طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سیمه او پاکستان کې د امریکايي اډو د جوړېدو په تړاو غبرګون ښودلی دی. طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د پاکستان نوم نه دی اخیستی، خو راپورونه وایې چې امریکا غواړي په پاکستان کې پوځي اډې جوړې کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې چې د غبرګولي په پینځمه خپره شوې راغلي، چې د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په هېواد کې د عملیاتو په موخه په سیمه کې اډې جوړوي.
طالبانو په سیمه کې «پردي» د ناامنۍ لامل بللي او ویلې یې دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې لوی ناورین آزمایل شوی دی. دغې ډلې د پاکستان نوم نه دی اخیستی او له ګاونډویو یې غوښتي، چا ته د دې کار اجازه ورنه کړي.
طالبانو په سیمه کې د امریکایي اډو جوړېدل «تاریخي تېروتنه او لویه بدنامي» بللې ده.
دغې ډلې خبرداری ورکړی چې افغانان به د دغه ډول «ناوړه او پاروونکو کړنو» په وړاندې چوپ پاتې نشي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، لکه څنګه چې دوی نورو ته ډاډ ورکړی، د افغانستان خاوره به د هېچا په وړاندې نه کارول کېږي، هغوې دې هم اجازه نه ورکوي چې خاوره او هوایي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.
طالبانو خبرداری ورکړی، چا چې دغه ډول ګام واخیست مسوولیت یې د هغوی پرغاړه دی چې دا تېروتنه یې کړې.
له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې امریکا د ډیورند کرښې اخوا پوځي اډې جوړوي. پاکستان په خپل هېواد کې د امریکایي اډو د جوړېدو خبر رد کړی دی. د افغانستان د ملي امنیت رییس ضیا سراج هم دغه راپورونه بې بنسټه بللي دي.
له بلې خوا، د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې دا ډله به په هغه صورت کې د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي چې د دوي درې شرطونه ومنل شي.
دغه ډله غواړي ناسته له درېیو ورځو زیات دوام ونه کړي، په اجنډا کې پر مهمو مسایلو بحث ونه شي د دواړو لوریو د ټیټې کچې غړي پکې ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه د استانبول ناسته د امریکا په وړاندیز او د ترکیې، قطر او ملګروملتونو سازمان په کوربتوب د اپریل په ۱۶مه نېټه جوړه او لس ورځې دوام وکړي. خو طالبانو په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې وه.