پر افغانستان د طالبانو له واک نه یو کال او اته میاشتې تېرېږي. په دې موده کې هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. طالبانو د ټول ګډونه دولت د جوړښت، د بین الافغاني خبرو اترو پیل او د بشر د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پرېکړه لیک او له متحده ایالتونو سره د دوحې د لاسلیک شوي تړون پر خلاف، کړنې ترسره کړې دي. د هېوادوالو اساسي حقونه یې په رسمیت نه دي پېژندلي او ښځې یې د هغوی له ټولو انساني حقونو بې برخې کړې دي. یادې ډلې هغه نړۍوال قوانین او معاهدې چې افغانستان ورته ژمن دی، نه دي مراعت کړې. سربېره پر دې طالبان له نړۍ غواړي څو دوی د یوه رسمي دولت په توګه په رسمیت وپېژني او د افغانستان ډیپلوماټیکې څانګې ور وسپاري. تازه مورد کې ایران په تهران کې د طالبانو استازی د افغانستان د سفارت د چارسمبال په توګه منلی دی. دغې کړنې د سیاسي ډلو او هېوادوالو غبرګونونه راپارولي دي. د هغوی په خبره، طالبان له مشروع حاکمیت نه استازولي نه شي کولای او دغه راز یادې ډلې ترهګرو لپاره د امن بستر ته زمینه برابره کړې ده.
تازه مورد کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د طالبانو استازی یې په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارسمبال په توګه منلی دی. دغه راز هغه لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تهران کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی دی، پکې راغلي چې د جمعې ورځې د سلواغلې له ۵مې نېټې وروسته، د طالبانو استازي فضل محمد حقاني ته دې د سفارت چارې وسپارل شي. دغه راز یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې تېره ورځ (شنبه د کب ۶مه) د ایران له لوري د سفارت مسوولیت د طالبانو استازي ته سپارل شوی دی. سربېره پر دې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني، طالبانو ته د افغانستان د سفارت د ورسپارل کېدو په اړه ویلي دي چې دغه اقدام «د سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په معنی نه دی.»
طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو د ورسپارل کېدو په اړه د طالبانو د مخالفو ډلو غبرګون
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا پنجشنبه د سلواغې په ۴مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په تهران کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارل د ډیپلوماټیک عرف پر خلاف او دغه راز د هېواد د ملي ګټو سره په ټکر کې بللی دی. یادې شورا له ایران نه غوښتي دي چې په خپله پرېکړه کې بیا ځلې فکر وکړي. د دې شورا په اعلامیه کې راغلي دي: «پر دې سره به د افغانستان د خلکو بر حقه غوښتنو او ولسي سیاسي ملي جریانونو ته درناوی وشي.» دغه راز د مقاومت عالي شورا د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتي دي چې د ډیپلوماټیکو اصولو او نړۍوال عرف له مخې دې طالبانو ته سفارتونه نه ورسپاري.
طالبانو ته د سفارتونو ورسپارل؛ باج اخیستنه یا د بالمثله فعالیت اجازه؟
نړۍوال شنونکي هم د ایران دغه کار او د نورو هغو هېوادونو چې د طالبانو استازي د دې ډلې د سفیرانو په توګه مني، په نړۍوال نظام کې د قواعدو او مقررو خلاف عمل بولي. د هغوی په وینا، ډیپلوماټیک استازي د هېوادونو د حاکمیت د مشروع مراجعو په توګه دي او سفیران له سیاسي نظام چې حاکمیت یې پر حق وي د یوه هېواد استازولي کوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی احمد مدثر، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د نړۍوالو حقونو د اصولو پر بنسټ، ډیپلوماټیک کارکوونکي هغه وخت کوربه هېوادونو لپاره د منلو وړ دي چې یاد هېواد د نړۍوالو قوانینو او اصولو پر بنسټ عمل وکړي. د ښاغلي مدثر په وینا، طالبان د افغانستان د سفارتونو د سپارل کېدو لپاره هېڅ ډول حقوقي مشروعیت نه لري او د سیمې هېوادونه باید د نړۍوالو اصولو پر خلاف عمل ونه کړي. د نړۍوالو چارو د دغه کارپوه له نظره، طالبانو په افغانستان کې د القاعدې په ګډون ترهګرو ډلو لپاره د امن بستر ته زمینه برابره کړې ده او د نړۍ په وړاندې هم مستقیم ګواښ بلل کېږي.
