په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو د لګول شویو بندیزونو له امله ان له تفریح او په پارکونو کې له ګرځېدو هم منع شوې دي. د دې راپور موندنې ښيي چې په ځینو تفریحي سیمو کې د طالبانو محتسبان د جنسیتي تفکیک په پلي کولو او په ځینو مواردو کې په سخت چلند سره، تفریحي ځایونو ته د ښځو د تګ مخه نیسي. په همدې حال کې، بهرنۍ ښځینه سیلانیانې چې دغو ځایونو ته ورځي، په ازاد ډول ګرځي او ان طالب جنګیالي یې بدرګه کوي. ښځې او نجونې وايي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه دوهګونی چلند ښيي چې دغه ډله د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ان پر هغو ارزښتونو هم سترګې پټوي چې خپله یې تعریف کړي دي.
ښځې وايي چې د کورنیو او بهرنیو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند له بېلګو یوه یې د بامیان په بند امیر کې لیدل کېږي. د هغوی په وینا، د طالبانو له لوري د بندیزونو له لګولو مخکې بند امیر د هېواد له بېلابېلو سیمو د لسګونو کورنیو او د هغوی د لوڼو کوربه و؛ خو اوس ښځې دې سیمې ته په نږدې کېدو سره د طالبانو د محتسبانو له بندیز، سخت چلند او ښکنځلو سره مخ کېږي. دوی ټینګار کوي چې له دې سره هممهاله بهرنۍ ښځې د طالبانو له محتسبانو موسکۍ موسکۍ کېږي، ټوکې کوي او عکسونه اخلي او هغوی ته د کښتۍ چلولو اجازه هم ورکول کېږي.
په بامیان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله وايي: « د دې لیدل چې یوه بهرنۍ ښځه د خپل پاسپورټ په لرلو سره حق لري زما د هېواد له ښکلاوو خوند واخلي، خو زه د دې خاورې د مالکې په توګه باید د خپل کور د دېوالونو تر شا بندیوانه واوسم، تر ټولو دردناکه رواني شکنجه ده چې موږ یې هره ورځ تجربه کوو.»
له بلې خوا، د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې نجونې او ښځې په یو شمېر تفریحي پارکونو او سیاحتي ځایونو کې له ورته بندیزونو شکایت کوي. دوی وايي چې په دغو پارکونو کې هم ښځې د بند امیر په څېر له ورته بندیزونو سره مخ دي.
یوه ښځه وايي چې په کابل کې « پارک شهر» یو وخت د کورنیو له مهمو تفریحي ځایونو و، خو اوس په دغه ځای کې پر ښځو ډېر بندیزونه لګېدلي دي. ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په الوتکې کې دننه رستورانت ته ولاړې شي او د طالبانو محتسبان د پارک په دروازه کې ولاړ وي او هغو ښځو ته چې د دوی په اند «شرعي محرم» نه لري، د ننوتلو اجازه نه ورکوي؛ خو برعکس، بهرنۍ ښځې پرېږدي او هرکلی یې کوي.
ښځې وايي چې که د چلند دغه توپیر د ښځو پر وړاندې د شریعت د پلي کولو په توګه توجیه کېږي، نو طالبان ولې بهرنۍ ښځینه سیلانیانې ښځې نه ګڼي او په افغانستان کې په تفریحي ځایونو کې له نارینهوو سره د هغوی ګډ حضور روا ګڼي، خو افغان ښځې د شریعت په پلمه له هر څه محروموي؟
دغه ښځې ټینګار کوي چې د هغې ښځې لپاره چې د یوه پارک له دروازې یا د بند امیر پر لاره بېرته ګرځول کېږي، د هغې بهرنۍ سیلانۍ لیدل چې په هماغه ځای کې په ازاد ډول ګرځي، یوازې په مقرراتو کې یو ساده توپیر نه دی؛ بلکې هغې ته هغه واټن ورپه یادوي چې د خپل هېواد له عامه ځایونو د ګټې اخیستنې له حق سره یې ترمنځ رامنځته شوی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي بامیان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې ښځو ته بند امیر ته د تګ اجازه نشته. د هغه د وینا ویډیو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده چې پکې وايي، تر هغې چې دغه ډله بند امیر ته د ښځو د تګ لپاره خپل اصول او مقررات جوړ نه کړي، هغوی دې سیمې ته د تګ حق نه لري.
اصلي پوښتنه دا ده چې که دغه ځایونه د افغانستان د خاورې او د دغه هېواد د طبیعي میراث برخه وي، نو ولې د افغان ښځې لاسرسی ورته تر هغې ښځې محدود دی چې د بل هېواد په پاسپورټ افغانستان ته راغلې ده؟


