۸صبح، کابل: باوری سرچینې وایی، طالبانو پنځه ورځې وړاندې د پخواني حکومت یوه ښځینه پولیسه د غزني ولایت په مرکز کې له خپل کور څخه نیولې ده.
د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۱مه)، یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د غوایي په اوومه دغه ښځينه پولیسه نیولې ده.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې دغه پوليسه مهتاب همدرد نومېږي.
مېرمن همدرد په تېر حکومت کې د ملي پوليسو د ښځينه زندان او د دایکندي ولايت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديرې په توګه دنده ترسره کړې وه او د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته يې څه موده په کابل کې پټه تیره کړه او په دې وروستيو کې د غزني په مرکز کې په پټه اوسېده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې مخکې مېرمن همدرد د تېر حکومت په دوره کې د هغې د پوځي فعاليتونو له امله د روان کال د وري میاشتې په ١٦مه د غزني له مرکز څخه نيولې وه، چې د مخورو، سيمه ييزو مشرانو او د کوچني اختر په مناسبت د دغې ډلې د مشر په بخښنې سره له بنده خوشې شوه.
سرچينه زياتوي، چې د مهتاب تر خوشي کېدو څو ورځې وروسته طالبانو بيا د شپې له خوا له خپل کور څخه نیولې او نامعلوم ځاى ته يې وړې ده.
د سرچينې په وينا، د مهتاب د برخليک په اړه تر اوسه څوک نه پوهېږي.
په دايکنډي ولايت کې يوه باوري سرچينه هم تاييدوي چې د مهتاب په نوم يوې ځوانې مېرمنې په تېر حکومت کې د دغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د پوليسو د افسرې په توګه دنده ترسره کوله.
د هغه په وينا، طالب ځواکونو نوموړې له غزني ولايت څخه نيولې او نامعلوم ځاى ته يې وړى ده.
د غزني سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو نيول کومه نوې خبره نه ده.
دې ډلې تر دې مخکې هم د عالیه عزیزي په نوم یوه بله ښځینه پولیسه چې د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مدیره وه، په ورته ډول نیولې وه.
اوس د هغې له نیول کېدو شاوخوا شل میاشتې تیرې شوې، لا هم د دغه پولیسې د مرګ او ژوند په هکله معلومات نشته.