د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزارت اعلان وکړ چې د يوې نوې هوکړې پر بنسټ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او ځانګړي ډول د افغانستان هوايي ځواک د لوجيستيکي او مالي ملاتړ په موخه په قطر هېواد کې يو مرکز جوړوي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جان اف کربي وويل چې، دغه مرکز په قطر کې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړي ډول د افغان هوايي ځواک د مالي ملاتړ په موخه رامنځته کېږي.
جان کربي زياته کړه، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د مشورې او د ملاتړ ماموریت به همدارنګه دوام ولري.
د امريکا د دفاع وزارت وياند په وينا، اوسمهال افغانستان کې پوځي واک افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د لېږد په حال کې دی او د امریکا متحده ايالتونو د دفاع وزیر لوېډ اسټېن په دې هڅه کې دی چې په قطر کې د افغانستان پوځ د ملاتړ په موخه دفتر پرانیزي.
د راپورونو له مخې امریکا به د دغه دفتر له لارې افغانستان کې خپل عملیات تنظیموي او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي.
کربي ټینګار کړی، چې وسله وال طالبان باید جګړې پایته ورسوي او د سولې لاره خپله کړي.
نوموړي همداراز ويلي چې امريکا په هڅه کې د ژر تر ژره افغان حکومت او وسه وال طالبان اوربند او سولې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ (د چنګاښ په ۱۱مه) خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان مشران د حکومت ساتلو وړتیا لري او د شته ننګونو پر وړاندې مبارزه کولای شي. جو بایډن زياته کړې چې له بهره د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ملاتړ په پار امکانات چمتو شوي دي خو بايډن دا هم ويلي چې افغان هوايي ځواک هم دغه چاره ترسره کولی شي.