• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مـذاکـراتـو په درشل کـې د جګـړې ګـواښ!

ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيزپردېس

 ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيزپردېس ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيزپردېس
۲۷ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۱۵ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1613403842]

په داسې حال کې چې بين الافغاني مذاکرات شپږمې مياشتې ته دننه کېږي، خو دغه مذاکرات ورځ تربلې له ابهام او نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي. په دوحه کې سرچينې وايي چې د طالبانو مرکچي پلاوی په خپلو بهرنيو سفرونو بوخت دي؛ نو د مذاکرې مېز خالي دی. له بل پلوه، کله چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي له تهران او مسکوه، دوحې ته ستانه شوي؛ نو له ستونزې سره مخ شوي دي. طالبانو په دې سفرونو کې، له امريکا او قطر سره همغږي نه ده کړې او په همدې دليل قطر پر طالبانو د دوه اونيو لپاره، د قرنطين شرط ايښی دی!
سرچينې دغه کار د طالبانو لپاره «ډيپلوماتیکه ګوتڅنډنه» ګڼي؛ ځکه له دې وړاندې به قطر- سربېره پردې، چې قرنطيني وضعيت به ؤ، نو د امریکا او طالبانو استازو ته به يې «ځانګړې پاڼې» ورکولې چې د قرنطين وضعيت يې مخه ونه نيسي!
بلې خوا ته د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې طالبان د «ناموجه پلمو جوړولو» او «نامعقوله دلايلو» په سبب، د مذاکراتو د مخکې تګ مخنیوی کوي.
ددې شورا په باور «طالبان ددې پرځای چې پر اصلي قضيو او د جګړې پای ته رسولو باندې بحث وکړي، سفرونو او حاشيوي بحثونو ته يې مخه کړې او تاوتريخوالی ته يې هم دوام ورکړی دی.» دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبان اوسمهال د دوحې هوکړه ليک، د برخلیک په اړه اندېښمن دي او امريکا ته يې خبرداری ورکړی چې ددې هوکړه ليک د لغوه کېدو او سرغړونې په صورت کې به، (لويه جګړه) پيل شي.
له دوحې څخه سرچینې ۸صبح ته وايي چې د مذاکراتو مېز خالي دی او د دولت مرکچي پلاوی د طالب مرکچي پلاوي په تمه دی. د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د مذاکراتو مېز ته د طالب مرکچي پلاوي د نه حاضرېدو له امله شکايت لري او په توند غبرګون سره ددې په خوا کې، چې وایي «طالبان پر خپلو «سفرونو او حاشيوي بحثونو» بوخت دي.» دغه دغې شورا د روان کال د سلواغې په ۱۷مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې، که څه هم د دولت مرکچي پلاوی له «بشپړ صلاحيت» سره په دوحه کې حضور لري، خو طالبان د «ناموجه پلمو جوړولو» او «نامعقوله دلايلو او انګېزو» له امله، د سولې مذاکراتو مخکې تګ کې، ځنډ رامنځته کوي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا، ددې شورا د رئیس عبدالله عبدالله له قوله ويلي چې، طالبان «د اصلي قضيو او د جګړې، تاوتريخوالي او مسلمان وژنې د پای ته رسولو پرځای» په خپلو سفرونو او حاشیوي بحثونو بوخت دي. همداراز دا شورا په دې دریځ سره باور لري چې طالبانو اوس هم د خلکو پر وړاندې جګړې او تاوتريخوالي ته دوام ورکړی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې «د افغانستان قضیه په لومړي ګام کې په افغانانو پورې اړه لري» او د جګړې او ورور وژنې د پای ته رسولو لپاره بايد اړخونه له يو او بل سره کښېني. د ملي روغې جوړې عالي شورا په وينا، دولت او طالبان بايد اوسنۍ جګړه، د اسلامي ارشاداتو او لارښوونو او نړیوالو قوانینو پر اساس او همدارنګه د «هېواد ملي ګټو» او «يوې ټول منلې او سراسري سياسي حل لارې» په پام کې نیولو سره حل کړي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا په دې باور ده چې «د مذاکراتو له لارې د هېواد د ناورین د حل لپاره استثنايي فرصت رامنځته شوی دی» او له دې سره هم مهاله د جګړې د پای ته رسولو لپاره سيمه ييزه او نړيواله اجماع هم موجوده ده. یادې شورا ويلي چې بايد دولت او طالبان د «اسلامي مسوولیت» په توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دې فرصته ګټه واخلي.
