• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

درملنه که سوداګري؟ موټرچلوونکي د اسلام‌کلا پر لویه لار د طالبانو له سپکاوي او باج اخیستنې شکایت کوي

نیما نیما
۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793786565]
Herat Times

Herat Times

په هرات کې سرچینې وايي، د اسلام‌کلا پر لویه لار یو شمېر ترانزیټي موټرچلوونکي د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو د کارولو په تور نیول کېږي او د دغه ښار د مسافرو ترمینل ختیځ لوري ته هغه کمپ ته لېږدول کېږي چې په «۴۰۰۰» مشهور دی. د سرچینو په وینا، هغه موټرچلوونکي چې د نشه‌يي توکو د کارولو د معایناتو پایله یې مثبته وي، د ۳۰ زرو افغانیو په بدل کې بې له دې چې د درملنې بهیر بشپړ کړي او د ډاکټرانو تایید ترلاسه کړي، له کمپه خوشې کېږي او بېرته خپلو کارونو ته ستنېږي. سرچینې ادعا کوي چې دا بهیر پر یوه کاروبار بدل شوی او په هرات کې د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې یو شمېر مسوولان او د دغه کمپ مسوولان هم پکې ښکېل دي. دوی په دغه مرکز کې د حفظ الصحې له ناسم وضعیت، د نیول شویو کسانو له ګڼې ګوڼې، د اسانتیاوو له کمښت او له موټرچلوونکو سره له سپکوونکي چلنده هم شکایت کوي. سرچینې زیاتوي چې د نشه‌يي توکو معاینات د ګذرې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې ترسره کېږي او په دغو معایناتو کې د چرسو، شیشې، تریاکو، الکولو او هیرویینو په څېر نشه یي توکو څېړل کېږي.

په هرات کې سرچینې وايي، د اسلام‌کلا پر لویه لار یو شمېر هغه ترانزیټي موټرچلوونکي چې د نشه‌يي توکو د کارولو په تور د طالبانو له خوا نیول کېږي، د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي. د سرچینو په وینا، طالبان د اسلام‌کلا پر لویه لار د ترانزیټي موټرچلوونکو د نشه‌يي توکو د کارولو معاینات کوي او هغه کسان چې د معایناتو پایله یې مثبته وي، د هرات ښار د مسافرو ترمینل ختیځ لوري ته هغه کمپ ته لېږدوي چې په «۴۰۰۰» مشهور دی. سرچینې زیاتوي چې دغه کمپ اوس د ترانزیټي موټرچلوونکو ترمنځ په «۸۰۰۰» مشهور شوی او د هغوی لپاره د زندان په څېر ځای ګرځېدلی دی.

یوه سرچینه وايي، نیول شوي کسان په دغه مرکز کې په سختو شرایطو او د محدودو امکاناتو په لرلو سره ساتل کېږي. د دې سرچینې د ادعا له مخې، ځینې نیول شوي کسان په ځانګړې توګه هغه کسان چې مالي توان لري، د ۳۰ زرو افغانیو په ورکولو سره، بې له دې چې د درملنې بهیر بشپړ کړي او د ډاکټرانو تایید ترلاسه کړي، له کمپه خوشې کېدای شي او بېرته خپلو کارونو ته ستنېدای شي. د دې سرچینې په وینا، یو شمېر کسان د خپل حیثیت د زیانمنېدو او د نیول کېدو د مخینې د افشا کېدو له وېرې نه غواړي په دغه کمپ کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

یوه بله سرچینه په دغه کمپ کې د ناسم روغتیايي وضعیت او د نشه‌يي توکو د کارولو په تور د نیول شویو موټرچلوونکو د ګڼې ګوڼې په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي چې ان مناسب تشناب هم نشته او د حفظ الصحې لومړني اصول هم نه مراعاتېږي. د دې سرچینې په وینا، د کمپ روغتیايي وضعیت ډېر خراب او خواشینوونکی دی او هېڅوک نه غواړي ان یوه ورځ هم هلته پاتې شي. هغه زیاتوي چې نیول شوي کسان هڅه کوي د بډو په ورکولو سره ژر تر ژره له دغه مرکزه خوشې شي.

دغه سرچینه په دغه مرکز کې پر موټرچلوونکو د طالبانو د فشارونو او له هغوی سره له سپکاوي د ډک چلند خبره هم کوي او وایي: «پر خلکو دومره ظلم کوي چې ښايي په هېڅ زندان کې هم داسې چلند ونه شي. دلته وضعیت تر زندان هم خراب دی. شتمن موټرچلوونکي ډېر نیسي او دلته یې لېږدوي، بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي. دا بهیر پر یوه کاروبار بدل شوی دی.»

