۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو د لګولو په غبرګون کې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغان لوبډلې سره یوه ورځنۍ لوبه لغوه کړه.
د پنجشنبې په ورځ د مرغومي پر ۲۲ د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې ټاکل شوې وه د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د کرکټ یوه ورځنۍ لوبه د روان کال په مارچ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ د اعلامیې پر بنسټ، دا پرېکړه د طالبانو له خوا د ښځو پر لوبو د بندیزونو له لګولو وروسته شوې ده.
د استرالیا د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه هېواد په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو بندیزونو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.