۸صبح، کابل: ځايي سرچینې وايي چې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د حضرت فاطمةالزهرا خیریه روغتون د طالبانو له لوري تړل شوی دی.
له کابله سرچینو دوشنبه د تلې پر ۶مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړې چې د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند وسلهوالو ځواکونو یکشنبه د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې دغه روغتون تړلی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دغه روغتون ټول ناروغان او کارکوونکي له ودانۍ ایستلي او دروازه یې مهرو لاک کړې ده.
دغه روغتون د یوه ایراني خیریه بنسټ په مالي ملاتړ فعالیت کاوه او د سیمې اوسېدونکو ته یې په لږ لګښت روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
د دې روغتون ډېری مراجعین کمعاید لرونکي کسان وو.
طالبانو تر اوسه د دغه روغتیايي مرکز د تړل کېدو د لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
دغه روغتون په داسې حال کې تړل کېږي چې په تېرو دوو اوونیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اهل تشیع اړوند څو علمي، کلتوري او ورزشي مرکزونه چې دیني مدرسې، پوهنتون، ټلوېزیون او ورزشي لوبغالی پکې شامل دي، د طالبانو له لوري تړل شوي دي.





