په افغانستان کې یو شمېر ښځې وایي چې د زوی د زېږولو لپاره د مېړه او د خسرګنۍ د فشار له امله اړې کېږي پرله پسې زېږونونه وکړي. هغوی زیاتوي چې دغه فشارونه نه یوازې دا چې د امیندوارۍ د وخت او واټن په اړه د هغوی د پرېکړې حق محدودوي، بلکې د هغوی جسمي روغتیا او رواني ارامتيا هم له ګواښ سره مخ کوي. د دغو ښځو په وینا، د هغوی کورنۍ پر دې باور دي چې که یوه ښځه له لومړي زېږون وروسته ژر بیا امیندواره شي، نو راتلونکی ماشوم به یې حتماً زوی وي. دوی ټینګار کوي چې دا ناسم باور او له هغه راولاړېدونکي فشارونه باید بدل شي او ټولنه او کورنۍ باید د امیندوارۍ په اړه د ښځو حقونو او پرېکړو ته درناوی وکړي.
خو یو شمېر نورې ښځې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې د امیندوارۍ د مخنیوي له لارو چارو د وېرې له امله یې پرله پسې زېږونونه تجربه کړي دي. هغوی زیاتوي چې ځینو ښځو ورته ویلي وو چې د دغو درملو کارول ښايي د شنډوالي لامل شي، له همدې امله یې د امیندوارۍ د مخنیوي له لارو چارو کار نه دی اخیستی. د دغو ښځو په وینا، دغو اندېښنو او ناسمو معلوماتو له جدي روغتيايي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې په ډېرو دودیزو کورنیو کې لا هم د لور او زوی ترمنځ توپیر ته ډېر اهمیت ورکول کېږي او ښځې د لور د زېږولو له امله کله ناکله له ملامتۍ او ناسم چلند سره مخ کېږي، په داسې حال کې چې د زوی زېږول په دغو کورنیو کې ځانګړی ارزښت او اهمیت لري.
ثریا (مستعار نوم)، چې يوه له دغو ښځو ده، وایي چې لومړی او دویم ماشوم یې دواړه لوڼې وې او له همدې امله خواښې پرې فشار راوستی و چې د زوی د زېږولو لپاره ژر بیا امیندواره شي. هغه زیاتوي چې دې فشارونو نه یوازې د هغې جسمي او رواني روغتیا اغېزمنه کړې، بلکې د دې فرصت یې هم ترې اخیستی چې کافي استراحت وکړي او خپلو ماشومانو ته سمه پاملرنه وکړي.
ثریا وایي: «کله چې زما دویمه لور وزېږېده، خواښې مې راته وویل چې د هغې د څلوېښتو په تېرېدو سره باید بېرته امیندواره شم او که دا کار وکړم، نو حتمي به مې بل ماشوم زوی وي. زه بیا امیندواره شوم، خو دا ځل مې هم لور وزېږېده. په دې موده کې نه د استراحت فرصت راته برابر و او نه مې دا توان درلود چې ځان او خپلې ماشومې ته سمه پاملرنه وکړم. ان زما ویښتان او باڼه هم توی شوي او زما جسمي او رواني روغتیا له جدي ګواښ سره مخ شوه. د زېږونونو ترمنځ باید واټن مراعت شي او هېڅ ښځه باید تر فشار لاندې ونه نيول شي.» هغه نورو ښځو ته خبرداری ورکوي چې ناسمو باورونو ته غوږ کېنږدي او خپله روغتیا له خطر سره مخ نه کړي.
ثریا زیاتوي: «ما ډېر کړاو وګاله او زما تجربه دا ښيي چې د لور او زوی ورکول د خدای په لاس کې دي او هېڅوک یې ټاکلای نه شي. زما سپارښتنه ټولو ښځو ته دا ده چې د خپل ځان او خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د امیندوارۍ په اړه پرېکړه خپله وکړي او تر فشار لاندې رانه شي.»
.
د افغانستان د ښځو ترمنځ ځينې ناسم باورونه شته چې ګواکې د امیندوارۍ د مخنیوي لارې، لکه ګولۍ او د مخنیوي وسایل د شنډوالي، د بدن د غړو د زیانمنېدو، سختې بې حوصلګۍ او ان د رواني ستونزو لامل ګرځي. همدغو ناسم باورونو ډېرې ښځې دې ته اړې کړې چې د امیندوارۍ د مخنیوي له لارو کار وانخلي.