په دغه اعلامیه کې د ښاغلي عبدالله له قوله راغلي، «هغه کسان چې په دې باور دي، چې له «مذاکرې او خبرو» له لارو پرته، د جګړې د پای ته رسولو په فکر کې دي، تاريخي شواهدو ته په کتو سره، «غلطه لار» يې خپله کړې ده. له دې وړاندې د دولت مرکچي پلاوي غړو هم ويلي ؤ چې د طالبانو مرکچي پلاوي غړیو پرته له کوم موجه دليله د مذاکرې مېز پريښی دی.
په ورته وخت کې د سولې مذاکراتو له بهيره کره سرچينې ۸صبح ته وايي چې، د طالبانو استازي په قطر کې د کورونا ويروس د خپرېدو له امله د رامنځته شويو محدوديتونو له امله، اوس هم په تهران او مسکو کې دي او قطر ته نه دي ګرځېدلي. په دې ترتيب قطري چارواکو طالبانو ته پيغام رسولی چې دوحې ته د بېرته تګ په صورت کې دې د دوه اونيو لپاره د قرنطين دوره تېره کړي.
دغه کار د طالبانو لپاره «ډيپلوماتیکه ګوتڅنډنه» ګڼل شوې ده. قطر او امریکا، تهران او مسکو ته د طالب پلاويو له وروستيو سفرونو ناخوښ دي. ددې سرچينو په وینا، امريکايي او طالب پلاويو به له دې وړاندې له قطري چارواکو سره د خپلو سفرونو په تړاو همغږي کوله او د بېرته ورتګ پرمهال به ورته «ځانګړې پاڼې» هم ورکول کېدې او ۱۴ ورځیني قرنطين ته به اړتيا نه وه.
ويل کېږي چې طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي او ځواب ورکولو ته نه دي حاضر شوي. ددې ډلې سیاسي دفتر اوس هم په دې تړاو چې ولې د مذاکرې مېز ته نه حاضرېږي، ځواب نه ورکوي. پر دغو مواردو سربېره طالبانو د امريکا هغې پرېکړې په اړه چې غواړي د دوحې هوکړه ليک له سره وارزوي، کوم غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو د افغانستان د مطالعې ډلې پر موندنو چې د امريکا کانګرس په لارښوونه شوې، نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دې ډلې د څېړنې او ارزونې پرمهال «وارخطايي» کړې ده. د طالبانو په وينا، «که د دوحې له هوکړه ليکه سرغړونه وشي، نو د خطرناکې [جګړې] سبب به شي.»
دغې ډلې په خپله انټرنېټپاڼه کې ليکلي چې د دوحې هوکړه ليک «د اوسنيو شخړو د حل لپاره یوازنی منطقي او پايداره چوکاټ» دی او که دا هوکړه ليک لغوه شي، نو د «لويې جګړې» د رامنځته کېدو سبب به شي چې «مسؤليت به يې د امریکا په غاړه وي.»
طالبان په داسې وخت کې غبرګون ښيي چې امريکا له دې وړاندې د دوحې هوکړه لیک د بيا کتنې چارې پيل کړې او ويلي يې دي چې د ترمپ په امر، د روان ۲۰۲۱ زیږدیز کال د مې تر مياشتې پورې، د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير هم له سره ارزوي.
په دې توګه امریکا غواړي چې د تاوتريخوالي کموالي، له ترهګريزو ډلو سره د اړيکو پرې کولو او په مذاکراتو کې د معنی داره ګډون په برخو کې د طالبانو ژمنتيا له سره وارزوي.
امریکې کانګرس لخوا موظفې شوې د افغانستان مطالعاتو ډلې، طالبان د وروستيو تاوتريخوالي عاملین بللي او ويلي يې دي چې دا ډله (طالبان) د هوکړه لیک موادو ته ژمنه نه ده پاتې شوې. د افغانستان مطالعې ډلې همداراز ويلي چې بايډن بايد د مې په مياشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستان نه بهر نه کړي؛ ځکه چې په هغه صورت کې به هېواد يو ځل بيا کورنۍ جګړه تجربه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.