کله کله هغه څه چې له یوې پېښې وروسته رامنځته کېږي، له پېښې یې ارزښت ډېر وي. د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید، له کچې او پراخوالي یې هاخوا، یو ځل بیا څرګنده کړه چې د نړۍ په نظر د طالبانو د رژیم ځای ځایګی څومره ټیټ او کم دی. د دغه برید په پایله کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې، پاکستان په ښکاره د برید مسوولیت منلی او ملګرو ملتونو هم د ملکي وګړو د مرګژوبلې پخلی کړی دی، خو تر اوسه د نړۍ له هېڅ مهم لوري څخه د دغه برید د غندنې غږ نه دی پورته شوی. البته، یوازې هند غندلی؛ هغه هم له پاکستان سره د دوښمنۍ له کبله، نه دا چې د افغانستان ګټې ورته دومره ارزښت ولري.
د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا تصادفي نه، بلکې یو روښانه حقیقت څرګندوي: په نړیوال ډګر کې د پاکستان د سیاسي وزن پرلپسې زیاتوالی او د طالبانو د سیاسي وزن پرلپسې کموالی. د ایران اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ کړکېچ کې د پاکستان ښکېلتیا او د دواړو سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ یې منځګړیتوب، په سیمه او نړۍ کې د اسلاماباد سیاسي باور زیات کړی دی. ښايي همدې چارې اسلاماباد ډېر زړور کړی وي چې د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړي؛ په ځانګړې توګه که د پاکستان د جګپوړو چارواکو په اړه د امریکا د جګپوړو چارواکو پرلپسې ستاینو ته پام وشي، د دې ارزونې د سموالي شونتیا لا پیاوړی کوي.
په نړیوال چاپېریال کې دولتونه د همدغه چاپېریال د غوښتنو له مخې، هڅه کوي له هغو لوبغاړو سره اړیکې ټینګې کړي چې ځواکمن وي او نه غواړي له منزوي لوبغاړو سره د همدردۍ په خاطر خپلې اړیکې له ځواکمنو لورو سره زیانمنې کړي. په بله وینا، ګڼ هېوادونه تر ډېره د ترینګلتیا د دواړو غاړو ترمنځ هغه لوری نه ټاکي چې ګواکې حق ورسره وي، بلکې هغه لوری غوره کوي چې له پامه غورځول یې ډېر سیاسي لګښت لري. پاکستان لا هم په داسې دریځ کې دی، خو طالبان نه. له همدې امله، د ګڼو هېوادونو چوپتیا تر دې ډېره چې د افغانستان د وضعیت پر وړاندې د ناغېړۍ نښه وي، په سیمهییزه او نړیواله کچه د ځواک په سلسله مراتبو کې د پاکستان او طالبانو د بېلابېل سیاسي ځای ځایګي انعکاس دی.
په مقابل کې بیا طالبان چې له نړۍ سره د اړیکو د پراختیا ادعاوې کوي، نه یوازې د پاکستان په څېر ځای ځايګی نه لري، بلکې په نړیوال ډګر کې په خورا ټيټ پوړ کې ولاړ دي. طالبانو هېر کړي چې له څو هېوادونو سره د محدودو ډیپلوماتیکو اړیکو لرل، په نړیوال چاپېریال کې د سیاسي وزن مانا نه لري. د دغو دواړو ترمنځ واټن په حساسو او برخلیک ټاکونکو شیبو کې ښه څرګندېږي؛ په دې مانا چې پاکستان د برید رسمي مسوولیت مني، خو ډیپلوماتیک لګښت نه پرې کوي، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ان د څو ملاتړو اعلامیو له ترلاسه کولو هم بېبرخې پاتې کېږي.