ورته مهال، یو شمېر شنونکي او ژورنالیستان وايي، هغو هېوادونو د طالبانو استازي منلي دي چې سفارتونه یې په افغانستان کې فعال دي. د هغوی په خبره دغه اقدام د دوه اړخیزه معادلې ښکارندويي کوي.
د هېواد نامتو ژورنالیست فردوس کاوش، له ۸صبح ورځپاڼې سره طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارل کېدو په اړه وايي: «په کابل کې د ایران سفارت فعال دی، په ولایتونو کې له قونسلګریو سره او د هغه په بدل کې یې د طالب استازي ته سفارت ورسپاري. ترکیې، روسیې. چین او پاکستان هم سفارتونه ورسپارلي وو.»
په همدې حال کې یو پخوانی ډیپلوماټ چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي هغه هېوادونه چې سفارتونه یې په کابل کې فعال دي، طالبانو ته «باج» ورکوي څو په اسانه توګه وکړای شي په افغانستان کې خپل ماموریت او موخو ته لاسرسی پیدا کړي. د دغه پخواني ډیپلوماټ په اند، طالبان به تر دې زیاته هڅه وکړي څو «د باج اخیستنې بهیر» ته دوام ورکړي او هېوادونه اړ کړي چې ورته عمل ترسره کړي. د نوموړي په خبره، هغو هېوادونو چې د طالبانو استازي یې منلي دي، ښه پوهېږي چې د طالبانو حاکمیت د هغوی ټولو لپاره «له ګواښ نه ډک» دی او په افغانستان کې د هغوی ترهګرې مخالفې ډلې د طالبانو د مدیریت لاندې په «امن او عیش» کې ژوند کوي چې له همدې امله، خپل ماموریت فعاله ساتي څو وضعیت په ښه ډول تر خپل کنټرول لاندې ولري.
طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو د ورسپارل کېدو په اړه د هېوادوالو لیدلوری
یو شمېر هېوادوال طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو سپارل «د نړۍوالو حقونو او د نړۍ د منل شویو قواعدو پر خلاف» عمل بولي. د هغوی له نظره، ګاونډي او د سیمې هېوادونه چې له طالبانو سره تعامل لري، هغې ډلې ته چې د ټولې سیمې لپاره ګواښ بلل کېږي، په نړۍوال نظام کې حقوقي مقام ورنه کړي. د دغو هېوادوالو په خبره، طالبان ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري او له افغانستان نه استازولي نه شي کولای. هغوی دغه راز وايي چې د افغانستان سفارتونه د افغانستان د خلکو قانوني، حقوقي او د ډیپلوماسۍ مشروع کانونونه دي او یوې «ترهګرې» ډلې ته ونه سپارل شي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانستان خلک هر وخت او هر ځای وژلي او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
عبدالله یو تن هېوادوال دی. نوموړی چې اوسمهال له افغانستان نه بهر تللی دی، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «که چېرې طالبان مشروعیت لري، او خلک له هغوی نه راضي دي، نو بیا ولې د افغانستان ټول خلک هڅه کوي له هېواد نه بهر ولاړ شي؟ ایا هېوادونه نه پوهېږي چې زرګونه ترهګر دا مهال د عسل میاشت ورځې او شپې تېروي؟ لېرې یا نېږدې دغه هېوادونه به د خپلو دغو کړنو پایله وویني.»
جلاله ناصري، په عمر پخه مېرمن ده چې کلونه یې په افغانستان کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده. مېرمن ناصري وايي: «په خپل عمر کې مې د طالب په څېر بده ډله نه وه ليدلې. د څو نظامونو د پرځېدو خاطرې په ذهن کې لرم، خو ډېرو یې ښځو ته درناوی درلود، د طالبانو په شان یې ښځې په کور کې نه وې بندیانې کړې. حتی مجاهدین چې په لومړیو کې یې افراطي لیدلوری درلود، د طالب په شان نه ول. طالب چې هر څه یې پر خلکو بند کړي، څنګه کولای شي په بهر کې د خلکو د استازولۍ حق ولري؟
محمد الله بدخش هم د ایران دغه کړنه ظالمانه بولي او د ګاونډیتوب د حق پر خلاف عمل یې ګڼي نوموړی ټینګار کوي: «اخوندانو په خپل دې کار وښودله چې له یوه منګي اوبه څښي. سره له دې چې نه پوهېږي چې طالبان د هغوی د وینو تږي دي. هغوی چې د خپلو ډيپلوماټانو وینې وربخښلې دي، انتظار لري چې طالب ورته اوبه ورکړي؛ خو د افغانستان لپاره هم اوبه نه دي پاتې چې طالب یې ایران ته ورکړي. طالب ته د سفارت ورسپارل، نه بښوونکې جفا ده. د ایران لمن به هم ونیسي.»
