۸صبح، بغلان: سیمهییزې سرچینې وایی چې طالبانو په بغلان ولایت کې دوه قومي مشران وژلي دي.
په بغلان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو چهارشنبه شپه د مرغومي پر ۲۱ د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د پهلوان یاسین او فرید په نوم دوه قومي مشران له خپلو کورونو څخه نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه دوه قومي مشران له نيولو وروسته د ولسوالۍ مرکز ته يوړل او بيا يې په ډزو ووژل.
دغه کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دوو قومي مشرانو پر وژلو سربېره د دوى له کلي څخه دوه ملکي وګړي هم له ځان سره بیولي او شکنجه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې طالبانو په بغلان ولایت کې د مقاومت جبهې لس غړي نیولي وو.