موندل په اوکراین کې د روسیې جنایت بولي.
هغه په یوه ویدیویي پیغام کې ویلي: «روسیه هر ځای ته په تلو سره مرګ کوي او باید مسوول وپېژندل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې هر ځل د ملکیانو په موخه کول او جنګي جرمونه رد کړي دي.
د روسیې پوځ دوې ورځې مخکې ایزیوم ښار په داسې حال کې پرېښود چې زیات پوځي موټر او مهمات د اوکراین پوځ ته په غنیمت کې پاتې شول.