طالبانو د اف‌ام پر څپو د ازادۍ راډیو خپرونې بندې کړې

۸صبح، کابل: طالبان وایي، په افغانستان کې یې د ازادۍ راډیو اف‌ام نشرات بند کړي دي.

دا خبره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد پنجشنبه د ليندۍ پر ۱۰ یوه ټویټ کې کړې ده.

هغه لیکلي: «دا راډیو چې د امریکايي اشغال له پیل سره یې خپرونې پیل کړې، د ژورنالیسټیکي اصولو د نه رعايتولو او یو طرفه نشراتو له امله بنده شوه.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د اف‌ام پر څپو د امریکا غږ راډیو خپرونې هم بندې کړې دي.

د وي‌اواې فېسبوک‌پاڼې چهارشنبه شپه د ليندۍ پر ۹، د طالبانو له لوري د امریکا غږ راډیو د نشراتو د بندیدو خبر ورکړ.

څه موده وړاندې د ۸صبح ورځپاڼې او زاويه رسنۍ ويب‌پاڼې هم د طالبانو له لوري وتړل شوې چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

Back to top button