۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسي جرګې، پاکستان پورې اړوند ټول هغه موارد چې د افغانستان د پرځېدو په تړاو و، «افغانستان کې د امریکا د ماتې د ارزونې» له لایحې، د دغه هېواد نوم لرې کړی دی.
په دغو مواردو کې داسې ادعاوې راغلې وې، چې د طالبانو له خوا د کابل په سقوط کې پاکستان پړ بلل کېده.
ډان پاکستاني ورځپاڼې، دوشنبه د لیندۍ پر ۲۲ ویلي، په اصلاح شوي متن کې د پاکستان د نوم پر ځای بل «هر هغه هېواد چې افغانستان ته نژدې پروت دی»، لیکل شوی دی.
همداراز په اصلي متن کې د کابل د سقوط په اړه، د پاکستان د رول په هکله راغلي و؛ خو د دغې ورځپاڼې په وینا، په اصلاحي متن کې دا مورد هم لرې کړای شوی دی.
تر دې مخکې د دغې لایحې په یوې برخه کې د پاکستان له خوا د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د ملاتړ په هکله هم راغلي و.
ویل شوي، چې د دې لایحې پر اساس، د امریکايي ځواکونو د وتلو د دلایلو ارزونه یو شرط یاد شوی دی.
د دې تر څنګ، یو کمېسیون هم تشکیل شوی، چې د افغانستان د ماتې په تړاو، د افغانستان نژدې او لرې ګاونډیو د رول د څېړنې واک لري.
د دې لایحې اصلاحي متن په داسې حال کې خپرېږي، چې د امریکا د کانګرس غړو یو پلاوي په وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی و.
د دغه پلاوي غړو له پاکستان سره د دوستانه اړیکو ساتلو ته تمایل ښوولی و.
د یادونې وړ ده، امریکا د سپټمبر ۱۱ بریدونو تر څنګ په نورو مواردو کې هم د پاکستان پر نیت شکمنه وه.
د کابل تر سقوط او د پاکستان له خوا د طالبانو پرله پسې ملاتړ وروسته، واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره د پاکستان د مستقیم ملاتړ په هکله ګومانونه زیات شول.
په ورته وخت کې، پاکستان وايي، چې د طالبانو په بیا واکمنېدو کې يې رول نه دی لرلی.
تر دې مخکې د امریکا د کانګرس غړو د یوې لایحې په وړاندیزولو سره د یوه کمېسیون د ایجاد غوښتنه وکړه، چې له مخې يې په افغانستان کې د امریکا ټول؛ نظامي، اطلاعاتي او ډيپلوماټيک فعالیتونه وارزوي.
دا ارزونه د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۱۱ څخه د کابل تر سقوط (اګسټ ۱۵، ۲۰۲۱) پورې د امریکا فعالیتونه ارزوي.
امریکا غواړي، چې په دې ارزونې سره، په افغانستان کې د امریکا د ماتې او همداراز د طالبانو په لاس د کابل د سقوط اصلي عوامل وڅېړي.