۸صبح، کابل: طالبانو په کابل پوهنتون کې د ښځو لپاره د تحصیلي څانګو د ماسترۍ دورې زده کړې محدودې کړې.
د هغې خبرتیا له مخې چې پنجشنبه د تلې په ۲۸مه د کابل پوهنتون له ادرسه خپره شوې، د انجنیرۍ، کمپیوټرساینس، اداره او تجارت او زراعت په څانګو کې د ښځینه زده کونکو لپاره ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د نورو څانګو لپاره نجونو او هلکانو ته یو شان ونډه په پام کې نیول شوې ده.
د کابل پوهنتون ریاست چې د طالبانو له لوري ادارې کېږي په دغو څانګو کې د ښځو لپاره د محدودیتونو په اړه لا زیات جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کانکور آزموینه کې د نجونو لپاره د انجنیري، زراعت او وترنرۍ (مالدارۍ) تېلو او ګازو، کانونو او جیولوجۍ په شان څانګې حذف کړې وې.