د طالبانو له واکمنۍ او د دغې ډلې له خوا تر عمومي بښنې وروسته، خلکو په ځانګړې توګه مخکینیو پوځیانو پر دغه حکم باور وکړ او په هېواد کې پاتې شول. په دې لړ کې، یو شمېر د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ووتل او نورو هېوادونو ته کډوال شول؛ خو په هېواد کې دننه مخکیني پوځیان د طالبانو د ټولبښنې له فرمان سره سره وژل او ځورول کېږي.
طالب ډلې په هرات کې د فرقې له سیمې مخکیني پوځیان له دولتي کورونو په جبري توګه کډه کړل. هرات کې یو شمېر مخکیني پوځیان وایي، چې طالبانو هغوی له خپلو کورونو په جبري توګه کډې کولو ته اړ کړي دي.
هغوی وایي، چې د طالبانو د هغوی له ایستلو وروسته، دغه کورونه خپلو ځواکونو ته ورکړي دي.
د مخکیني دولت یو افسر شعیب (مستعار نوم) وایي، چې تر ۱۰ کلونو ډېره موده کېږي، چې د هرات په فرقه (پر دولتي تاسیساتو مشهوره) سیمه کې اوسېږي او دغه کور د مخکیني دولت له خوا ورکړل شوی و.
دغه کس چې په مخکیني حکومت کې یې دنده ترسره کوله، د شمالي ولایتونو اوسېدونکی دی. هغه وایي، چې هرات ته له راتګ سره څه موده مسافر و؛ خو وروسته یې خپله کورنۍ دغه ولایت ته ولېږدوله او د فرقې په سیمه کې د حکومت له خوا کور ورکړل شو.
هغه وایي، کله چې دغه دولتي کور ده ته ورکړل شو، ډېر تخریب شوی و؛ خو په خپل معاش یې جوړ کړ: «کله چې د دولت له خوا راکړل شوي کور ته راغلم، یوازې یوه کنډواله وه. په خپل معاش مې بېرته له سره ورغاوه؛ خو د نظام له سقوط سره نن طالبانو زه له خپل کوره په جبري توګه کډه کړم او خپل کسان یې پکې ځای پرځای کړل.»
دغه مخکینی پوځي وایي، چې اوس د ژوند کولو لپاره کوم ځای نه لري او حیران پاتې دي، چې چېرته ولاړ شي او څه وکړي.
په همدې حال کې یو بل پوځي چې تازه د طالبانو له خوا کډه کولو ته اړ شوی، وایي چې طالبانو په ګواښلو سره هغه له خپل کوره ایستلی دی. هغه وایي، چې کومې ځمکې چې په دولتي تاسیساتو مشهورې دي، پوځیانو ته ځانګړې شوې وې او هغوی په خپلو پيسو کورونه پکې جوړ کړل؛ طالبان د خلکو کورونو ته دننه شول او ان د خپلو کورونو د توکو د لېږدولو وخت یې ورنه کړ.
دغه مخکینی پوځي زیاتوي، چې پر جبري کډې سربېره څو ځله د طالبانو له خوا ګواښل شوی هم دی. هغه همداراز زیاتوي، چې له جبري کډې کولو وروسته، اوس د ژوند کولو لپاره ځای نه لري.
دغه پوځیان په داسې حال کې په جبري توګه کډه کېږي، چې د هغوی یو شمېر له څوارلسو کلونو راهیسې په دغه ځای کې ژوند کاوه.
په همدې حال کې د هرات یو شمېر مخکیني پوځیان وایي، چې طالبانو پر جبري کډې او ګواښلو سربېره، هغوی ته اجازه نه ورکوي، چې کار وکړي. یو شمېر یې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې ټولو موسسو ته خبرداری ورکړی، چې مخکیني پوځیان دې پر دندو نه ګوماري.
په دې لړ کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې «د افغانستان د پوځ مخکیني افسران چې په هند کې یې زده کړې کړې دي، کولای شي خپل هېواد ته راستانه شي او دندې ترسره کړي».
د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو جبري کډه کول نوی کار نه دی.
تېره اوونۍ کې طالبانو په مزارشریف کې هم مخکیني پوځیان له دولتي کورونو په جبري توګه کډه کړي وو.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې مشرانو د عمومي بښنې حکم صادر کړ، چې له مخې یې د مخکیني دولت ټول کارکوونکي او پوځیان په بښنه کې شاملېږي. خو دغه حکم د مخکینیو پوځیانو په وینا، د طالبانو منګولو ته د هغوی لوېدل اسان کړل او طالبان وتوانېدل، چې خپلې موخې پلې کړي.
د بشري حقونو بنسټونو معلومات ښیي، چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې سلګونه مخکیني پوځیان وژلي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، خلکو ته د دغې ډلې تر ولکې لاندې ژوند ډېر ستونزمن شوی دی. طالبان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له بشري حقونو پر سرغړونې، د ملکیانو او مخکینیو پوځیانو پر ځورولو، شکنجې او وژلو تورن دي.