طالبانو په هرات کې د داعش د ۱۳جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه

۸صبح، هرات: په هرات ښار کې له څو ساعته نښتې وروسته طالبانو ادعا کړې، چې په دغه ولایت کې یې د داعش د خراسان څانګې ۱۳ جنګیالی وژلی دی.

په هرات کې د طالبانو ډلې سرچینو د پنجشنبې په ورځ (وري ۱۷)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په هرات ښار کې د تېرې شپې نښتې د داعش پر پټنځایونو د دغې ډلې د عملیاتو له امله شوې دي.

که څه هم سرچينې د جګړې د کره سيمې په اړه څه نه وايي، خو د جګړې له پېلېدو وروسته، په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پر خپله ټويټرپاڼه د هرات ښار په یوولسمه او نهمه ناحیه کې د داعش پر دوو پټنځايونو د عملياتو خبر ورکړ.

ویل کیږي چې نښتو پنځه ساعته دوام وکړ او تر اوسه په کره توګه څرګنده نه ده چې دا نښتې خپلمنځي وې او که د داعش له خراسان څانګې سره.

ځینو سرچینو ویلي دي، چې په هرات کې د تېرې شپې نښتې د طالبانو د ډلو ترمنځ د اختلافاتو له امله شوې دي.

په همدې حال کې په هرات کې د جګړو د شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو په بریدونو کې یو شمېر کورونه چې په سیمو کې وو، وران شوي دي. د دوی په وینا، طالبانو درنې وسلې کارولي او په ځینو موردونو کې یې له چاودېدونکو توکو ډکو بوشکو نه هم کار اخيستی دی.

په هغو تصویرونو کې چې د ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلي، لیدل کېږي چې طالبان د تېرې شپې د نښتو په یوه سیمه کې ځيني کورونه چې د دوی په وينا، د داعشيانو پټنځایونه دي، په سکواټر ړنګوي.

تراوسه څرګنده نه ده چې په دغو نښتو کې څومره وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د راپورونو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې هرات او په شمال کې بلخ هغه ولایتونو دي چې په دې وروستیو کې داعش ډلې پکې تر ټولو زیات خوځښتونه لرلې دي.

Back to top button