د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) حضور هم د نړۍ په چوپتیا کې اغېزمن عامل ګڼل کېږي. تر دې دمه ګڼ هېوادونه د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي د حضور او فعالیت په اړه نه یوازې شک نه لري، بلکې باوري شوي دي. دا چې په دې اړه په ښکاره دریځ نه نیسي، بېله خبره ده. پر همدغه بنسټ، که څه هم د ملکي وګړو وژل او د افغانستان له حاکمیته سرغړونه د دفاع وړ نه دي، خو دا واقعیت هم د ډېرو هېوادونو له نظره نه دی غورځېدلی چې ټيټيپي د افغانستان په خاوره کې حضور لري او د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ دا امنیتي ننګونه لا همداسې پاتې ده. له همدې امله، ښايي ځينې دولتونه د پاکستان بریدونه لږ تر لږه له امنیتي اړخه د درک وړ وبولي، که څه هم د ترسراوي له څرنګوالي سره یې موافق نه وي. تر دې مهمه دا چې ښايي ځینې هېوادونه په خپلې چوپتیا سره طالبانو ته دا پیغام ورکړي، هغه رژیم چې ترهګرو ته پناه ورکوي، یا یې د مهارولو وړتیا نه لري، د کړکېچ پر مهال دې هم د پراخ نړیوال ملاتړ تمه نه کوي. که دا احتمال سم وي، د نړۍ چوپتیا د نه پاملرنې په مانا نه، بلکې پر طالبانو د فشار راوړلو یوه بڼه ده.
که د نړیوالې ټولنې له چوپتیا تېر شو، د پېښې په اړه د طالبانو دریځ له دوو اړخونو د دفاع وړ نه ښکاري: لومړی دا چې په افغانستان کې د ټيټيپي حضور او د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې کار اخیستل د انکار وړ نه دي. دا چې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ټيټيپي پټنځایونه لګېدلي که نه، یا په کې ملکي وګړي قرباني شوي که نه، بېله خبره ده. خو دا موارد اصلي مساله نه بدلوي: په افغانستان کې د ټيټيپي حضور. تر هغې چې دا ستونزه هواره نه شي، پاکستان به تل د خپلو پوځي بریدونو د توجیه لپاره دلایل ولري. دویم، سره له دې چې طالبان یو هېواد اداره کوي، لا هم نه دي توانېدلي د پاکستان پر وړاندې د بازدارندګۍ وړتیا رامنځته کړي. پر کرښه وسلهوالې نښتې، لنډمهالې نښتې، د یوې یا څو امنیتي پوستو موقتي نیول او د څو سرحدي سرتېرو وژل، که څه هم ښايي په تبلیغاتي چاپېریال کې ارزښت ولري، خو د پاکستان پر وړاندې د بازدارندګۍ مانا نه لري. له همدې کبله، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان لا هم اسلاماباد ته د پوځي فشار کارولو کم لګښته هدف ښکاري. هغه رژیم چې له یوې خوا د ترهګرو ډلو پر کوربتوب تورن وي او بل پلو د بهرنیو بریدونو پر وړاندې د خپلې خاورې له حاکمیته د دفاع وړتیا نه لري، نه یوازې په پوځي ډګر کې، بلکې په ډیپلوماتیکه برخه کې هم یوازې پاتې کېږي. په داسې شرایطو کې بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د کړکېچ زیاتول، بې له دې چې د بازدارندګۍ اړین وسایل وي، د ستونزې د هواري پر ځای، پر هېواد دروند لګښت تپي.
په همدې چوکاټ کې بیا د طالبانو کمزوري د غبرګون له ډوله هم څرګندېږي: دا چې د برید ځواب به «په مناسب وخت» کې ورکړل شي. د طالبانو د ویاندویانو له خوا د دغې اصطلاح تکرار ښيي چې دا ډله د اغېزمن او سملاسي غچ اخیستونکي برید د ترسرواي وړتیا نه لري. که پر پاکستان د اغېزناک او دروند ګوزار راوړلو شونتیا وای، چټک پوځي غبرګون به د عامه افکارو په قانع کولو او د رژیم د ځواک او اقتدار په ښودلو کې مهم رول لرلی. خو کله چې ځواب په څویم وار نامعلوم وخت ته ځنډول کېږي، ویل کېدای شي چې د طالب چارواکو د خبرو او شعارونو او په دواړو برخو (نظامي او ډيپلوماسي» کې د یې د واقعي او عملي وړتیاوو ترمنځ واټن لا هم پر خپل ځای دی.





