طالبانو په پنجشیر کې خپل منځي جګړه تایید کړه

۸صبح، پنجشیر: سیمه ییز طالب چارواکي په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د شکایتونو اورېدلو نظامي کمېسیون د مشر او د استیناف محکمې د غړو ترمنځ، د وسله واله نښتې رامنځته کېدل تاییدوي.
پنجشېر لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس (نصرالله ملکزاده) نن یکشنبه (وري۱۳)، وويل چې د دې جګړې په پايله کې، په دغه ولايت کې د طالبانو د استناف محکمې رئيس (عبدالله سدید) او د هغه يو ساتونکى ټپيان شوي.
هغه څرګنده کړه: «تيره شپه د شکايتونو د اوريدو کميسيون د غړو او د پنجشير ولايتي محکمې د ساتونکو ترمنځ د ګرځنده ټيلېفونونو د څيړنې او راټولولو په بهير کې، ناسم پوهاوى رامنځته شو چې له امله يې ډزې وشوې او په نتيجه کې د محکمې يو ساتونکى ټپي شوی او د محکمې رئيس هم سرسري ټپي شوی.»
خو ځايي سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په دې پېښه کې د طالبانو اووه غړي ټپيان شوي دي.
د دغې جګړې ټپيان، دا مهال د پنجشېر په ايمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د يادونې وړ ده، چې د شنبې په شپه (وري ١۲) په پنجشېر ولايت کې، د پنجشېري طالبانو له یوې خوا او ددې ډلې د پښتنو طالبانو ترمنځ وسله واله نښته شوې وه.
د راپورونو له مخې، نښته هغه مهال پیل شوه، چې د طالبانو د شکایتونو د اورېدو د نظامي کمېسیون غړو غوښتل د ګرځنده ټيلېفونونو د لرلو له امله، د دغې ډلې د محکمې ریاست وپلټي، خو د طالبانو د محکمې د رئیس ساتونکو یې مخه ونیوله، چې د مولوي عبدالله له مخالفت سره مخامخ شول. عبدالله سدید د پنجشېر د خنج ولسوالۍ د حصه اول اوسیدونکی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د شنبې په شپه (وري۱۲) شاوخوا لس بجې، د دوى ترمنځ پيل شوه او درې ساعته يې دوام وکړ.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې، د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښتې شوې وې.
په وروستي مورد کې، د طالبانو د ډلې داخلي شخړه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ندامحمد ندیم ښي لاس مات شوی و.