• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر شیعه‌ګانو د طالبانو زیاتېدونکی فشار؛ ولې مذهبي مرکزونه او پوهنتونونه تړل کېږي؟

۸صبح ۸صبح
۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790060397]
Social Media

Social Media

په افغانستان کې یو شمېر شیعه‌ګان د دې مذهب پر پیروانو د طالبانو د مذهبي فشارونو پر دوام سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، طالبان په بېلابېلو پلمو د شیعه‌ګانو هغه ملکیتونه او عامه ځایونه چې جومات، مدرسه او روغتون پکې دي، په پرله پسې ډول په بېلابېلو تورونو غصبوي او د دې مذهب مشران نیسي او سپکاوی ورته کوي.

طالبانو د افغانستان په شیعه‌ګانو پورې اړوندو ملکیتونو او عامه ځایونو د غصب په لړ کې په دې وروستیو کې د خاتم‌الانبیا مدرسه تړلې ده. سرچینو ۸صبح ته تایید کړې چې د طالبانو د عدلیې وزارت وسله‌والو پرون په دشت برچي کې پر خاتم‌الانبیا مجتمع برید کړی او د شیعه‌ګانو دغه کلتوري او مذهبي مرکز یې تړلی دی. د سرچینو په وینا، طالب ځواکونو د دې مجتمع مسوول سیدحسن فاضل‌زاده هم نیولی دی.

د طالبانو عدلیې وزارت ادعا کړې چې د دې مجتمع ځمکه دولتي ده او باید تخلیه شي. شاهدانو هم ویلي چې طالبانو د دغه مجتمع د جومات دروازه مهرو لاک کړې ده. پر همدې مهال، په ټولنیزو شبکو کې د دغه جومات پر دروازه د لګېدلې پاڼې عکس هم خپور شوی چې ښيي د شیعه‌ګانو دغه مذهبي مرکز د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا تړل شوی دی.

د شیعه مذهب یو پيرو حسین (مستعار نوم) وايي، د شیعه مذهب پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات د دې ډلې پر پخوانۍ دښمنۍ سربېره، په سیمه کې له وروستیو سیاسي بدلونونو سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، د طالبانو ایډیالوژي له بنسټه د شیعه مذهب پر ضد جوړه شوې او د دې ډلې د عدلیې وزیر یې لا په څرګند ډول عملي کوي.

دغه شیعه وايي: «طالبان په دغو اقداماتو سره، د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو د ملکیتونو د غصب پر خپلې پخوانۍ تګلارې سربېره، یو ډول فشار راولي چې د شیعه‌ګانو ښوونیز مرکزونه هم محدود او تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ ځکه هغوی اندېښمن دي او له سیمه‌ییزو بدلونونو وېره لري.»

محمد هم باور لري چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې په وار وار یې له شیعه‌ګانو سره د امنیت، د سر او مال د خوندیتوب او د هغوی د ملکیتونو د ساتنې ژمنې کړې دي، نور نه شي کولای هغه څه پټ وساتي چې په ذهن او باور کې یې دي او خپله د شیعه‌ ضد تګلاره لا څرګنده نه کړي. د هغه په وینا، که څه هم شیعه‌ګانو په افغانستان کې هېڅکله د مذهبي تاوتریخوالي غوښتنه نه ده کړې او نه یې کوي، خو د طالبانو دغه چلند د دې لامل کېږي چې په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو ترمنځ مذهبي واټن زیات شي.

دغه شیعه وګړی وايي: «د افغانستان د عامو خلکو ترمنځ مذهبي درز ډېر کم دی. شیعه او سني په افغانستان کې د ډېرو نورو اسلامي هېوادونو پرتله له یو بل سره ډېر زغم او مدارا لري او په غم او خوښۍ کې له یو بل سره شریک دي؛ خو طالبان په خپل ځپونکي چلند سره د مذهبونو د پیروانو ترمنځ د درز او واټن د رامنځته کېدو لامل کېږي او دا د افغانستان د راتلونکي لپاره خطرناک دي. د طالبانو دغه اقدامات ډېرې عقدې رامنځته کوي چې یوه ورځ به له کنټروله ووځي. ښه به دا وي چې هغوی له شیعه مذهب سره له ضدیت او د شیعه‌ګانو له ځپلو لاس واخلي.»

