د ترکیې ټاکنې؛ د سیکولرانو ماتې، د سیکولریزم بریا

د ترکيې ټاکنې له بېلابېلو اړخونو د پام وړ وې او پر بهرنيو څارونکو سربېره ګڼو افغانانو هم په شور او ځوږ سره  تعقيبولې او هر چا يې په اړه د خپل نظر او انګېرنې له مخې قضاوت کاوه. دا ډول پېښو له بېلابېلو لیدلورو تر بحث لاندې نیول کیدای شي او په ځینو ځانګړو اړخونو او ابعادو یې تمرکز کیدای شي، که د جیو پولیټیک پایلو له مخې وي که د جیو اکانومیک یا ایډیالوژیک پایلو له مخې.

د دې پېښې یو مهم اړخ چې زموږ د خلکو لپاره خورا له زده کړې ډک دی، د سیکولرستانو په ماتې او د سیکولریزم په بریا سره په ظاهره د متناقضې معادلې رامنځته کېدل و، هغه څنګه؟ مډرنې ټاکنې او د یوه هېواد د نظام د یوې برخې لپاره د مشروعیت د یوازینۍ مرجع په توګه د خلکو رایو ته پناه وړل که څه هم له اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري، خو په خپل ذات کې یوه سیکولره ښکارنده ده؛ ځکه پر دې اصل تکیه کوي چې هر وګړی په هر ډول فکر او عقیده سره په عمومي برخه کې مساوي دی او د سیاسي نظام د برخلیک په ټاکلو کې یو شان حیثیت لري. کله چې د مسلمان او مسیحي او سني او علوي ترمنځ هیڅ توپیر نه وي او د هر چا رایه یو شان اعتبار ولري او د سیاسي نظام مشروعیت له همدې ځایه راشي، دا د سیکولریزم جوهر دی. دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د طالبانو او د هغوی په څېر کسانو ته د زغملو وړ نه دي، خو په ترکیه کې بنسټیز شوي او د هېواد د ثبات عامل ګرځېدلي دي.

پر دې سربېره، د ترکیې سیاسي نظام په رسمي ډول یو سیکولر نظام دی او رجب طیب اردوغان هم دا خبره د مصر اخوانیانو ته وکړه او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه چې که غواړي راتلونکی ولري، نو همدا لاره دې خپله کړي. په ترکیه کې مذهبي ډلو منلې ده، چې د همدغو قواعدو په اډانه کې له غیر مذهبي ځواکونو سره سیالي وکړي. د دغو قواعدو له مخې، لکه څنګه چې هیڅوک نه شي کولای د خپلو مذهبي عقایدو او ګروهنو له امله په عمومي برخه کې ځانګړی امتیاز ولري او رایه یې د نورو رایو په پرتله مهمه وي، دغه راز د ګوندونو او ډلو لپاره د خلکو د قضاوت بنسټ د هغوی دنیوي طرحې او پلانونه دي نه اخروي ژمنې، یعني هیڅ ګوند له خلکو پردې بنسټ رایه نه اخلي چې جنت ته یې بیایی، بلکې پردې بنسټ رایه اخلي چې په ژوند کې یې څه ښه والی راولي او له هوساینې او پرمختګ سره یې څه مرسته کوي. دلته د اخرت د ثواب او ګناه بحث په شخصي برخې پورې محدود دی او په دنیوي چارو کې عقلي محاسبو ته ځای ورکوي او همدا سیکولریزم دی.

په همدې ډول د سیاسي ځواکونو تر منځ د واک سوله ییز لېږد او د لوبې اصولو ته غاړه اېښودل د سیکولریزم بله مهمه برخه ده. په دې منطق کې د مخالفو وګړو پر ضد د جهاد اعلان ځای نه لري او نه څوک داسې فکر کوي چې که مذهبي ډلې واک بایلود، نو باید وسله واله جګړه وکړي او نور په قهر او غوسې سره له صحنې وباسي، هغه څه چې طالبانو د افغانستان له مخکیني حکومت او نورو سیاسي ډلو سره وکړل. کله چې په یوه ټولنه کې حقیقي سیکولریزم بنسټیز شي، نو دینداره او نادینداره کولای شي په سوله ییزه توګه سیالي وکړي او په پای کې سوله ییز ژوند او ټولیز ثبات ته ورسېږي. افغانستان داسې یوه نظام ته اړتیا لري چې د طالبانو په ګډون ټولې ډلې وکړای شي په بشپړ سوله ییز او دیموکراتیک چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي او د هیوادوالو رایه له کوم مذهبي، قومي او ژبني تبعیض پرته د مشروعیت بنسټ وي. په افغانستان کې سیاسي اسلامي ډلې باید د ترکيې له نظامه الګو واخلي، څو هېواد ثبات او سوکالۍ ته ورسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button