سرچینې ادعا کوي چې په دغه کمپ کې روغتیايي وضعیت خورا خراب او خواشینونکی دی. د دوی په وینا، نږدې اته زره ناروغان په دغه کمپ کې د حفظ الصحې په ناسمو شرایطو کې ساتل کېږي او د هغوی وضعیت ته هېڅ ډول رسېدنه نه کېږي.

یوه بله سرچینه ادعا کوي چې له موټرچلوونکو د پیسو اخیستل پر یوه لوی کاروبار بدل شوي او په هرات کې د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس، د کمپ رییس او مرستیال یې هم په دې بهیر کې ښکېل دي. د دې سرچینې په وینا، د کسانو یوه پراخه کړۍ په دغه بهیر کې لاس لري او په بېلابېلو پلمو له موټرچلوونکو پیسې اخلي.

د دې سرچینې په وینا، د نشه‌يي توکو معاینات په ۱۵۰ بستریز روغتون کې ترسره کېږي او په دغو ازموینو کې چرس، شیشه، تریاک، الکول او هیرویین څېړل کېږي. دغه سرچینه ټینګار کوي چې د قانوني بهیر له مراعاتولو، د باوري ازموینو له ترسره کولو او د ازموینې پر پایلو د اعتراض د حق له برابرولو پرته، د نشه‌يي توکو د کارولو په تور د کسانو نیول د هغوی د حقونو د نقض او د نورو ناوړه ګټه اخیستنو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د روږدو کسانو د درملنې لپاره د دغه کمپ د وضعیت په اړه ګڼ شکایتونه خپاره شوي وو؛ خو طالبانو هېڅ یوه دغه شکایت ته ځواب نه دی ویلی او لا هم د خپل ځانګړي چلند له مخې د روږدو کسانو راټولولو او تنبیې ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې هم په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې لیدل کېدل د طالبانو جنګیالي روږدي کسان په قمچینو وهي او د ژمي په موسم کې یې پر سرونو سړې اوبه اچوي. د طالبانو د درملنې دغه طریقه په ځلونو د روغتیايي برخې د ډاکټرانو او کارپوهانو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو چې هغه مهال په دغه ولایت کې تر ۷۰ زره ډېر کسان پر نشه‌يي توکو روږدي وو چې له ډلې یې پنځه زره کسان بې‌سرپناه وو او ډېری یې د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي وو. د دغه بنسټ د شمېرو له مخې، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د ټولټال شمېر ۱۳ سلنه ښځو او ماشومانو جوړوله.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په یوه تازه راپور کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۳۰۰ ټنو په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ی۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د دغه راپور له مخې، د کوکنارو د کښت ساحه هم له شاوخوا ۱۰ زره هکټارو څه باندې ۴۳ زره هکټارو ته زیاته شوې ده. د دغه بنسټ په وینا، د کوکنارو ډېرې کروندې د غلو دانو د کروندو په منځ کې یا د دېوالونو تر شا پټې کړای شوې دي.

د ۸صبح ورځپاڼې د ساحوي موندنو له مخې، د طالبانو له خوا د نشه‌يي توکو پر کرکېلې او سوداګرۍ له بندیز وروسته، په هلمند کې د یو کیلو تریاکو بیه له درې زرو افغانیو ۵۰ زرو افغانیو ته لوړه شوې ده. شرافت، څاروانکلا، سنګین، موسی‌کلا، بهرامچه او چن‌جیر په دغه ولایت کې د تریاکو د پېر او پلور له مهمو بازارونو دي. ځايي سرچینې تاییدوي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانانو او چارواکو هم په دغو بازارونو کې پانګونه کړې او د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې ونډه لري او ګټه ترې ترلاسه کوي. د دغو سرچینو په وینا، هبت‌الله هم د دغو بازارونو له فعالیتونو خبر دی؛ خو د طالبانو د چارواکو د ګټو له امله یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، د طالبانو چارواکي د هلمند په لرو پرتو سیمو کې د تریاکو پر کرلو سربېره، خپلې پخوانۍ زېرمې هم بازار ته وړاندې کوي. د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو ځايي قوماندانان او جنګیالي په سوېلي ولایتونو کې   د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ او قاچاق کې پراخ لاس لري. اوسمهال په سوېلي ولایتونو کې د نشه‌يي توکو، په ځانګړې توګه د تریاکو، لوی قاچاق کوونکي تر ډېره د طالبانو غړي او د دې ډلې ځايي چارواکي دي. د دغه راپور موندنې هم ښيي چې د هبت‌الله د ځانګړې قطعې قوماندان د تریاکو په زېرمه کولو کې له ځايي قاچاق کوونکو سره شریک دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.