۸صبح، سمنګان: طالبانو د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې درېیو نارینه او دوو ښځو ته په بېلابېلو تورونو په یوه صحرایي محکمه کې سزا ورکړه.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې چهارشنبه د لیندۍ پر نهمه طالبانو د دوو ښځو په ګډون پنځو تنو ته د دغه ولایت د سلګونه اوسېدونکو په وړاندې د ایبک ښار د امنیه قوماندانۍ په چمن کې د غلا، لواط او زنا په تورونو سزا ورکړې ده.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو هر نارینه ۵۰ دُرې وهلي او ښځو ته یې په ناوړه ټکو سپکاوی کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې ښځې د زنا او نارینه د غلا او لواط په تور نیول شوي وو.
د عیني شاهدانو په وینا طالبانو له صحرایي محکمې وروسته دغه کسان بېرته له ځان سره بېولی دي.
له دې مخکې هم طالبانو په تخار او لوګر کې په صحرایي محکمو کې لسګونه تنه په متروکو وهلي وو.