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، د افغانستان د ډیپلوماټیکو څانګو د کار دوام په سیاسي او نړۍوالو غونډو کې په یوه تاوده بحث اوښتی دی. طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته له دولتونو وغوښتل چې هغوی په رسمیت وپېژني څو د هغو پر بنسټ په نړۍوال نظام کې حقوقي مشروعیت ترلاسه کړي او د هېواد ډيپلوماټیکې څانګې تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو تر دا مهاله پورې هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې او له دې ډلې سره رسمي تعامل نه لري.
په همدې حال کې، روسیه، چین، ترکمنستان، پاکستان، قطر او ایران له هغو هېوادونو دي چې په خپلو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونو کې د طالبانو استازي منلي دي. د طالبانو په لاس د کابل د سقوط پر مهال، یو شمېر له دغو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه فعال ساتلي دي.
افغانستان دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ۶۵ سیاسي استازولۍ لري چې په ورځني ډول د طالبانو د بهرنیو وزارت له اداري او قنسولي برخو سره تعامل لري. خو یو شمېر دیپلوماتان چې نه غواړي هویت یې روښانه شي، وايي: «مونږ له خپلو همکارانو سره په اړیکه کې یو، د دې لپاره چې د بهرنیو چارو وزارت زمونږ بنسټ دی. اداري کارونه او هغه موارد چې اړین دي په وزارت کې طی مراحل کېږي، خو د سیاسي او مالي فعالیتونو په اړه طالبانو ته راپور نه ورکوو. په سفارتونو کې له خلکو استازیتوب کوو، نه له طالب. کله چې یو بحث رامنځته شي، له هېوادونو غواړو چې د افغانستان خلک هېر نه کړي.»
طالبان او د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا پرېکړه لیکونه
د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو تر دا مهاله د دغې ډلې په اړه بېلابېل پرېکړه لیکونه صادر کړي او د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو هېوادونو یې هم غوښتي چې هغه په پام کې ونیسي. د ملګرو ملتونو سازمان په خپلو(۱۸۱۷،۱۷۷۶،۱۷۰۷ او ۲۱۸۹) پرېکړه لیکونو کې په روښانه ډول طالبان د ترهګرې ډلې په توګه پېژندلي دي. دغه راز د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا په ۱۳۹۰ ګڼه پرېکړه لیک کې ویل شوي دي چې طالبانو د افغانستان په جګړه کې له پاکستاني چیچني، عربو او نورو ترهګرو ډلو له جګړه مارانو نه ګټه اخیستې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د ۱۲۶۷ او ۲۵۹۳ پرېکړه لیکونو کې ویلي دي چې طالبانو د ترهګرو د ودې او تمویل او دغه راز د مخدره موادو د قاچاق لپاره فرصت ته زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان دغه راز په ۱۴۵۶ پرېکړه لیک کې پر طالبانو نړۍوال بندیزونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د ۲۵۹۳ او ۲۵۹۶ پرېکړه لیکونو کې ویل شوي دي چې طالبانو د ښځو حقونه نقض کړي او د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو خنډ ګرځېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په تند ډول غندلی او ویلي یې دي چې اروپايي اتحادیه به «جنسیتي اپارتاید» چې دغې ډلې په افغانستان کې پلې کړی دی، ونه مني. له بل پلوه، دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې یو شمېر هېوادونو له ډلې یې سعودي عربستان، په کابل کې د امنیتي ګواښونو له امله خپل سفارتونه تړلي دي. د طالبانو له واکمنېدو تر دا مهاله په کابل کې د روسیې او پاکستان په سفارتونو ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي دغه راز یو شمېر چینایي ښاروندان هم په کابل کې تر بریدونو لاندې راغلي دي. سربېره پر دې، د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون، تر دې وړاندې ویلي دي چې افغانستان د نړۍ د ډېرو تندلارو او ترهګریزو سازمانونو په پټنځای بدل شوی دی.