یو هزاره او شیعه وګړی احمد چې د طالبانو له خوا د نیول کېدو تجربه لري، ۸صبح ته وايي چې د شیعه‌ګانو د مذهبي ملکیتونو د نیولو پر مهال د طالبانو چلند په افغانستان کې له دود او عام کلتور سره په ټکر کې دی. د هغه په وینا، طالبان د ملکیتونو د نیولو پر مهال، په ځانګړې توګه له شیعه هزاره‌ګانو سره ډېر ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کوي.

دغه سړی د طالبانو د عدلیې وزیر له خوا د خپل نیول کېدو تجربه داسې بیانوي: «د طالبانو د عدلیې وزیر زما په مخ کې په څرګندو ټکو موږ ته وویل چې تاسو هزاره خلکو تر دې حده پورې رسېدلي یاست، دا ډېر زیات دي. ستاسو دنده تر دې وړاندې رمه پوول، بزګري او جوالګري وه.» هغه د پېژندل کېدو له وېرې په راپور کې د خپل نوم له یادولو او د نورو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کوي او وايي، د خپلې نیونې ترخه او دردناکه تجربه به یوه ورځ په قلم ولیکي.

بلخوا، یو شمېر شیعه هزاره کاروونکو هم د طالبانو له خوا د شیعه‌ګانو د کلتوري او مذهبي مرکزونو د تړلو په اعتراض کې غبرګون ښودلی دی. د دوی په وینا، طالبان به په پای کې د شیعه‌ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره‌ګانو، ډېرې ځمکې او ملکیتونه په بېلابېلو پلمو ولکه کړي او دا بهیر به یوازې د هغوی تر مذهبي مرکزونو محدود پاتې نه شي.

شیعه وګړي محمد جوادي په کابل کې د خاتم‌الانبیا مجتمع د تړل کېدو په غبرګون کې لیکلي دي: «موضوع دا ده چې زموږ علمي، کلتوري او مذهبي شتمنۍ یو په بل پسې له لاسه وځي او په ظالمانه توګه مصادره کېږي؛ او موږ د سیدانو او هزاره‌ګانو ترمنځ په ملا ماتونکي اختلاف کې ښکېل یو.»

ښاغلي جوادي زیاته کړې ده: «د خواشینۍ خبره دا ده چې موږ یو ډېر مهم مرکز له لاسه ورکړ. خبره یوازې د خاتم‌الانبیا مدرسې نه ده؛ بلکې د خاتم‌الانبیا هغه لویه ساحه ده چې مدرسه، د دیني زده‌کوونکو لیلیه او کتابتون پکې و. د حضرت فاطمة‌الزهرا روغتون او د شهید مزاري لویه مصلا هم په همدې ځای کې وو؛ او دا ټول په ظالمانه توګه مصادره کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کابل کې د خاتم‌النبین دیني مدرسې له نیولو او تخلیې وروسته، تېره اوونۍ د خاتم‌النبین پوهنتون د فعالیت جواز هم لغوه کړی او د دغه ښوونیز بنسټ فعالیتونه یې درولي دي. د دغه پوهنتون محصلانو تېره اوونۍ له ۸صبح سره په خبرو کې د خپل برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پوهنتون دروازه یې طالبانو پر مخ تړلې او سلګونه محصلان بې برخلیکه پاتې دي.

ویل کېږي چې د لیسانس او ماسټرۍ په کچو شاوخوا درې زره او ۲۰۰ محصلان د طب، انجینري او ټولنیزو علومو په ګډون په نهو پوهنځیو کې په کابل او شاوخوا ۷۰۰ محصلان د دغه پوهنتوند غزني په څانګه کې پر زده‌کړو بوخت وو.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د شیعه‌ګانو یو مذهبي ښوونیز مرکز خاتم‌النبین دیني مدرسه د طالبانو د عدلیې وزارت د وسله‌والو له خوا تړل شوې او تخلیه شوې وه. د دې ډلې وسله‌والو د دغې دیني مدرسې یو شمېر مسوولان او استادان هم نیولي وو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.