طالبانو په کابل کې یو ځوان مدني فعال نیولی دی

۸صبح، کابل: په کابل ښار کې سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو د تېر حکومت په وخت کې یو مدنی فعال مجیب ضیا نیولی دی.
باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې ضیا د دوشنبې په ورځ (د غوایي په ۲۵مه) ایران ته د سفر پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو له خوا ونیول شو.
مجیب ضیا چې د تېر حکومت په وخت کې یو له مدني فعالانو څخه و، د رحماني بنسټ د رسنیو سلاکار هم و.
د سرچینو په وینا، ضیا وروسته له هغه ایران ته ولاړ چې طالبانو د دغه هېواد واک واګي تر لاسه کړ او په دې وروستیو کې د خپل پلار د مړینې له امله افغانستان ته راستون شوی و.
ویل کېږي چې ضیا د تېر حکومت په کورنیو چارو وزارت کې د افسر په توګه د کار تجربه هم لري.
معلومه نه ده چې طالبانو ولې نوموړی نیولی دی.
تر اوسه د دغه مدني او رسنيز فعال د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو له خوا د مدني، ټولنیزو، فرهنګي او هنري فعالانو نیول په هېواد کې بې مخینې نه دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا کابل کې مدني فعالان، لیکوالان، هنرمندان نیولي او شکنجه کړي دي.