۸صبح کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې واشنګټن له طالبانو غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې ترهګریز بریدونه نه ترسره کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر دا خبره سه شنبه د چنګاښ ۲۶مه، په یوه خبري کنفرانس کې کړې ده.
هغه دغه راز ټینګار کړی چې د ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل له طالبانو سره په تعامل کې د امریکا لومړیتوب دی.
مېلر دا خبره د ترهګرۍ په تړاو د پاکستان د اندېښنو په اړه کړې ده.
هغه زیاته کړې، «د پاکستان خلک د سخت دریځو او ترهګرو له لاسه ډېر زیانمن شوي دي. موږ د سیمې امنیت ته له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خلکو او حکومت سره ګډې ګټې لرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو ډلې څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په تر ټولو لوی جوړښت سره په افغانستان کې مېشت دی.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي وو چې د ټي ټي پي جنګیالي له افغانستانه وباسي.


