• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان او له ځیرکو ټېلیفونونو سره جګړه؛ د ادارو له فلج کولو د افغانستان د غږ تر چوپولو

نيما نيما
۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶ [t_time:1782565641]
Pexels

Pexels

د طالبانو تر واک لاندې په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو د بندیز بهیر په چټکۍ روان دی. ګڼ کارکوونکي وایي، د طالبانو له لوري د دې بندیز پلي کېدو د ادارو چارې او ورځني فعالیتونه ګډوډ کړي دي. د دوی په وینا، له دې پرېکړې وروسته د ادارو د کار سرعت په بې‌ساري ډول کم شوی او بېړنۍ همغږۍ نږدې په ټپه درېدلې دي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو خبرداری ورکړی، هر هغه څوک چې له دې امره سرغړونه وکړي، ځیرک ټېلیفون به یې ضبط او مات کړل شي، خپله به ونیول شي او له دندې به هم منفک شي.

طالبانو تر اوسه دا پرېکړه په خپل تر کنټرول لاندې ډېری دولتي ادارو کې عملي کړې ده. په تازه مورد کې د طالبانو د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له درېیم تر اتم بست کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې په دفترونو کې د ځیرکو ټېلیفونونو د کارولو حق نه لري او که له چا سره ځیرک ټېلیفون ولیدل شي، له دندې به ګوښه کړل شي.

یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي: «د طالبانو دې پرېکړې د کارکوونکو پر روحیې او کار ډېر منفي اغېز کړی دی. ځیرک ټېلیفون اوس د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده او ډېری چارې پرې ترسره کېږي. اوس د رسمي لیکونو لېږل او اداري همغږي د پخوا په څېر سخته شوې ده. داسې ښکاري چې موږ د ټېلیفون له دورې مخکې زمانې ته ستنېږو. نه پوهېږم افغانستان کوم لوري ته روان دی او څو کاله وروسته به زموږ برخلیک څه وي.»

دغه کارکوونکی زیاتوي: «که پلمه یوازې د واټس‌اپ کارول وي، واټس‌اپ خو په کمپیوټر کې هم کارول کېږي. که دلیل د کارکوونکو بوخت ساتل وي، په کمپیوټر کې هم ګیم شته. زما په اند دا ټولې پلمې دي. دوی غواړي د کارکوونکو لاسونه لنډ کړي، ځکه پر هغوی باور نه لري او نه غواړي اداري فساد او خپلوي پالنه یې افشا شي.»

د طالبانو تر واک لاندې د یوې ادارې کارکوونکی جنید (مستعار نوم) وایي: «نن سبا ټول کارونه له ټکنالوژۍ سره تړلي دي او ځیرک ټېلیفون هر څه ته لاسرسی اسانه او چټک کړی دی. د دې پرېکړې له امله د ادارو کارونه ډېر ورو شوي دي. پخوا به لیکونه او اسناد په واټس‌اپ کې شریکېدل او ژر به یې په تړاو اقدام کېده، خو اوس همغږي ډېره ستونزمنه شوې ده. په واقعیت کې طالبانو دا کار ځکه کړی چې پر خپلو کارکوونکو باور نه لري، په داسې حال کې چې د دوی خپل لوړپوړي چارواکي ځیرک ټېلیفونونه لري او په ازاد ډول یې دفترونو ته وړي.»

طالبانو په وروستیو څو ورځو کې نه یوازې د ځینو ادارو د کارکوونکو ځیرک ټېلیفونونه راټول کړي، بلکې په یو شمېر ولایتونو کې یې هغه ټېلیفونونه هم مات کړي چې خلکو په لوړو بیو اخیستي وو. له دې سره هممهاله، د ټېلیفونونو یو شمېر پلورونکي وایي چې د ځیرکو ټېلیفونونو بازار سوړ شوی او ډېری خلک د نویو ټلیفونونو له پېرلو ډډه کوي، ځکه اندېښنه لري چې دا بندیز به په ټول هېواد کې عملي شي.

په کابل کې یو هټيوال صفت‌الله (مستعار نوم) وایي: «زموږ پلور ډېر کم شوی دی. دې بندیز پر بازار مستقیم اغېز کړی دی. خلک وېره لري چې ښایي یوه ورځ د ځیرکو ټېلیفونونو کارول په عمومي ډول هم منع شي، له همدې امله د دې ټېلیفونونو بازار سوړ شوی او دا د شرکتونو او سوداګرو لپاره ستر زیان دی.»

طالبانو همداراز د پوهنتونونو د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره هم د ځیرکو ټېلیفونونو کارول منع کړي دي. تر دې وړاندې سرچینو د ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې طالبانو په کابل پوهنتون کې امر کړی، چې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له درېیمې وروسته د پوهنتون په چاپېریال کې د هر ډول ځیرک ټیلیفون کارول منع دي. په دغه امر کې ټینګار شوی چې د محصلانو لپاره د ځیرک ټیلیفون لرل «په جدي ډول منع» دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د بشري حقونو او رسنیو فعالان یو شمېر فعالان وایي، طالبان غواړي د دې پرېکړې له لارې د افغانستان غږ چوپ کړي. د دوی په باور، که دا لړۍ په همدې شدت دوام وکړي، معلوماتو ته لاسرسی، انلاین زده‌کړې، شخصي اړیکې، د بشري حقونو د سرغړونو او اداري فساد مستندکول به له جدي محدودیتونو سره مخ شي او ډېرې پېښې به پټې پاتې شي.

تر دې وړاندې هم سرچینو او د طالبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکو د ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې دا امر د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري په شفاهي ډول صادر شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، تر اوسه د همدې امر د پلي کېدو پر مهال لسګونه ځیرک ټېلیفونونه یا ضبط شوي او یا هم مات کړل شوي دي.

طالبانو په داسې حال کې په تحصیلي او ښوونیزو ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو کارول منع کړي، چې دا وسایل په پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو کې د ډیجیټلي زده‌کړو له مهمو وسایلو ګڼل کېږي او د تدریس، څېړنې، علمي سرچینو ته د لاسرسي او د استادانو او محصلانو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې بنسټیز رول لري.

یونسکو د ټیلیفوني زده‌کړو په تعریف کې وایي، دا د زده‌کړو هغه طریقه ده چې د ځیرکو ټېلیفونونو، ټابلیټونو او ورته نورو وسایلو له لارې ښووونیزو منځپانګو ته د لاسرسي او ترې د ګټې اخیستنې امکان برابروي. دغه طریقه زده‌کوونکو او محصلانو ته دا امکان برابروي چې هر وخت او هر ځای زده‌کړه وکړي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) هم په خپل «د ۲۰۲۶ کال د ډیجیټلي زده‌کړو لیدلوري» راپور کې لیکلي چې تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د زده‌کړو چاپېریال په چټکۍ سره بدلوي. په راپور کې، د نویو څېړنو په حواله ټینګار شوی چې که دا وسایل د څرګندو ښوونیزو اصولو پر بنسټ وکارول شي، د زده‌کړې له بهیر سره اغېزناکه مرسته کولای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.