د ننګرهار د نجونو ګواښ: که طالبان پر خپلې پریکړې بيا غور ونه کړې، په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړو

د طالبانو د مشر له خوا د یوه فرمان له صادرېدو وروسته دغې ډلې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو امر وکړ، چې د ټولو نجونو پر مخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.

دوی د مکتوب په یوه برخه کې لیکلي، چې دا کار يي د کابینې د ۲۸ ګڼې مصوبې د پریکړې پر بنسټ کړی او د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو يي غوښتي چې په دې تړاو د لوړو زده‌کړو وزارت ته د خپلو اجراتو ډاډ ورکړي.

د طالبانو دغې پریکړې د ننګرهار ولایت د ولسونو پراخ غبرګونونه پارولي دي. یو شمېر ځوانانو او نجونو پر ټولنیزو شبکو لیکنې کړې دي او د طالبانو یاده پریکړه يي له زده‌کړو او پوهې سره دښمني بللې ده .

په تېر نظام کې د تورخم ښاروال او مدني فعال راحت ګل زیارمل پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «خور مې بدبخته ده چې د طب پوهنځي په وروستي کال يي پوهنتون تړل کېږي، ورېرو مې ۳ کاله کانکور ته چمتوالی ونیوه، ترڅو سږ کال طب پوهنځي ته بریالۍ شوې، خو د هغوی هیلې یې هم له خاورو سره خاورې کړې، طالبانو ته هیڅ پیغام نه لرم، انا لله وانا الیه راجعون.»

د کرکټ افغان ستوري راشد خان پر خپلې فېسبوک‌پاڼې د نجونو پروړاندې د طالبانو د یادې پریکړې په تړاو لیکلي: «دې کې شک نشته چې ښځه د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او د ټولنې بنسټ دي، نو کومه ټولنه چې خپل کوچنیان او لویان د جاهلې او نالوستې ښځې په غیږ کې پریږدي نو ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګټور خدمت تمه ولري.»

ورته مهال د ننګرهار پوهنتنون له دروازې راګرځول شوې محصلې نجونې وايي د اسلام له خوا ورکړل شوی حق ورنه طالبانو واخيست او دوی يې له زده‌کړو بې برخې کړې دي .

وحیده د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي د درېیم کال محصله ده، د پوهنتنون دروازه کې دې ته په تمه ده چې ښايي څوک به دروازه ورته پرانیزي او په ډیرې خوښۍ به درسونو ته دوام ورکړي .

نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «سهار اوه بجې پوهنتون ته راغلم، زه د طالبانو له پرېکړې نه وم خبره، کله چې د پوهنتنون دروازې ته راورسېدم، طالبانو راته وویل، چې ستاسو پروړاندې د پوهنتون دروازې تړل نور تړلې دي.»

نوموړې په اوښلنو سترګو وایي: «پلار مې راباندې په ډيرې غریبۍ لوړې زده‌کړې پیل کړې، خو طالبانو دغه د زده‌کړو ارمان راخاورې کړ، ځکه دوی ډېر کله د ښوونيزو ادارو د بیا پرانېستو خبره کړې خو ښه بېلګه يې له شپږم پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو د پرانیستو ژمنه ده چې اوس هم تړلي پاتي دي.»

د دغه پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو د دويم کال محصله عادله نایاب پر طالبانو غږ کوي چې یاده پریکړه دې بېرته واخلي او که داسې ونه شي، نو د پوهنتون ټولې نجونې پر یوه خوله خپل حق وغواړو.

نوموړې زیاتوي: «حق اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه، موږ ټولې محصلینې نجونې به د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره هره دروازه وټکوو، ان که مجبورې شوو د خپلو حقونو د غوښتې لپاره به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړو.»

ننګرهار کې قومي مشر شفیع‌الله توحید د طالبانو وروستۍ پرېکړه ظالمانه بولي او له ولسونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د دغې پرېکړې پروړاندې پټه خوله پاتې نه شي .

نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل: «د ډیر افسوس ځای دی چې نړې مریخ کې ځانته ځایونه جوړ کړل، خو زموږ نجونې طالبان پر ځمکه زده‌کړو ته نه پرېږدي، دا خو هغه زده‌کړې دي چې خدای او د هغه رسول یې اجازه ورکړې، زه نه پوهیږم چې طالبان په کوم قانون د دوی د زده‌کړو مخه نیسي، که داسي کوم قانون وي، دوی دې راوښيي چې موږ هم ترې خبر شو.»

نوموړی د افغانستان له کړکېچن وضعیته د اندېښې په څرګندولو وايي، طالبان د ګاونډي پاکستان په اشاره پر نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړي څو افغانستان د تل لپاره له هر پلوه پاکستان ته احتیاج او محتاج پاتې شي.

نوموړی د نجونو پر لوړو زده‌کړو د طالبانو د بندیز په تړاو وايي: «که طالبان نجونو ته د پوهنتونونو د دوام اجازه ورنه‌کړي، افغانستان به بیا د تېر تاریخ پر برخليک اخته شي، تورو تیارو ته به ورګرځي او له هغه ستونزمن حالته هېواد بېرته راګرځول ناشونی کار دی.»

طالبان داسي مهال په هېواد کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړي، چې دغې ډلې تېر کال پر افغانستان له واکمنېدو سره، د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل او له پرله‌پسې ژمنو سره سره، تر اوسه د نجونو منځني ښوونځي او لېسې نه دي پرانېستل شوې.

ورته لیکنې

Back to top button