ولسي جرګې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د یو شان کولو طرحه تصویب کړه

م. ظریف صمیم

ولسي جرګې د مرغومي په اوولسمه نېټه د دولتي کارکوونکو د یو شان کولو طرحه تایید کړه. دا طرحه د ولسي جرګې د دېرشو غړو له خوا وړاندې شوې وه.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل چې د جرګې د غړو د وړاندیز له مخې، د مامورینو، ښوونکو، متقاعدینو، اجیرانو او سرتېرو د معاشونو د یو شان کولو لپاره د ټولنیز عدالت د ټینګښت په موخه دې له ۹۱ او ۹۲ کوډونو، ان ټي اې، سوپر سکېل او سي بي آر څخه د دوی معاشونو ته د رتبو له مخې پیسې ورزیاتې شي. دا طرحه د رایو په اکثریت سره د ولسي جرګې له خوا تایید شوه او د مالي چارو او بودیجې کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د مالي کال په بودیجه کې یې شامله کړي.
په دغه ناسته کې د ولسي جرګې رییس خبرداری ورکړ، ترهغه چې د ټولو ولایتونو لپاره په متوازنه توګه بودیجه نه وي بېله شوې دا مسوده به تایید نه کړي.
د ولسي جرګې رییس وویل: تر هغه چې د بودیجې مسوده تایید او وروستۍ نه شي، د ولسي جرګې غړي به د ژمي په رخصتیو ولاړ نه شي. د نوموړي په وینا، حکومت غواړي د بودیجې طرحه په وروستیو ورځو کې ورولېږي چې ولسي جرګه یې په بیړه په اړه پرېکړه وکړي.
د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۵۲ میلیارد ډالره بودیجه اټکل شوې ده. په هغې ۲۹۵ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانۍ هم پراختیايي بودیجه ده.

ورته لیکنې

Back to top button