یوه بله ښځه نسيمه وايي چې د خپل لومړي ماشوم تر زېږون وروسته ډاکترانو هغې ته د امیندوارۍ ترمنځ د واټن ساتلو سپارښتنې کړې وې، خو د مخنیوي د لارو له کارولو د وېرې له امله یې دا سپارښتنې عملي نه کړې. هغه زیاتوي چې ښځو ته باید پوهاوی ورکړل شي، څو د امیندوارۍ د مخنیوي د لارو په اړه له ناسمو معلوماتو ځان خبر کړي او د امیندوارۍ په اړه سالمې او سمې پرېکړې وکړي.
نسیمه زیاتوي: «زما ماشومان په پرله پسې ډول په شیدو تغذیه شوي دي. دویم ماشوم مې د دې له امله کمزوری شو چې لومړی ماشوم ته مې شیدې ورکولې او ما مناسبه تغذیه نه درلوده، ډېرې ستونزې یې درلودې. اوس زما بل ماشوم هم ډېر کمزوری دی او ان د امیندوارۍ پر مهال مې خپل ځان ته کافي پاملرنه ونه کړای شوه. که ما د مخنیوي له یوې لارې کار اخیستی وای، اوس به دا وضعیت نه وای رامنځته شوی.»
يو شمېر ډاکټران وایي چې له واټن پرته زیږونونه کولای شي د مور او ماشوم لپاره جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کړي. دوی ټینګار کوي چې د زیږونونو ترمنځ مناسب واټن ساتل د مور او ماشوم د روغتیا لپاره خورا مهم دی او کولای شي له وخته مخکې زیږون، د ماشوم کم وزن او د مور جدي ستونزې کمې کړي. ډاکټران زیاتوي چې، د امیندوارۍ د واټن د اهمیت او د مخنیوي اغېزناکو لارو چارو ته د لاسرسی په تړاو د ښځو او کورنیو ته د پوهاوي ورکول د مور او ماشوم د مړینې په کمولو کې مهم رول لوبوي.
یوه ډاکټره لمیا امیني وایي چې ښځې باید د زیږونونو ترمنځ لږ تر لږه دوه تر درې کاله واټن وساتي. هغه زیاتوي چې که دا واټن رعایت نه شي، نو مور د هډوکو پوده کېدو، د وينې د سخت کمښت او عصبي زیانونو په ګډون له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ کېدای شي او په پایله کې مور د خپل جنین او ماشوم مناسبې ساتنې وړتیا له لاسه ورکوي.
امیني زياتوي: «ښځې باید د زیږونونو ترمنځ دوه تر درې کاله واټن وساتي ترڅو د روغتیایي ستونزو مخنیوی وشي. هغه ميندې چې په لنډ وخت کې بیا امیندوارې کیږي، د خپل بدن ډېری ویټامینونه او منرالونه له لاسه ورکوي، له هورموني بدلونونو او اوږدمهالو کمزوريو، خپګان او ستړیا سره مخ کیږي، او له نهو میاشتو، سختۍ ګاللو او د ماشوم له تغذیې سره سره، د خپله او د خپل ماشوم روغتیا په خطر کې اچوي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او ماشومان د درملنې د مرکزونو د تړل کېدو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ان لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ډیری دغه مړینې د مخنیوي وړ دي. دغه صندوق زیاته کړې وه چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغانه ښځه د امیندوارۍ، زېږون یا د هغې د عوارضو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي دي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او زېږون اړوند ناروغیو له امله مري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو لپاره د طبي علومو په برخه کې د زدهکړو بندیز د افغانستان د روغتیا سکتور اوږدمهالی ناورين زیات کړی او په دغه هېواد کې د میندو د مړینې کچه د نړۍ د منځنۍ کچې درې برابره ده.
خو طالبانو د میندو د مړینې په اړه هیڅ شمېرې نهدي وړاندې کړې، او ډاکټران هم اجازه نهلري چې د دې برخې او خطرناکو ناروغیو په تړاو معلومات له رسنیو سره شریک کړي.


